ویښونکي شعارونه

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

سید عبید الله نادر

د انجونو اوښځو مبارزو ټه د هڅونې او ویاړ په خاطر

زه هغه دی وینم، چې پرله پسي درنو مبارزو ته مو خپلي اوږې ورکړي دي ،زه هاغه دی ستاسو مقاومت په خپلو مبارزو کې وینم، او ستاسو عالي همت ستایم ، 

زه ستاسي هلې ځلې د دي کوردلانو په وړاندی وینم، چې د تعلیم ، کار او دبیان د آزادۍ حق اخیستلو له پاره مبارزه کوئ  

زه ستاسو غږ د کوڅو ، سړکونو، بازارونو،نه د زړه په غوږو اورم،ستاسو هغه ویښونکي غږونه چې ټوله دنیا يې په عظمت او لوړوالي سره اوري ،او نړۍ وال ټول بشر دوستان مو هر کلی کوي ، زه هغه غږونه د زړه په غوږو اورم ،او په خپلو سترګو وینم چې ځیني کوردلان او دتیاره زړونو خاوندانو خپل غوږونه کاڼه اچولی، او ستاسو دا فریادونه نه اوري،

ستاسو هر غږ هره تعره رسا ده ،او دښمن ته زړه چاودونکی ځواب دی،ستاسو هر غږ او نعره مونږ د ښوونځیو پرانیستلواو د مکتبونو د زنګونو د غږ اوریدو ته نژدې کوی ، 

چې هغه زمونږ او ستاسي ګډ هدف اوآرمان دی،

ستاسي د بیدارۍ ورکولو احساس او ستاسي مبارزې ته دي ، زمونږ سلام او درناوی وي ستاسو شهامت د درناوی وړ دی، ستاسي مبارزې به په دي اغزنو لارو کې ګلونه وشیندي ستاسي مبارزې او هلې ځلې امید بخښونکي دي ستاسي هڅې په دي لار کې ډیر درد من او قدرمن خلک ستايي،  

زه خو د زړه په سترګو راتلونکی ستاسو په لاس روښانه وینم ، ستاسی دا مبارزې به هیڅ کله هیرې نه شي ،او د دنیا نورو ښځینه وو او انجونو ته به د لارې مشعل و ګرځي،