عرفی

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

سید عبید الله نادر

 

دیو جانس کلبی د یونان یو فیلسوف

آن دل که پریشان شود از ناله ای بلبل

در دامنش آویز ، که با وی خبری هست

د علم او حکمت په زده کولو سره ډیرو د علم او معرفت خاوندانو،په خپل ضمیر او باطن کې بدلون راوستی ،که انسان د علم څراغ په خپل ضمیر او باطن کې روښانه وساتي نو د حقایقو د کشف و خواته مخه کوی ،او په ډیرو رموزاتو پوهیږي .

د یونان د مشهورو فیلسفوفانواو د حکمت د خاوندانو څځه چی د تاریخ په اوږدوکی ډیرو د معرفت خاوندانو د د ده د پند او حکمت نه ډکو خبرو او کنایو څخه ډیر څه زده کړي ، او د ده کنایو ډیرو قدرتمندانو ته د خودۍ ټکان ورکړی . او د علم او معرفت خاوندانو تری د عالی همت درس اخیستی ، ده په خپل طنزونو او کنایو د ژور فکر خاوندان په حیرت کې پریښي .او دا د حال خاوند (دیوجانس کلبی ) دی . دیو جانس کلبی د یو خم یا مټ په مینځ کی ژوند کاوه ،چي د دنیا یي وسیلو څخه یوه جوړه پاک او ښه کالي درلودل چی هغه یي هم مریدانو د تبلیغ په سلسلسه کې په حلاله ټوګه ورته بخښلی وو . د مټ په مینځ کې ورسره یوه کاسه وه چی د اوبو څښلو د پاره وه . چی په هغي کې یی اوبه څښلی ، یوه ورځ یی یو ماشوم ولید چي په خپلو لپو یی اوبه څښلی د دي صحني په لیدلو سره (دیو جانس کلبی) کاسه هم لیری وغورځوله ، او د ځانه سره ووییل : چي دا هم په دنیا کې نه په کاریږي ، داسی ښکاري چي دیو جانس کلبی د دنیا د رموزاتو او اشاراتو څخه ډیر ژر د عبرت ټکي راټولول او ژر یي عبرت اخیستی ،تند او شاهینی پرواز یي د خیال درلودی او رموزاتو ته د رسیدلو رسا ذهن ورته خدای تعالی ورکړی وو ډیره مشهوره کیسه ده چی سلطان سکندر په خپل هغومره حشمت جاه او جلال سره چی ګڼ شمیر دولتی چارواکی ورسره ول ، د دیو جانس کلبی د محلی څخه یعني کوم ځای کې چی (دیو جانس کلبی)اوسیده سلطان سکندر تیریده سلطان چی د فتوحاتو په غرور او نفسانی هوی او هوس کې ډوب وو . نو دي ته یی پام شو ، چی دیو جانس کلبی ده ته هیڅ پا ملرنه و نه کړه یعنی هیڅ اعتنا یی ونه کړه ،نو سلطان د دیو جانس کلبی و څنګ ته رانژدي شو.او ورته یی ووییل : چي زه دي وپیژندم .نو دیو جانس کلبی ورته ووییل چی هو ما وپیژندی .نو سلطان سکندر ورته ووییل : نو ولی دي ما ته احترام و نه کړ دیو جنس کلبی ورته ځواب ورکړ . چي ته زما د بنده ګانو بنده یی طمع ،غرور او هوی او هوس دا زما بنده ګان دي ، او ته د هغوی بنده ګی کوی .په داسی حال کې چی ته زما د بنده ګانو بنده یی نو څنګه ما سره برابری کولای شې ، سلطان په عالم د معنویاتو کي سخت د خپل ماتي او شکست احساس وکړ ،د دي خبری د خوریدو سره په زرهاوو کلنو ډ پادشاهانو په دربارونو کې د عبرت د پاره دا کیسه پاتي شوه .دا نه یواځي د سلطان د پاره د عبرت درس وو ،خو د هغی نه وروسته ډیرو مغرورو تاجدرانو او سلطانانو ته د عبرت درس وګرځید ،د ده دکنایو څخه یوه دا ده چي په رڼا ورځ څراغ په لاس په ویرانو کې ګرځیدی او د لټون سترګي یی غړولی لارویانو تری وپوښتل چی په دي رڼا ورځ څراغ په لاس څه لتوې .دیو جانس کلبی ووییل :چی یو ریښتینۍ انسان لټوم .چی ظاهر او باطن یی یو وي نه لکه ځیني انسانانو په شان چی صورت یی د انسان وي او باطن یی د دیو وي ، نو لارویانو ورته ووییل داسی کس نه پیدا کیږي مونږ ډیر لټولی دي ، نو دیو جانس کلبی وویل: چی زه هم هغه لټوم چی نه پیدا کیږي آ چی نه پیدا کیږي زه د هغي پسي ګرځم .د دي خبری اثر د هغی زماني نه ډیرو پیړیو را پدي خوا تر ننه پوری پاتي دی .ان چی تر مولانا جلالدین بلخی پوری رسیدلی نو مولانا د دیو جانس کلبی دي قیصی ته داسی اشاره کوی او داسی وایی

دي شیخ با چراغ همی ګشت ګرد شهر

کز دیو دد مـلولـم وانســانم آرزوســــت

زین همرهان سست عناصر دلم ګرفت

شیر خدا و رستــم داســـتانم آرزوســت

ګفتم که یافت می نشود ، جســـته ایم ما

ګفت آنکه یافت می نشود ،آنم آرزوست