چین کې د سیل ۷٫۹ میلیارد ډالري سیمه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د چین په ختیځ کې ډالیان وانډا هنري شرکت د فلمونو یو لوی تولیدځی پرانیستی چې د سیل ځایونه، کلپونه او هوټل به پکې وي.

پر دغه ځای ۷٫۹ میلیارد ډالر لګښت راغلی چې اټکل دی دغه هېواد ته به بهرنیي سیلانیان لا ډېر ورمات کړي.

د "چینګداو موفي میټروپولیس" په نوم دغه سیل ځی پر څه باندې ۴۰۰ هکټاره ځمکه جوړ شوی چې د رپوټونو له مخې، په نړۍ کې به د سینمايي تولیداتو تر ټولو عصري او تازه تولیدتوکي ځای پرځای کړي

.

د وانډا شرکتونو د ګروپ اجرایوي مشر وانګ جیانلین وویل "چینګډاو به پر یوه نړیوال سینمايي مرکز واوړي".

جیانلین د دغه ځای د پرانیستلو پرمهال وویل: "چینايي سینمايي تولید به مخته بوځو."

په دې ځای کې به خرڅلاوځایونه، خوړنځي او سینما هم وي چې د رپوټونو له مخې په ټوله اسیا کې به یې ساری نه وي.

چینګډاو سیل ځای خپلې لومړنۍ سټوډیوګانې په ۲۰۱۶ کال پرانیستې او د هالیووډ د ځینو فلمونو جوړولو بلنه یې ورکړه.

په دې کې د "لوی دېوال" فلم هم و چې امریکايي ممثل مټ ډیمون پکې لوبېدلی و.

دا فل د هالیووډ هغه لومړنی فلم دی چې په چین کې ثبت او تولید شوی.

په ۲۰۱۶ کال یاد شرکت وویل، بهرنیو سینمايي او تلوېزیوني شرکتونو، په تېره بیا لویو هغو ته به اجازه ورکړي چې په چینګډاو کې خپل لوی کارونه ثبت کړي.