پېغله سندرغاړې دلراج پښتو موسیقۍ کې نوؤ تجربو ته څنګه ګوري؟

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دپښتو پېغله سندرغاړې دل راج وایي په وروستیو کې دپښتو موسیقۍ دنیا ته د افغانستان،پاکستان اؤ بیلابیلو هیوادونو نه ګڼ شمیر داسې هنرمندان زلمي اؤ پېغلې راغلي چې هغوئ پښتو موسیقۍ ته دیو نړیوال معیار ورکولو هڅې کوي اؤ دا ډيره دخوښۍ خبره ده

.

۱۹ کلنه دلراج چې د ماشوموالي نه د سندرو فن ته راوتلې ده په سوونو سندرې یې ویلي دي اؤ په پښتنه ټولنه کې یې زیات شهرت پیدا کړی دی، وایي کله چې هغې د موسیقۍ په میدان کې قدم اېښودلو نو هغه مهال زیاتره نوؤ هنرمندانو دفني تجربو نه زیات پام د کمپیوټر په مرسته خپل غږ بدلولو ته کولو.

هغه وایي “خو اوس داسې نه ده،اوس خو چې مونږ په سوشل میډيا دا نوې سندرې اورو، سندرغاړي یې هډو مشهور نه وي خو اوازونه یې هم ښه وي، په سُر اؤ‌ لی هم برابر وي، د ویډيو کلرز، ایډیټنګاؤ معیار خو یې د انډیا نه هم اوچت ښکاري”

وائس اف امریکا ډيوه ویب پاڼې سره خبرو کې هغې وویل پښتونخوا کې د فنکارانو د روزنې اؤ‌ دفن د ودې دپاره هیڅ اداره وجود نه لري،همدغه وجه ده چې دلته که باصلاحیته هنرمندان شته خو دهغوي دصلاحیتونو راڅرګندولو موقعې نشته.

“زمونږ فنکاران غریبان خو دخپل جیب په پېسو سندرې ریکارډ کوي،پخپلو پیسو ورله په بېکاره کیمرو اؤ نان پروفشنل خلکو ویډیوګانې جوړوي اؤ د ایډټنګ دپاره هم بیا د نان پروفیشنل خلکو مخې ته کښیني”

دلراج وایي پښتونخو اؤ افغانستان دپښتو موسیقۍ دوه ستر بازارونه دي خو له بده مرغه دواړه ځایه پښتو موسیقۍ ته دولتي سرپرستي نه ده ترلاسه.

هغې وویل دپښتو فوک سندرو کې دومره طاقت شته که دا دنوې موسیقۍ اؤ فني تجربو سره سر دوباره مخې ته راشي نو هم په مارکیټ کې ښه ځاي نیولی شي، هم ګټه ورکولی شي اؤ هم نوي فنکاران ځلولی شي خو هغه وایي چې دا کار ځکه نه کیږي چې دموسیقۍ په مد کې دلته څوک سرمایه کارۍ ته غاړه نه ږدي.

دل راج وایي هغه خوشحاله ده چې خپلې یې څومره نوې سندرې مخې ته راځي هغې کې زیاتره مشهوریږي اؤ پښتانه یې خوښوي خو غواړي چې نورو نوؤ سندرغاړو ته هم مخې ته د راتګ اؤ مشهوریدلو موقعې په لاس ورشي.