د ګران هیواد په معاصره دوره کې د خط او میناتور نامتو څیرې او د میناتور بازار او وضعیت

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دودیال

(شپږمه برخه) 

افغانسان د خپل لرغوني تاریخ په اوږدو کې؛ نه یواځې دا چې د مدنیت څولورلارې او د تجارتی کارووانسرایونو مرکز و، بلکې زموږ نیکونه د کښت، مالداری، صنعت او متداوله علومو په برخه کې هم بیساري وو.

  زموږ د نیکونو د لاسی صنایعو پر مخ انځورونه، په ګاڼو باندې دغمیو لګول، تذهیب، منبتکاری او نور زیاتره یواځې د صنعت له پلوه کتل شوي، خو هیره دې نه وي چې دهغو هنری اړخ لا زیات د پاملرنې وړ دی. همدا اوس د طلاتپې اثار نړیوالو ته د حیرت وړ دي. د ودانیو پردیوالونو انځورونه، دلرګینو وسایلو پرمخ ګلان او نقشونه، د لوښو سینګار، ګلاباتون، خامک، خټین لوښي او نور ټول د تجسمی هنر بیلګې دي. دا چې زموږ بحث  پرخط اومیناتوری  دی، دغه هنر له نن څخه شپږ پیړۍ مخکې د خواجه میرک د شاګرد، کمال الین بهزاد او د ده د دوران د نورو هنرمندانو او خطاطانوپه زیار د یو ځانګړی سبک تر برید پورې ورسید. دهنر او ادب په ډګر کې دسبک او مکتب برید ته رسیدل او د یوې سیمې یا یو هنرمند او ادیب ځانګړی طرز، دکار مواد او تخلیق د “سبک”  په توګه پیژندل کیدل، خپله یو لوی کمال اوویاړ دی. دغه ډول سبک د اړوند سیمې او هنرمند په نوم یادیږی.

دمیناتور په برخه کې زموږ دهرات میناتوري په پنځلسمه میلادي پیړۍ کې د جلا سبک په توګه وپیژندل شوه، چې وروسته همدغه سبک تر اصفهان ،تبریز، بخارا او هندوستان پورې ورسید اومشهور شو. (د دغې دورې میناتور او خط او ځانګړنې یې په جلا برخه “پنځمه” کې پخوامعرفی شو).

