ټوکه

طنزونه او ټوکې
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع. شريف زاد

يوه سړي يو رستوران درلود او په دې رستوران کې يي ډول ډول خواړه پخول او پر ميلمنو ېې خرڅول. د ننه په رستوران کې يي ليکلي وه هر څومره خواړه چې وخوري پيسې يي ستاسي لمسيان، کړوسيان او کوديان ورکوي
په دې وخت کې يو ميلمه راغي نا څا په يي سترګې پر هغه ليکنه باندې و نښتې، د رستوران څښتن ځخه يي پوښتنه وکړه:" دا رښتيا ده چې پيسې يي زما لمسيان ، کړو سيان، او کوديان ورکوي؟"
رستوران والا ځواب ورکړ. "هو!"

مېلمه په ډاډه زړه په خوړلو پيل وکړ او څومره يي چې له واکه پوره هغومره ډوډۍ يي وخوړه. نو کله چې د رستوران څخه ووت پيسې يي دخل چې( را جستروالا)ته ورنه کړې او هغه ته يي وويل چې د خداى په ا مان.
هغه ورته وويل " پيسې راکړه! "
سړى وويل: پر هغه تخته دې څه ليکلي دي؟
رستوران والا ورته وويل:" هغه رښتيا ده ، هغه چې ستا نيکه ګانو او لوړ نيکه ګانو خوړلي دي ته يي لمسي ، کړوسى او يا کودى يي. نو د هغو پيسې راکړه !"
په در ناوي