د فونیم نظریاتي مثلث

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د ښاغلی استاد تمهيد سيلان سيلانی څيړنه او زما شننه
د فونیم پۀ اړه مو د خپلو اسلافو کرامو پۀ اثارو کې یوازې همدومره لوستي چې فونیم یو بې معنا غږ دی او پۀ معانیزو کلمو کې معانیز بدلون رامنځته کوي، تر دې ها خوا مې د فونیم پۀ نظریاتي مثلث کوم بحث، تحلیل، پرتلنه، سپړنه او تبصره نۀ ده لوستې. د فونیم پۀ اړه درې مشهوره نظریات وړاندې شوي دي، دا نظریات پۀ ژبپوهنه کې تر ډېره منلي او مطرح دي:
لومړی: امریکایی جوړښتیزه/ ساختګرا یا هم American structuralism نظریه ده؛ ددې نظرې پر بنسټ فونیم فیزیکي او غږیز ماهیت لري، هغه پۀ دې معنا چې یو فونیم پۀ بېلابېلو کلمو کې د موقعیت پۀ لحاظ بېلابېل غږونه، ځانګړنې او د تولید جلا پروسه لۀ ځان سره تعیبوي، لکه: /p/ فونیم د توپ، پور او توپیر پۀ کلمو کې ځانګړي متمایزات لري.
دویم: د پراک مکتب پورې تړلې نظریه؛ پۀ دې نظریه کې فونیم د یو ژبنیز واقعیت پۀ توګه پۀ یوه ژبه کې د معانیز بدلون لامل ګرځي، لکه: د ق او ط فونیمونه چې د قالب او طالب کښته پورته شي.
درېیم: ذهنګرا یا Mentalism نظریه ده چې ددې نظریې پر بنیاد فونیم یو ذهني واقعیت ګڼل کیږي، چې د هر ویونکي پۀ ذهن کې ځای پر ځای شوی او ویونکی د خبرو کولو پر مهال هڅه کوي هغه تلفظ کړي او فونیم پۀ هر ځل ویلو یو ځانګړی غږیز واقعیت پیدا کوي. ( هایمن، ۱۱۹، ۱۱۲، ۱۰۲. ۱۳۶۸). ( علی نژاد، ۹.۱۳۹۵)
د بحث اصلي تمرکز پۀ دې دی کۀ چېرې دا نظریات لومړی ښۀ تحلیل شي، وروسته همدا نظریات پۀ پښتو ژبه کې تطبیق شي او پۀ پای کې یادو نظریاتو ته انتقادي کتنه او وړاندیزونه وشي نو زموږ ژبه کې به یوه لۀ لاسته راوړنو ډکه هڅه وي.
نظریات، انتقادات او وړاندیز مو پۀ لېمو
درنښت! سیلانی
 
د ښاغلی استاد د ليکنی په اړه زما (ماڼو) شننه او څيړنه:
محترم استاد تمهید سېلان سېلاني صاحب سلام !
دستاسی د(فونیم - پونیم پینیم - پینم … )دنامه دپېژندنې هر اړخیزه ، شننه ، شاربل ، توضیح اوتشریح د هریو لوستونکي لپاره زړه پورې اودپو هیدا وړ ده . تاسی نوموړی نوم په ډیر ښایسته او ژور شکل تشریح کړی دی اوبرسیره پر دی د ژب پوهانو په نظریاتو مو د ( فونیم- پینیم ….)معنی او مفهوم لا برجسته کړی دی !
غواړم دستاسې ښاغلو ژب پوهانو سره په خپله د( فونیم ) دنني مروج نوم دریښې اومصدر په اړوند لږه رڼا واچوم او هیله ده چی ښاغلي ژب پوهان په خپل علمي ژبني ادب سره ،زما نظر لا بډای کاندي !
فونیم / پونیم :
دا نوم او ټول نور ډیر اشکال یې ، زمونږ دهیواد په لرغونې آریایي ژبه ( پشایې، پشه یي ، پا اچا ایي / دیګانو/ دیګاني ) ژبه کښی یو ژوندی فعل او نوم دی چی ، د لویدیزو ژبپوهانو دنظریاتو او پلټنو سره په تطابق کښی چی ( آریک ) ژبه د هند و ارو پایي ژبو مور او نیا ګڼي اوهغه د۱۴۰۰ ق،م په شا وخوا کښی مړه شمېري! .
زه دهغوی دنظر په وړاندی ادعا لرم چی ، آریک ژوندۍ اوهغه ننۍ زمونږ په هیواد کښی مروجه ملي ژبه ( پشه یې/ پشایې / دیګانو) ده !
نوموړې ژبه چی، زه یې ( آریک) دهندو اروپایې ژبو مور او نیا ګڼم ورکښی د (فونیم) کلیمه په لاندی ډول سره، توضیح اوتشریح کوم:
د(فونیم ، پینیم) نوم یا فعل دپشایې/ دیګانو ژبې د پېنیک/ فونیک = پیژندل= شناختن ؛ دمصدر دګردان په پایله کښی په ډیر لنډ ډول سره تاسی پوهانو ته کټ مټ پیدا او وښییم :
آ=زه: پېنیم / فینیم =پیژنم = میشناسم …
توو= ته ، شما = پېني /فېني = پېژنې= میشناسی……
که زه نوموړی مصدر تر پایه شخصي ضمایرو کښی ګردان کړم تل به د( پېن/ فین ) ریښه د ځان سره ولري !
لکه:
زه، ته، هغه،مونږ، تاسو/تاسې،هغوی.
پېنیم،/ فینېم، پېني ، پېنګا/ پينا ، پېنیس،پېنیدا، پېنین!
امري افعال یې= پېن ، پېندا.
یادونه:
په اصطلاح د لاتین د ( فونیتیک / پونېتیک )ریښه د
تل لپاره د ګردان په صورت کښی به د( پين / فین ) اساسي حروف به د ځان سره ولري !
د دوستانو د سوالونو په وړاندی به د پوره درناوي سره خپل نور اړین نظریات وړاندی کړم.
په درنښت.
ماڼو