مینه یا عشق د نیچه له انده

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز
نیچه د تفکر په ډګر کې یوه مطرح څېره ده . د نیچه د اندونو ځانګړتیا د مسایلو ،  په تیره بیا د عشق په اړوند د هغه په نوي او ژور لبد کې دی.
نیچه د مينې یا عشق د کلمې په اړوند د ښځې او نرینه د پوهې او درک ترمنځ توپير داسې ویني: « د مینې کلمه په حقیقت کې د نارینه او ښځې دپاره » دوه بيلابېلې ماناوې لري ، دا د دوو مخالفو جنسونو ترمنځ د مينې له شرطونو یو شرط دی چې یو لوری د عشق» په اړوند  خپل احساس او تصور د بل لوري له احساس او تصور سره یو شان و نه بولي . «     
د نیچه له نظره دغه توپیر او دوه والی ، د ښځې توب او نارینه توب د تصورونو پر بنسټ رامنځ ته شوی ، یانې دواړه مخالف جنسونه  (نرینه او ښځه ) د هغه بېلتون پر بنسټ چې د ښځې توب او نرتوب پربنسټ يې لري ، د عشق د کلمې په اړوند ددوی درک او پوهاوی هم  توپیر لري. نوموړی ددې بحث په دوام لیکي : « کوم څه چې ښځه د مينې په اړوند پوهيږي  تر یوه بریده څرګند او روښانه دی : د هغې له نظره مینه یوازې اخلاص او سرښندنه نه ده ، بلکې په بشپړه توګه او له هر اړخه له هر ډول قید او شرط او یادونې پرته د اروا او بدن بښل او سوغاتول دي، ښځّه د شرایطو او  ځانګړو یادونو په اډانه کې د ځان له سپارلو ډارېږي » په دغه قضاوت کې نیچه د ښځې له نظره مینه د بې قید او شرطه او پې له کومې یادونې د بدن او اروا د بشپړ سپارلو په مانا بولي . د نیچه له نظره د بې قید او شرطه دغه بښنه یو ډول ځان ټېریدنه ده ، چې یوازې د ښځې ځانګړنه ده ، نه د نرینه .نیچه د نرینه په اړوند ددې خلاف نظر لري : « که چيرې نرینه پر یوې ښځې مین شي نو هغه له ښځې هم د ورته میني هيله لري ، خو نه غواړي هغه احساس چې ښځه يې لري ولري ، که داسې نرینه پیدا شي چې د هماغه بشپړې بښڼې او سوغات بشپړ  احساس ولري نو  داسې نرینه  نور نرینه نه دي ، هغه نرینه چې د ښځې په شان مینه کوي په بشپړه توګه په ښځې بدلېږي .  
نیچه د ښځې او نرینه ترمنځ  دغه توپیر یو طبیعې خبره او د بحث وړ يې بولي او د مینې څخه د دواړه مخالفو جنسونو د پوهې توپیر د ښځې په  « قربانۍ»  او  له دغه قربانې څخه د نرینه کمال ته رسیدو کې بولي : « ښځه ځان قربانوي او نرینه له دغه قربانې لوړتیا او کمال ته رسیږي .»  ددغه فیلسوف د اند پر بنسټ مینه د ښځې له نظره بې له قید او شرطه پښل او قرباني ده چې نرینه د هغې په تر لاسه کولو سره لوړ دريځ او کمال ته رسېږي او د خپل سړیتوب یا شخصیت فردي اړخونه بشپړ او تکامل ورکوي .