کرینا کپور: کال کې یوازې یوه فلم کې لوبېږم

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بالیوډ نامتو فلم لوبغاړې کرینا کپور وايي، ورته ویل شوي وو چې له واده وروسته فلمونو کې کار نه شي کولی، خو وايي دا ناسم ذهنیت یې بدل کړی؛ ځکه چې هغه له سیف علي خان سره تر واده کولو وروسته په ځینو فلمونو کې ولوبېده.

دا وايي: "ما ته ویل شوي وو چې له واده وروسته فلمونو کې نه شم لوبېدلی."

سیف علي او کرینا کپور تر ۵ کلنې ملګرتیا وروسته په ۲۰۱۲ کال کې سره واده وکړ

.

سیف علي خان وړاندې د بالیووډ له یوې هنرمندې نمرستا سنګ سره واده کړی و او له هغې د ابراهیم او سارا په نوم دوه اولادونه لري.

دې له واده وروسته هم فلمونو کې رول ولوباوه.

د کرینا کپور وروستی فلم د "ویرجي وېډېنګ" په نامه دی چې روان ۲۰۱۸ کال بازار ته راووت.

هغې هندي "میډ ډې" ورځپاڼې ته ویلي، په شخصي او کاري ژوند کې یې انډول ساتلی دی.

سیف علي خان او د هغې مېرمنه کرینا کپور پر خپل زوی چې د دسمبر په ۲۰مه زېږېدلی تیمور نوم اېښی. ظاهراً سیف علي خان د تاریخ مطالعې سره ډېره لېوالتیا لري او له همدې امله یې د خپل درېیم ماشوم نوم تیمور اېښی دی.

سیف علي خان پټوډي، د هند د کرکټ پخواني کپتان منصور علي خان پټوډي او د هند سینما د مشهورې ستورې شرمیلا تاګور زوی دی.

د سیف علي خان ښځه کرینا کپور د بالیووډ د یوې نوموتې کورنۍ د راج کپور لمسۍ ده. د هغې پلار رندهیر کپور او مور یې ببیتا شرما په اویایمه او اتیایمه لسیزه کې د هند سینما ستوري وو.

هغې یادې ورځپاڼې ته ویلي، په کال کې یوه فلم کې د لوبېدو تګلاره یې غوره کړې ده؛ ځکه چې په وینا یې "هومره چې له کار سره مینه لرم، هغومره له مور کېدو سره هم مینه لرم."

کرینا کپور او سیف علي خان پخپلو کې یوه تګلاره لري، چې فلمونو کې لوبېدو او خپل بچي تیمور ته یې یوشان وخت پکې ورکړی دی.

نوموړې ویلي: "زما مېړه سوداګر نه دی چې ماښام ۶ بجې کور ته راشي. هغه یو ممثل هم دی. او زموږ ترمنځ باید د تیمور لپاره خپل وخت ووېشو او انډول وساتو".

دا زیاتوي "هوډ مو کړی، چې یوه فلم کې به دی [سیف علي خان] او بل کې به زه لوبېږم، کله چې هغه په نومبر کې خپل رول پای ته ورسوي، بیا زما وار دی چې جنورۍ کې یې پیل کړم".