د لیري لید خاوند

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

سید عبیدالله نادر

وایي چې ډیر یو غشتلی ځلمی ځوان په یو مست او ټکړه آس سپور وو ، او بیدیا ته یی مخه کړه داسي یو ځای ټه په خپل سفر ورسیده ، چې د بیدیا څخه په وتو کې وو نو د لیري څخه یوه ونه ورته ښکاره شوه ،چې د وني لاندي راورسید ګوري چې یو شل د وني لاندي ناست دی ، شل ډیر په عذر او زاري خواست ترې وکړو چې ورسره مرسته وکړي چې معذور دی ،ځوان د خپل د آس څخه را کوز شو .او دا چې ډیر غښتلی وو ، شل یی په دواړه لاسو جګ کړ

او د آس پاسه یی کښیناوه ،شل د وخت څخه په استفادی سره آس ته ممیز ورکړ او لیري یی خپلي خپي وغزولي ،چې یعني ځان یی په ټګۍ وهلی وو ،ځوان پرې ورږغ کړه چې یوه خبره زما نه واږوره ،او هغه دا ده چې دا قیصه په خپل ټول عمر کې چاته ونه کړې ،او دا زما نصیحت دی تاته ،دا ځکه چې ځوان په خپل بیداره روح او دماغ ، او طبیعی استعداد سره چې خدای تعالی ورکړی وو ، د دي قیصي په منفي اغیز په انسانانو باندی پوهیده ،ځکه که دی ، دا قیصه خلکو ته وکړي ،نو د سخاوت او مردانګۍ تخم به ،په دوی کې محو او خلک به دي ته راوبولي چې د مردانګۍ ، سخاوت ، او فدا کارۍ تخم به د ټول عالم بشریت څخه ورک کړي .او خلک به جرأت و نه کړي چې چا سره مرسته وکړي

 

 

 

سید عبیدالله نادر

د خپلو اعمالو په اور کې

 

یوه انتباهي پارچه د فیسبوک د یارانو څخه اخیستل شوي او د فارسی څخه پښتو ادب ته ژباړه او د پشتو ادب په اوړو کې اغږلی شوي .

هر څوک د خپل عمل په اور کې سوځیده ،

وایي چې یو درویش خپل خدمتګار ټه وویل : چې ورشه د دوزخ نه یوه سره سکروټه راوړه چې دا چلم پرې تازه کړم .

خدمتګار وویل: سمه ده او اطاعت یې وکړ . ولاړ او څو شیبي وروسته بیرته راغی . او وي ویل: اور می په دوزخ کې پیدا نه کړ،خو چې د زړه په سترګو می نظر واچوو ، نو ومی لیده چې هر څوک د خپلو اعمالو په اور کې سوځیده

آنقدر ګرم است ،بازار مکــــــــــافات عمل

دیده ګر بینا بود هر روز روز محشر است

 

 

 

د عاجزۍ درس

سید عبیدالله نادر

ځیني قیصي که په هر منظور جوړي شوي وي خو انتباهی ، تعلیمي ، تربیوی ، او اخلاقي مخه لري ، خو په دي لنډه کیسه کې ، د انتباهي ، تعلیمی ، او تربیوی تر څنګ په آخره کې د هر دور فرعونانو د پاره یو پیغام لري ،د فیسبوک د یارانو څخه په اخیستنې سره ، ژباړن

وایي فرعون د مصر پادشاه چې د خدایي دعوه یې کوله ، یوه ورځ یو کس د ده حضور ته راغی ،او د انګورو یوه خوشه یې ورته ورکړه ،او وي ویل : چې که ته خدای یې نو دا د انګورو خوشه په طلا بدله کړه ؟

فرعون اندیښمند شو ، او یوه ورځ مهلت یې ځیني وغوښت ، د شپی ځان سره په خلوت کې فرعون په دي سوچ کې وو ،چې څه چاره وکړي ، او ډیر عاجز پاتي وو ، چې ناببره د ده د خوب د کوټي ور وټکید ،فرعون غږ وکړ چې څوک یې ؟ یو ځل یې ولیده چې شیطان داخل شو ،شیطان په یو پسخند آمیزه لحجه ورته وویل : ته څنګه خدای یې چې نه پوهیږې چې د وره تر شا څوک دی ؟

وروسته د خبرو اترو څخه فرعون ورته خپل مشکل وویلی ،او شیطان د انګورو خوشه واخیسته ،او څه یې پرې وویل او په طلا یې بدله کړه ، وروسته فرعون ته په خطاب کې شیطان ووییل : چې ما په دې دومره توانایي او لیاقت سره د خدای تعالی د بندګۍ لیاقت نه درلود ،او ته په دې حقارت سره د خدایي دعوی کوې ،شیطان وروسته د دې خبرو څخه په ډیره بیړه د فرعون د کوټي څخه ووت .

فرعون پرې ور ږغ وکړ ،چې نو ولي دې انسان ته سجده ونه کړه ؟ تر څو د خدای له درګاه څخه و نه شړل شې ،شیطان ځواب ورکړ ، ولي چې زه پو هیدم چې د دوي په نسل کې به لکه تا غوندی کس پیدا کیږي ،