د جنګ پر مدیریت او سوله د ولسمشر غني تمرکز

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
ولسمشر غني چې واک ته ورسېد، نو ورسره جوخت یې دا تصمیم ونویه چې د افغانستان د بحران او پر هیواد د تپل شوي جنګ د پایته رسولو او د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره باید معقولې لارې ولټوي، په همدې موخه یې د جنګ د مدیریت ترڅنګ د سولې موضوع هم مطرح کړه.
د دې لپاره یې معقوله لار نقشه برابره کړه، چې د سیمې او د نړۍ هیوادونو یې تود هرکلی وکړ او  د ولسمشر غني لارنقشې د نړیوالو ملاتړ ترلاسه کړ او د افغانستان د جنګ په اړه د دوی فکر او تصور بدل کړ، ځکه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتیژي کې موږ ولیدل چې د افغانستان په ثبات ، سوله او انکشاف هم تاکید شوی و او کرار کرار د سولې موضوع په نړیوال بحث بدله شوه او دا مهال دا موضوع ټولو ته د لمر په څېر روښانه ده.
د بروکسل په ناسته کې د ملي یووالي د حکومت له لوري «د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ (1395 ـ 1400) وړاندې شو. د دغه سند بنسټ د خلکو د هوساینې وده او د متحرک او ټول‌شموله اقتصاد د بنسټ اېښودو له لارې د هېواد ځان بساینه ده. دغه سند د افغانستان ملي او لومړیتوب لرونکي پروګرامونه له نړیوالې ټولنې سره شریک کړل چې هرکلی او ملاتړ یې وشو.
د سولې لار نقشه: د کابل پروسې په دویمه غونډه[1] کې د حکومت د سولې وړاندیز او د افغانانو په مالکیت د خبرو اترو چوکاټ وړاندې شو. په هېواد کې د سولې راوستو لپاره د ملي یووالي د حکومت کلکه اراده د «سولې لار نقشې»[2] د جوړېدو لامل شوه چې د سولې پر پایداروالي د حکومت د ټينګار ښکارندويي کوي. د سولې لار نقشه په جنیوا غونډه کې د جمهوررئیس غني له لوري نړیوالې ټولنې ته وړاندې شوه.[3] د دغې ناستې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې له شته فرصت او په ځانګړي ډول له وړاندې‌شرط پرته د خبرو اترو جوړولو لپاره د دولت له وړاندیزه ګټه واخلي. همدارنګه د سولې د مشورتي بورډ د جوړېدو هرکلی وشو.
د جنیوا د دوه‌اړخیز ځواب‌ویلو چوکاټ: د افغانستان په اړه د جنیوا[4] په ناسته کې «د جنیوا د دوه‌اړخیز ځواب‌ویلو چوکاټ»[5] له اصلاحي او اندازې وړ موخو سره د 2019 – 2020 کلونو لپاره د حکومت او نړیوالې ټولنې ژمنې تصویب شوې. د جنیوا د دوه‌اړخیز ځواب‌ویلو چوکاټ د افغانستان د سولې او پراختیا له ملي چوکاټ سره په مطابقت کې اقدامات تنظیموي. د ناستې ګډون‌والو د لومړیتوب‌لرونکو ملي پروګرامونو پر تطبیق د لا ډېر ټینګار د اړتیا او ټولو خلکو، په ځانګړي ډول بېوزلو ته یې له ګټې رسېدو څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره نظر ورکړ.
په دې کې شک نشته چې د سولې لاره له ستونزو سره مله ده، اغزنه او له خنډونو ډکه ده. لوړې او ژورې به ولري، مګر دا هر څه به په لوړو ارادو او عالي تدبیر هوارېږي.