له هغه وروسته هم په هیواد کې خطاطی او میناتوری او د دینی کتابونو، شعری دیوانونو او نورو لیکل په ډیر عالی – هنری ډول  دوام درلود. موږ همدا اوس هم ملی ارشیف، کتابتونو او ګالری کی  د دې ډول آثارو بیلګې ګورو. هغه مهال چې په هیواد کې لومړنی مطبوعات پیل شول او دچاپ ماشینونه وارد شول، کلیشې او سرلیکونه همدغو خطاطانو لیکل او انځورول. له کمپیوتر او نویو چاپی وسایلو مخکی مجلو او اخبارونو، دکابل پوهنتون د نشراتو مدیریت، دکرنی وزارت د تبلیغ ترویج او اموزش ریاست ، دولتی مطبعی، دصکوکو مطبعې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، خصوصی مطبعو  ... لنډه دا چې ټولو هغو ادارو چې مجله یا اخبار درلود (له شمس النهار نیولی ترسراج الاخبار، تر امان افغان بیا اصلاح، انیس  او نورو پورې) د رسمی، دایمی استخدام شویو، حق الزحمه  یی یا قرادادي خطاط او انځورګرانو لرونکی وو،  ډیر نور بیا اماتوران وو.  د حسن خط مسابقې به اعلانیدی او تشویقی جایزی به ورکول کیدی. دغې  لړۍ  د شازمان او امیر شیرعلیخان له وخته نوی بڼه ومونده چې هیواد کې له مانوفاکتور څخه د ماشینی صنعت په لوري ګامونه اوچت شول. د زیارتونو، مقدسه اماکنو،جوماتونو، دولتی او عامه ماڼیو او تکیه خانو له خطاطی او میناتوری پرته، په لوښو، موټرونو، د کار پروسایلو او ډیرو نورو ځایوونو کی هم د  انځورګرۍ غوره بیلګې وې. محمدعظیم خان د اعلیحضرت شیرعلیخان د دورې نامتو خطاط او تذهیبکار و. د هغه یو غوره او حیرانوونکی یادګار یې هغه تفسیر دی چې تقریباً ۵۰۰ مخونو کې په عالی ثلث خط خطاطی شوی دی، اوس هم د کابل موزیم کې شته. میرزا محمد یعقوب خان، چې  په خوشنویسی اومیناتوری کې ډیر نامتو او د امیردوست محمد خان  په دربار کې یې ډیر درناوی کید، دامیر حبیب الله خان تر وخته یې په دغه ډګر کې پوره خدمات ترسره کړي دي . له دې څخه وروسته؛ په تیره بیا د غازی امان الله خان په دوره کې دې هنر ته ډیره پاملرنه وشوه او په مطابعو کی د لینوګرافی اوزنګوګرافی ماشینونه نصب شول. تر دې دورې پورې  دخطاطانو او میناتور او تذهیب د نامتو استادانو نومونه دا دي: مرزا عبدالعلی، محمدنبی خان واصل کابلی، مرزاعبدالوفاخان یوسفزی او میرعماد حسینی چې دهغه وخت رسمی ادارو کې یې هم کار کاو. وروسته له دې څخه  چې په هیواد کی مطابعو کې خوشنویسی طباعتی صنعت ته داخله شوه، دغه هنر نور هم د لوړ ارزښت او خوندیتوب پړاو ته داخل شو. د دې دورې  یوشمیر خطاطان، خوشنویشان او میناتوران دا دی: عبدالرحمن هروی، سیدمحمدعطا کندهاری، محمدیعقوب خان کابلی، میرزامحمدناصرکابلی، شیخ محمدرضاهروی، سیدمحمد داود حسینی، سیدمحمد ایشان حسنی الافغانی، مرزا عبدالغفار او نور. دطباعتی صنعت او رسمی ادارو ترڅنګ دغه هنر بازار او خصوصی برخو کې هم رونق وموند، دبیلګې په توګه: په څلویښتمو کلونو کې دارژنګ موسسسه د دې هنر یوه بیلګه وه، چې هم یې فرمایشونه اخیستل او هم یې شاګردان روزل. ارژنګ لوحه  لیکونکی په میوند واټ کې د وخت یوه مشهوره پته وه. سره له دی چې دا د یو خصوصی نوښتګر دوه لویې هټۍ وې،  خو هنری ارزښت یې تر یوې ګالري کم نه و. پیرزاده دکابل په ده بوری کې هغه میناتور او خطاط و چې په تیږه به یې خطاطی کوله. داعلیحضرت محمد نادرشا او سیدجمال الدین پر قبرونو مرمر ډبرې همده خطاطی کړې وی، چې اوس نشته. لږ وروسته د ستینوفاکس دماشین په راتګ سره په طباعتی چارو کې دا صنعت نور هم وغوړید. همدا اوس هم زموږ ګڼ شمیر میناتور هنرمندان په هنری کار بوخت دی، چې دکار ځینی بیلګی یې دلته راوړو. خو ډیره به نامناسبه وی چې د هیواد دمعاصر دور یو شمیر نامتو دخط او میناتور استادان معرفی  نشی. په دې لړ کې هغه ستر نوم چې مخې ته راځي، هغه د (شاهنشاه هنرخط افغانستان) عزیزالدین وکیلی پوپلزائی نوم دی. ده ته خطاط هفت قلمی هم وایی او ځینی نور ویاړلی القاب هم ورکړل شوي وو، خو ده ځانته د استقلال بچی وایه. ع.و. پوپلزی ځانته په حقه د استقلال بچی ویلی و، ځکه ده د افغانستان د استقلال دبیا ګټلو پرمهال نړۍ ته سترګی پرانیستی دي. عزیزالدین وکیلی پوپلزائی د۱۲۹۷ل. کال د وږي پرشپاړسمه  دکابل د "قلعه دیوان بیگی"  په سیمه کی د هغه وخت یوه مشهوره کورنۍ کې نړۍ ته راغلی  دی. ټول عمر یی په فرهنګی خدمت کی تیر شوی ، چې په ۱۳۶۴ کال کې ورته ( کارمند شایسته فرهنګ) ویاړلی لقب ورکړل شو. د ګڼ شمیر تاریخی آثارو تر څنګ یې دخط او میناتور ښکلی آثار اوس هم شته. ده په نستعلیق، نسخ، ثلث، کوفی، توقیع، شکست، ریحان ډیر نایاب او دلوړ ارزښت لرونکی آثار ولیکل او دخط  او د تذهیب په هنر کی یې  ساری  ندرلود. ارواښاد خطاط هفت قلمی په ۱۳۷۸ کال د نوي کلونو په عمر وفات شوی دی.

