ریا چکرورتي د خپل ملګري سوشانت د ځانوژنې اړوند نشه يي توکو دوسیه کې ونیول شوه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هند د نشه يي توکو ضد ادارې د بالیووډ هنرمنه ریا چکرورتي د خپل ملګري(بوای فرېنډ) هنرمن سوشانت سینګ راجپوت د ځان وژنې اړوند نشه يي توکو د دوسیې له امله ونیوله.

۳۴ کلن سوشانت راجپوت د جون پر ۱۴ ممبۍ کې خپل کور کې مړ وموندل شو.

پولیس وايي، نوموړي ځان وژلی دی.

د سوشانت کورنۍ له ریا چکرورتي په محکمه کې شکایت کړی او ویلي یې دي چې له راجپوت سره یې دې کار کې مرسته کړې او هم یې پارولی دی.

تراوسه نوموړې څه نه دي ویلي، خو تېرو څرګندونو کې یې دې پېښه کې له لاس لرلو انکار کړی دی.

د ریا چکرورتي ورور شوویک او د راجپوت د کور پخوانی مدیر سیمیویل میرانډا هم تېره اونۍ د نشه يي توکو دې دوسیه کې ونیول شول، خو رسنیو کې د دوی په هکله کوم تور نه دی لیګېدلی.

ریا د سوشانت د ځانوژنې په هکله پر دې لګېدلي تورونه ردوي.

دې میاشتو کې ټول هند کې پر دې مسله بحث کېږي او خلک پرې وېشلي دي.

د مالوماتو له مخې دې جوړې ۲۰۱۹ کال کې له یو بل سره تار جوړ او د همدغه کال ډیسمبر کې یې ګډ استوګنځی غوره کړ.

د جون په اتمه او سشانت له مرګ یوه اونۍ مخکې ریا چکرورتي له مور پلار سره ژوند غوره کړ او د سشانت د مرګ په وخت په کور کې نه وه.

د سوشانت له ځانوژنې وروسته رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شول چې نوموړی له رواني ستونزو ځورېده.

خو څو ورځې وروسته پام ریا چکروروتي ته واوښت او دا ۲۸ کلنه هنرمنه د تورونو، سازشي فرضیو، ګنګوسو او د ناتایید مالوماتو له توپان په سر واخیسته.

د سوشانت پلار څه وايي؟

 

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

دې مسلې ته د رسنیو پام هغه وخت ډېر واوښت چې د سوشانت پلار له ریا چکروتي په محکمه کې شکایت وکړ.

نوموړي د خپل زوی د رواني ستونزو تورونه رد کړل او پر ریا چکرورتي یې له نورو تورونو سره دا تور هم ولګاوه چې د ده له زوی یې پیسې لوټلې دي.

له څو میاشتو راهیسې خواله رسنیو کې ریا چکرورتي لالچي بلل کېږي او تور پرې لګېږي چې سوشانت یې په نشه اخته کړ او ځانوژنې ته وهڅاوه.

ریا چکرورتي دا هرڅه بې انصافه بولي او له ټولو تورونو انکار کوي.

نوموړې د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه نه د سشانت سینګ راجپوت د مرګ په هکله د رڼو پلټنو غوښتنه کړې ده.