خټین تاج محل او د ارزښتونو بحران

کتابونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر عبدالرحمن زمانی 

 ستاسې په لاس کې د «زما خټين تاج محل» په نوم دغه کتاب د هيواد د يوه تکړه ليکوال، ژورنالست، مبصر او څيړونکي ښاغلي ولی الله ملکزي، د اوه څلويښت غوره شوو مقالو يوه ټولگه ده. له نيکه مرغه ما په دغه کتاب کې د ليکوال اکثره راټولې شوې مقالې د کتاب په بڼه تر خپريدو دمخه په ځينو افغاني ويبپاڼو کې لوستلي او گټه او خوند می ترې اخيستې دی.

د ښاغلي ملکزي دا مقالې نه زړيدونکي، څيړنيزي، پر حقايقو ولاړې، خورا لنډې او په ساده او روانې داسې پښتو ليکل شوي چې د کونړيو اصطلاحاتو خال خال استعمال ورته لا خاص رنگ او خوند ورکړې دی. هغه د يوه ويښ، خوځند، زيارکښ، پوه او متعهد ژورنالست او څيړونکي په توگه هڅه کړې ترڅو له بيلابيلو مناسبتونو او ورځنيو پيښو نه په الهام اخيستلو پر مهمو کلتوري، ټولنيزو، تاريخي، ملي، مذهبي او سياسي موضوعاتو تحليلي ليکنې وکړي.

ما ښاغلې ولي الله ملکزې د لومړې ځل لپاره د نن نه شاوخوا شل کاله مخکې د دوې د ارواښاد محترم ماما په کور کې ليدلې او تر هغې وروسته يې له نږدې پيژنم. هغه په لويديزې نړۍ کې، چې د کلچرونو د ويلي کيدو بټۍ گڼل کيږي، د غربي نړۍ د سرگردانه  ژوند د مصروفيتونو او اولادونو ته د حلالې نفقې د پيدا کولو د مسئوليتونو په څنگ کې د خپل هيواد او خلکو په وړاندې خپل رسالت، مسئوليت او د خپلې مهربانې، ليک لوست خاوندې او پتمنې مور وصيت هير کړې نه دی. د مادياتو پر ځاې يې د معنوياتو سره د مينې  لاره خپله کړې او د لږ شمير هغو کسانو تر څنگ وياړي چې:

ﻫﺮﮔﺰ ﺷﺮﻑ ﺑﻪ ﺳﻔﺮﻩ  ﺭﻧﮕﻴﻦ ﻧﺪﺍﺩﻩ ﺍﻳﻢ

ﺩﺳﺖ ﺗهی ﻭ ﺧﺎﻧﻪ ﺑﺪﻭشی ﮔﻮﺍﻩ ﻣﺎﺳﺖ

اوس چې زمونږ گران هيواد د ارزښتونو له يو ستر بحران سره مخ دی، دین او ديني ارزښتونه د راکړې ورکړې په متاع بدل شوې، د سپیڅلو نومونو دروغجن مدعیان بلیونران شوي، لوړ پوړي چارواکي مو د پرديو هيوادونو جاسوسان، د ټولني په گوډ گوډ کې مو د اخلاقي فساد، تعصب، وحشت، بربريت او خرافاتو تور څادر غوړيدلې، د حلالو او حرامو ترمنځ توپير له منځه تللې، انساني کرامت ته درناوې ختم شوې، دروغ، غلا، د عامه شتمنيو تالان، په رڼا ورځ د بيت المال په بډه وهل، انسان وژنه او د زر او زور کلچر په برلاسي فرهنگ بدل شوېدی. نو مونږ تر هر وخت زيات  داسې ليکوالانو ته اړتيا لرو چې خپله په عمل کې د هيواد ملي گټو او ارزښتونو ته ژمن، د يوه بيداره ضمير او اخلاقي فضيلتونو خاوندان او د اعتدال د لارې پيروان وي .

د خوشحالۍ ځاې دی چې د دې کتاب په مقالو کې د ارزښتونو په دغه بحران او د نويو او زړو ارزښتونو پر هغو بدلونونو او ټکر بحث او خبرې شوي، کوم چې نن افغاني ټولنه د تباهۍ د کندې پر غاړه ودرولې ده. د بيلگې په توگه:

« زموږ په هیواد کې، سبا بیګاه، د جهاد، الحاد، فساد، مقاومت او غنیمت بحثونه دي. د دمونو، بمونو او تورتمونو شعارونه اوریدل کیږي. په سیاسي غونډو، محرابونو او منبرونو کې، د قصورونو او قبرونو ترانې زمزمه کیږي. د هرې ډلې مقتول شهید او جنتي دی او د مقابل لوري هر وژل شوی کس مردار او دوزخي دی. ژوندي بی قدره دي خو د مړو په ګومبزو د خیراتي پیسو ملیونونه ډالرې مصرفیږي. د هر شین بیرغ په ټنډه لیکل شوي" وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا» مګر د عمل په ډګر کې د پیښوریانو په اصطلاح، خبره اپوټه او د غوښې او چړې ده. له اغیارو سره معاهدې  امضاء او ښې سیاسي چنې ووهل شوې، مګر د عبادت او مغفرت په دی سپیڅلې میاشت کې د مسلمانو وطندارانو زښته پریمانه وینې توئ شوې. د الحادي نظام وروستې مشر، ډاکټر نجیب الله د مکرویانو په یو کرایي کور کې اوسیده، ولی د جهادي نظام واړه واړه قومندان صیبان په شیش محلونو کې ژوند کوي. په جرمونو تورن جګړه ماران سپین بازان شول، نور وپړسیدل او لا زیات و نازول شول. خو همدغه خلک د پیرنګیانو څخه د خپلواکۍ د ګټونکي ملي اتل، اعلی حضرت امان الله خان په قهرمانۍ باندی شکمن دي. ددغه ځوان ټولواک د زیارت له څنګ څخه په منډه تیریږي، په قبر یې د فاتحې لوستل بدعت ګڼي او درناوی یې سیاسي مصیبت بولي».

زه گران ورور ښاغلي ولی الله ملکزي ته په پښتو ژبه د يوه بل ارزښتناکه کتاب د اضافه کولو مبارکي وايم او ډاډه يم چې د دغه کتاب لوستل به د هيواد د ځوان نسل د پاره هم په زړه پوړې او هم د  زده کړې وړ وي.

 

ملکزې صاحب په قلم، سوچ او پوهې مو برکت شه!

په پښتنې مينه،

د کليفورنيا د ايالت د هيوارد ښار

د ۲۰۲۰ م کال د اگست د مياشتې ۸ مه نيټه