ارواښاد سید محمد داؤد الحسینی د اروواښاد سید محمد اسمعیل خطاط زوی زموږ دهیواد دمعاصر دوران له مشهورو خطاطانو څخه دی، چې له خپل مشر ورور، سید محمد ایشان الحسینی سره یی دهیواد یو شمیر ډیرې مهم او تاریخی ډبرلیکونه کاږلي دي، لکه:  ، منارعلم وجهل، طاق ظفرپغمان اونور. ویلای شو چې سید محمد داؤد الحسینی د خطاطی په ظریف هنر کې دومره دقیق و چې اثار یې د معجزی تر بریده رسیدلی و، مثلاً د وریجی په دانه باندې یې بسم الله الرحمن الرحیم په ډیر ښکلی خط لیکلی وه، په یوه انچ مربع کې یې ۳۳۳کلمی خطاطی کړی وو.دفاتحې سوره او سورة اخلاص یې هم په همدومره کوچنی ، خو ډیر دقیق خط لیکلی وه چې ورسره یی د لیکلو نیټه هم وه. نوموړی په کلاسیک ادبیاتوکی وارد شخص او د حضرت بیدل په دیوان پوه  و چې په دې هکله یې څیړنې هم کړي دي.  ضروری ده چې د سید تاج محمد خطاط، سید عطا محمد الحسینی اوهمدا رنګه د خرمی، تميم رها، سـيد محبوب الله هاشـمی، عبدالکريم حليمی، عمر صديقی نومونه هم واخلو. عجیبه دا ده چې د دې ظریف هنر د ډګر نومیالي دفرهنګ په ډیرو نورو برخو کې هم نامتو وو.

غواړم په دې برخه کې  د یو بل نه هیریدونکی خطاط او میناتوریست  محمد سعید مشعل یادونه  وکړم. نوموړی  په۱۲۹۲ ل. کال د غور د تیورې په ولسوالی کې نړۍ ته سترګی پرانیستی ، خو ډیر عمر یې د میناتور د ځانګړي سبک اصلي ټاټوبي(هرات) کې تیر کړي دي، چې اوس  یې هم آثار د دغه ولایت د رسمی غونډو په تالار کې شته. دهرات هنرپالو چارواکو، د ده یو څو آثار د (نگارستان بهزاد ) په ګالری کی خوندی کړي دي. نوموړی د میناتوری ترڅنګ په مجسمه سازی، نقاشی، سنگتراشی او گچبُری کې هم د استادی تر کچې رسیدلی  او لیکوال او شاعر هم و، دغه د میناتور نامتو استاد په  ۱۳۷۶ کال کې له نړۍ سترګې پټې کړي دي.

داچې د یوې هنری- تخلیقی څانګې په توګه په روزنیزه برخه کې ورته کار شوی که نه؟ باید وویل شي چې ورووسته د کابل د صنایعو له مکتب څخه، کابل پوهنتون کی د ښکلوهنرونو د پوهنځی جوړیدو دې پوښتنې ته مناسب ځواب ورکړ. دا هغه مهال و چې افغانستان وکولای شول په اکاډمیک ډول یو شمیر میناتور  اود نورو تجسمی هنرونو خدمتګار استعدادونه وروزي چې یو شمیر یی د علمی لوړی رتبی تر برید رسیدلی لکه استاد اکبر سلام .

