هغه خویندې چې خپل پلار یې وواژه، خو د خلکو زړونه یې وګټل

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د ۲۰۱۸ جولای میاشت کې درېیو تنکیو خویندو مسکو کې خپل ویده پلار په چړو ټپي او وهلو سره د مرګ تر کومې ورساوه

څېړنو په ډاګه کړه چې د نجونو پلار له څو کلونو راهیسې خپلې لوڼې په فزیکي ډول په یوه او بله پلمه ځورولې دي

.

د خپل پلار د وژلو تور او دا چې دغو نجونو ته به څه کېږي، د روسانو ترمنځ د بحث توده موضوع ګرځېدلې وه، همدا وو چې څه باندې ۳۰۰۰۰۰ خلکو یو غوښتنلیک لاسلیک کړی چې دغه نجونې خوشې شي.

پلار څه کړي؟

د ۲۰۱۸ کال د جولای ۲۷مې په ماښام ۵۷ کلن میخاییل خچتوریان کرسټینا او ماریا چې هغه وخت کوچنۍ وې په نوبت خپلې خونې ته وروغوښتې او له دې کبله یې د هغوی غوږونه ورتاو کړل چې ګني په سمه توګه یې کور نه دی پاک کړی او پر مخونو یې له مرچکو ډکه سپرې وپاشله.

لږ وروسته، کله چې هغه ویده شو، نجونو چړې په لاس برید پرې وکړ، په سټک یې وواهه او پر هغه یې مرچکي سپرې وشیندله او په سر یې مرګوني ټپونه جوړ شول، غاړه او سینه یې غوڅه غوڅه شوه.

د هغه پر بدن تر ۳۰ ډېر ټپونه وموندل شول.

وروسته دغو نجونو پولیسو ته زنګ وواهه او د پېښې په ځای کې ونیول شوې.

څېړنو ژر وښوده چې په کورنۍ کې تاوتریخوالی له پخوا روان و.

خچتوریان درې کاله پرله پسې خپلې لوڼې وهلې، ربړولې او ان بندیانولې او له جنسي پلوه یې ځورولې.

د خپل پلار پرضد تورونو کې د نجونو دغه ادعاوې یادې شوې دي.

دا قضیه ډېره ژر په روسیه کې پر یوه توده مسله واوښته. د بشري حقونو فعالانو وغوښتل چې نجونې مجرمې نه دي، بلکې قرباني شوې دي؛ ځکه چې د خپل ځوروونکي پلار د ناوړه کړنو پروړاندې یې له خپل ځانه د دفاع هڅه کړې ده.

په دې سربېره، په روسیه کې د کورني تاوتریخوالي د اغېزمنو شویو د ساتنې قوانین نه شته.

په ۲۰۱۷ کال د قانوني بدلونونو پربنسټ، لومړی نمبر جنایت کوونکی چې د کورنۍ کوم غړی ووهي، خو دومره یې خوږ نه کړي چې تر روغتونه ورسېږي، یوازې مالي تاوان ورکوي او یا تر دوو اونیو زنداني کېږي.

په روسیه کې پولیس معمولاً له کورني تاوتریخوالي سره د "کورنۍ مسلې" په څېر چلند کوي، لږ یا هېڅ مرسته نه ورسره کوي.

د نجونو مور هم چې پخوا خچتوریان وهلې او ځورولې ده، څو کاله وړاندې پولیسو ته شکایت کړی و. د ختچوریان ګاونډیانو هم له هغه سخته وېره لرله.

خو داسې ثبوتونه نه شته چې ګني پولیسو دې دغو شکایتونو ته د رسېدو په پای همکاري کړې وي.

د نجونو د پلار د مړینې په وخت کې د هغوی مور له دوی سره نه اوسېده او خچتوریان پر خپلو لوڼو له هغې سره د اړیکې نیولو بندیز لګولی و.

د ارواپوهنې د ارزونو له مخې، نجونې په ګوښه توب کې ژوند کړی او له پېښې وروسته ټکان ځورولې دي.

د خچتوریان د لوڼو قضیه ډېره ورو مخته روانه وه. دوی اوس په بند کې نه دي، خو بندیزونه پرې شته: دوی له خبریالانو سره خبرې نه شي کولی او نه هم په خپلو کې سره غږېدلی شي.

څارنوالان ټینګار کوي چې د خچتوریان وژل په قصدي ډول ترسره شوي، ځکه چې هغه ویده و او خویندو په همغږۍ خپل کار ترسره کړی، چړه یې راخیستې. د دغې وژنې انګیزه غچ اخیستل بلل شوي.

که دغه نجونې رسماً په قصدي وژنې پړې وبلل شي، نو ۲۰ کاله بندي کېدای شي.

انګیره دا ده چې انجلینا سټک راخستی، ماریا په چړې ګوزار کړی او کرسټینا مرچکي سپرې پاشلې ده.

په روسیه کې رسمي شمېرې نه شته چې څومره ښځې له کورني تاوریخوالي کړېږي، خو د بشري حقونو د فعالانو اټکل دا دی چې ګني له هرو څلورو کورنیو په یوه کې یې کورنی تاوتریخوالی کېږي.

په یوه بله پېښه کې د مارګرېټا ګراچیوا مېړه د هغې لاسونه په تبر غوځ کړي دي.

مسکو کې د ښځو فعاله داریا سیرینکا وايي: ''په روسیه کې کورنی تاوتریخوالی د ژوند یو حقیقت دی. موږ یې باید هېر کړو."