ایران کې د افغان کډوالو پرضد یوه «مرموز حرکت» پېلېدو خبرداری

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د دغه هيواد په فراشبند او فیروز آباد کې یوې غونډې ته ویلي دي چې د «دښمن جاسوسي دستګاوې» فعالې شوې چې د ایراني ټولنې او افغان کډوالو ترمنځ لېرې والی رامنځته کړي.

د ایراني رسنیو د رپوټ له مخې ښاغلي احمدي زیاته کړې: «یو مرموز حرکت په دې وروستیو کې پيل شوی چې غواړي افغان کډوالو او ایراني ټولنې ترمنځ کرکه او کړکیچ رامنځته کړي.»

دغه جګپوړي ایراني چارواکي نه ده په ډاګه کړې چې دا څه ډول یو «مرموز حرکت» دی او هلته میشت افغانان پکې له کوم ډول چلند سره مخ کیږي یا مخ شوي؟

په ایران کې د کډوالو حقونو یوې فعالې آصفه ستانکزۍ دویچه ویله ته وویل: «د ایران د کورنیو چارو وزیر چې کومو خبرو ته اشاره کړې، که چېرې واضح یې ووایو طبعي ده چې یوشمېر هېوادونه له دې امله چې د ایران د اوسني نظام مخالف دي، هغوی د ضعف په هرډول نکتو پسې ګرځي چې غواړي هغه لویې کړي حتی د مهاجرینو موضوع هم یو له دې نکتو څخه ممکن اووسي.»

سره له دې چې د کډوالو ضد دغو «مرموزو حرکتونو» څرنګوالی لاهم ډېر واضح نه دی، خو په دې وروستیو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره چلند سخت شوی. ان هلته د کډوالو د شکنجې او آزارولو زړه بوږونکي ویډیوګانې او انځورونه هم په خواله رسنیو کې لاس پر لاس کیږي.

له ترکيې څخه د افغان کډوالو ویستل او د قاچاقي لارو ننګونې


په ایران کې له افغان کډوالو سره د سخت چلند په لړ کې هغوی په زور شړل هغه څه دي چې هره اونۍ یې رپوټونه خپریږي، آن ځیني وخت په دریو ورځو کې په زرګونو افغان کډوالو د اېستلو خبرونه هم خپاره شوي.

همدا پرون د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د اکتوبر ۱۲) د طالبانو ادارې د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړ چې تر ۳ زرو ډېر کډوال هېواد ته ورستانه شوي دي.

دغه وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «د ايران څخه درې زره او ۱۹۳ افغان مهاجر د تلې پر ۱۹مه پخپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.»


په ایران کې د کډوالو د دفاع فعالې آصفه ستانکزۍ وویل، لاهم په تور بازار کې څو میلیونه ناقانونه کډوال شته، چې ژوند کوي او ان کار کوي، خو که چېرې ونېول شي، په زور شړل کیږي.

په دې وروستیو کې پاکستان او ایران د ناقانونه افغان کډوالو په زور شړلو لړۍ تېزه کړې چې له دې آمله د بشري حقونو یوشمېر سازمانونو اندېښنه هم ښودلې ده.

پاکستان خو د اوسېدو له سندونو پرته افغان کډوالو ته دوې اونۍ وړاندې یوه میاشت وخت ټاکلی چې باید دغه هېواد پرېږدي چې اوس په هغه مهلت کې څه باندې دوې اونۍ پاتې دي.

د بشري حقونو سازمانونو پر دواړو کوربه هېوادونو غږ کړی دی چې د کډوالو د اجباري اېستلو لړۍ ودروي ځکه دا هېواد وار له مخه له سخت بشري ناورین سره مخامخ دی.