اوس موږ له نیکمرغه د ګچبُری او میناتور تر څنګ د مرمر او رخام څخه د عالی کیفیت هنری آثارو د تولید بیلګې لرو چې په دې بحث کې یې باید یادونه وشي.

زموږ هغو درنو هنرمندانو چې یا یې دی برخه کی لوړې زده کړې کړي دی او یا یی هم تدریس کړی او شاګردان یې روزلي دي دا دي:  عبدالکریم رحیمی میناتوریست، سیدفاروق فریاد، مرتضی پردیس، روح الله نقشبندی، عیسا اسلمی، زمری شیرزاد، کامران حنیفی، فتانه  بکتاش عارفی او حنیف شبګرد انځورګران، شفیع عظیمی (دموزیک او انځورګری ځلنده استعداد)، حسن پاوند، فرید سلطانی او عظیم نوری خطاطان، خالد نالان، باقی جهانګیر پژتوږونکی او عبدالواسع رهرو عمرزاد، عبدالحی فرهمند، مهتاب الدین او صدیق ژکفر  نومونه د یادونې وړ دي.

متاسفانه دکوګډو کورنیو جګړوپه کلونو کې دا ډول ډیر آثار وسوځیدل، لوټ، ویجاړ یا ورک شول. د هرات په لوی چوک کې د تیږو توږل شوي زمریان د اویایمی لسیزې په بهیر کی مات شول، په ششدرک کې د افغانستان د هنرمندانو داتحادیې ترمخې د خ.ن. دهیکل تراشی بیلګه چې په سیمه کې یې ساری نه و، په ۱۳۷۱ کال کې ړنکه او وسپنې یې قاچاق شوې. ډیرې تاریخی ودانۍ، لرګین صندوقونه، قدیمی کتابونه، رواقونه، څلي، دروازې او نور آثار هم له لاسه ووتل.

لکه هغسې چې په اروپا او امریکې کې زموږ یوشمیر دتیاتر،موسیقی او سینماتوګرافی هنرمندان شته او هنری ایجادیات لري، دغسې هم په زړه پورې او ښه زیری دا دی چې زموږ دڅو تنو دعالی استعداد لر ونکو هنرمندانو د میناتور او خط هنر هم په بهر کی په ډیر عالی کیفیت او هنری اصالت سره پاتی دی. دبیلګې په توګه؛ په ایران کی د دغو کسانو نومونه د یادونی وړ دي: میرمن مهناز فرهید، میرمن زینب شجاعی، محمدمهدی میرزایی، شکیلا عالمی او ګل احمد نوری. دغه وروستی ذوات اوبیبیانې همدا اوس هم په تهران کې خپل دعالی کیفیت لرونکې هنری آثار بازار ته عرضه کوي او په نندارتونو کې یې نندارې ته ږدي.

کله چې ما دتهران (موزه هنر تهران)کې د میناتور داثارو نندارتون کوت، یو یې هم د دوی د آثارو کیفیت او ظرافت ته نه رسید. له نیکه مرغه دوی په دې ډګر کې هلته پوره بوخت دي اوزموږ افغانان هم زیاتره ورته مراجعه کوي. 

خواشنیوونکی  دا ده چې د هیواد دننه خط او خطاطی او میناتنور د څو کاله مخکی په شان بازار نلری او د دې ډګر هنرمندان مایوس ښکاری.  څو ورځې مخکی په ده بوری کې (ده بوری ډیکورشن) ته ورغلم. زموږ دغه ورور څو کاله مخکې په خپل نوښت او پانګه یوه هټۍ پرانیستی وه، لومړیو وختونوکی یې بازار ښه و ، خو له  اوو- اتو کلونو را دېخوا مشتری نلری. حال دا چې په نورو هیوادو، مثلاً همدا زموږ ګاونډیو هیوادو کې دغه ډول هنرمندان د خپلو هنري آثارو له برکته د ډیر ښه ژوند خاوندان دي. ورورسته تر ۱۳۸۲-۸۳ دمیناتور مشتریان زیات و، خصوصاً د نوی ښار د پارک په شمال او جنوب اړخونو کی به ډیر دمیناتوری او خطاطی آثار پلورل کیدل. سره له دی چې دغو پلورونکو یواځې  د پلی لارې تر غاړی خپله متاع پلورلو ته ایښوده، خو بیا هم مشتری موجود و  او داسې ښکاریده چې لا هم ځینو هیوادوالو سره د هنری آثارو د خوښولو ذوق و، خو له بده مرغه په دې وروستیو کی یی بازار دیر سوړ دی. اوږدې جګړې نه یواځې دخلکو ذوق شډل کړ، بلکې د هنر ارزښت هیر او هنرمند مایوس شو.

