د ولسمشر غني فعاله ډيپلوماسي او بهرنی سیاست

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
په ملي یووالي حکومت کې د افغانستان بهرنی سیاست د افغانستان په اساسي قانون کې د شرحه شوو اصولو پر بنسټ جوړ شو. حکومت په بهرني سیاست کې پنځه کاري کړۍ رامنځته کړې او له هېوادونو سره د همکارۍ چوکاټ یې منظم کړ، تر څو په عملي ډول د بهرني سیاست خپلواکي پیاوړې کړي
.
د بهرني سیاست د پنځو کړیو جوړول: د جمهوررئیس غني بهرنی سیاست په پنځو کړیو کې تنظیم کړی. لومړۍ کړۍ، شپږ ګاوندي هېوادونه؛ دویمه کړۍ، اسلامي نړۍ؛ درېیمه کړۍ، شمالي امریکا، اروپا، جاپان، استرالیا او د ناټو او آیساف غړي هېوادونه؛ څلورمه کړۍ، آسیا او پنځمه کړۍ نړیوال پرمختیایي سازمانونه، د ملګرو ملتونو سازمان، څو ملیتي شرکتونه، نړیواله مدني ټولنه او نور غیر حکومتي سازمانونه دي. د دغو کړیو جوړول د دې لامل شوي چې د ديپلوماسۍ دستګاه خپل کارونه د دغو کړیو له مخې جوړ او وڅاري، منسجم کار وکړي او لومړیتوبونو ته په کتو سره په پنځو واړو کړیو کې اړیکې پراخې شي.
د بهرني سیاست خپلواکي: حکومت په بهرني سیاست کې د خپلواکۍ پر اصل ځانګړی ټینګار کړی. له همدې امله یې د خپل کار پر لومړۍ ورځ له نړیوالو قدرتونو سره د دوه‌اړخیزو همکاریو څرنګوالي ته عملي بڼه ورکړه او له ستراتیژیکو شریکانو سره یې امنیتي هوکړه‌لیکونه لاس‌لیک کړل. حکومت په همدې برخه کې او همدارنګه پر بهرنیو مرستو د تکیې راکمولو په موخه د ملي عوایدو ډېرولو ته بې‌مخینې پاملرنه وکړه چې پایله یې په کلنۍ ملي بودیجه کې د ملي عوایدو د ونډې ډېروالی و.[1] له بل پلوه افغانستان په نړیوالو پېښو لکه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان[2] (OIC) د مشرانو په فوق العاده ناسته کې د فلسطین او همدارنګه په چابهار بندر کې د ایران پر وړاندې د اقتصادي بندیزونو د معافیت په برخه کې رول ولوباوه[3] او د افغانانو پر وړاندې یې د سي.آی.اې ځواکونو د ناوړه چلند د راپور په اړه دريځ[4] ونیوه. د افغانستان په بهرني سیاست کې د عمل خپلواکي د دې لامل شوه چې د افغانستان پلاوی په نړیوالو ناستو کې د یوه خپلواک هېواد د مقام په توګه ګډون وکړي.
د سیمې او نړۍ په کچه د اړیکو او همکاریو پراختیا: د ۳۰۴ نړیوالو سندونو لاسلیکول چې ۸۲ یې په «رسمي جریده» کې هم خپاره شوي، له لرې او نږدې هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د افغانستان د هڅو ښکارندويي کوي. همدارنګه د دوه‌اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو او له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د ښو اړیکو د پراختیا له امله حکومت د سیاست، امنیت، اقتصاد، ټولنې او قانون د حاکمیت په برخه کې پیاوړی شوی دی.
له بل لوري جمهور رئیس په دغه موده کې په نړیوال نظام کې د یوه خپلواک هېواد په توګه د افغانستان د مقام تثبیتولو لپاره 71 بهرني سفرونه کړي.
 

[1]  دلته دې مراجعه وشي: دویمه برخه، اقتصادي انکشاف
 
[2]  د 1396 د لېندۍ 22 مه، استانبول، ترکیه
 
[3]  د 1397 د لړم 15مه
 
[4]  د سي.آی.اې له لوري د بندیانو د ربړونو په اړه د جمهور رئیس غني مطبوعاتي کنفرانس، د 1393 کال د لېندۍ 19مه