له نیکه مرغه په دې وروستیو کې په ایران کې د افغانستان لوی سفیر پریکړه کړې ده چې د سفارت د ودانۍ دننه یوه برخه چې کافی ګنجایش لري، د افغانستان کتابتون اونورو آثارو اودافغانستان د فرهنګ دپیژندنی لپاره وقف کړي. دغه کار په سلوکې ۹۸بشپړ دی، ښاغلی سفیر په دې تمه دی چې ډیر ژر دغه فرهنګی خونه رسماً پرانیزی. دا به یو هغه نوښت او لوی خدمت وي چې په ګاونډي هیواد کې دافغانستان دفرهنګ، له هغې جملې د خط او میناتور د معرفی په برخه کې اوچتیږي.  

په ایران کې د افغانی میناتوریستانو او خطاطانو د کار بیلګې:

 

د میناتور استاد او خطاط میرزایی؛  د یوې هنری تابلو د لیکلو پر مهال

 

زموږ هنرمند دنړۍ په هرګوټ کې چې وی، خپل هیواد نه هیروی اود وطن د بیا ابادي ارمان زړه کې ساتي.

 

هغه انځورونه چې مهاجرو خویندو؛ مهناز فرهید او زینب شجاعی دمهاجرت په ورځو کی انځور کړی دی/داستقلال اتل

 

 د مهاجرو هنرمندانو ګوتې د خپل هیواد په یاد ستړې- ستومانه دي /ولسمشر

 

 

 

 

په ایران کې د ښاغلی لیوال دنوې شعري ټولګې پوښ چې په تهران کې میشتو خطاطانو خطاطی کړی دی.

په کابل پوهنتون کې د څو میاشتومخکې هغه چاودنه، چې په هغی ورځ یوه پلار خپلی محصلې لورته شیبه په شیبه په تیلفون کې همدا خبره تکراروله، خو لور یې بیا هیڅکله ځواب ورنکړ. دیوه دردیدلی پلار دخولې دغه خبره ټولیزې میډیا په زرګونو ځله تکرار کړه. په ایران کی افغان خطاط هم د خپل دراک اوحساس احسا س له مخې دغه توری په خپلو ګوتو څومره ښایسته انځور کړی دی. همدا دي دیو هنرمند عواطف!

دا یواځې خطاط او د میناتور هنرنه؛ بلکې نورهنرونه لکه سینماتوګرافی، موسیقي، حکاکي، تیاتر او نور هم مسافر شوي دي، خدای دې راپه کور کړي. له جګړې مخکې هنرمند پر ځان ویسا او متکي، د غروراو هنری شخصیت خاوند، هنری آثار د لوړ دریځ لرونکي، خلک مو هنردوست، ولس مو هنرپال اودهنرمند قدردان وو. جګړو لکه د نورو ډګرونو په شان د هنر ډګر هم دایرو په ډیرۍ بدل کړ. هیله ده یو ځل بیا هیواد کې دهنر او هنرمند قدر وکړو، هنری ‌‌ذوقونه وروزو، ښکلا پیژندنه ژوندۍ، عواطف تلطیف، مینه او ترحم پیدا او د کرکې، جګړې او نفرت اورونه مړه شي. تر ټولو مهم دا چې نور مو نړیوال دهنری ایجادیاتو، تاریخی ویاړونو اود مدنیت له تاریخ څخه د (افغانستان) نوم حذف نه کړي، خو دا ډیره مهمه ده چې موږ خپله دا وړتیا او استعداد ولرو چې خپله مادی او معنوی شتمنی او فرهنګی استعدادونه اثبات او په خلکو یې ومنو.

دغه لړۍ دوام لري..