قومندان ګلوجان ولسمشر غني ته څه وویل؟

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

نوي کلن قومندان ګلوجان چې په کړوپه ملا او زهیر ځان په شمېرلو قدمونو د سټېج لورته راغی او ساه نیولی ودرېد، نو راته کړه، یې دا مایک لږ راته راټیټ کړه، زه نه پرې پېږم

.

 

بیا یې بسم الله درسته کړه، د قران ایت یې ولوست، ولسمشر غني یې داسې مخاطب کړ:"جمهورصاحب، موږ په شپو شپو مزلونه کړي، د زابل له خاک افغان او نورو ولسوالیو په مرګونو لارو را تېر شوي یوو. ټول خطرونه مو ګاللي او پرځان منلي، خو تاته مو ځانونه را رسولي دي.   موږ کوم امتیاز نه غواړو، یوازې د صداقت ملګري یوو."

 

بیا یې غاړې تازه کړې او خپلې خبرې یې وغځولې:" جمهورصاحب! موږ کومه عریضه او غوښتنه نه لرو. د کوم احسان کولو لپاره هم نه یوو راغلي، موږ یوازې دېته راغلي یوو چې له تا سره لاس په ږیره کړو او د خپل ملاتړ ډاډ درکړو. زموږ په وخت کې قسم او طلاق نه وو، ږیره به یې ونیوله، مقابل لوري ته به یې کړه، دا ږیره ده؟ هغه به ویل ، هو. دا خوله ده؟ ویل به یې هو. بیا به یې قول سره ورکړ، نو موږ دوه درې کاله درسره لاسونه په ږیره کړي او موږ په همغه کړي قول درسره ولاړ یوو."

 

قومندان ګلوجان وویل، زابل ته نه څه شوي او نه دې څه کړي، ګیله هم نه کوو، ځکه موږ د وطن او ستا ستونزې او مجبوریتونه ګورو. موږ دې د زابل لپاره نه غواړو، موږ دې د افغانستان لپاره غواړو، ځکه موږ ستا په ایمانداري، وطندوستي او صداقت باور لرو او دا هرڅه ستاسو له خبرو او کړنو څرګندېږي."

 

نوموړي وویل: "موږ قهرمانان یوو، ځکه چې په خپلو محدودو امکاناتو مو داعشیان او طالبان له خاک افغان څخه وشړل. موږ ته د هر چا خصوصا د جمهور صاحب صداقت او شرافت رامعلومېږي او موږ پوره باور لرو چې د ده په وجود کې به هم جنګ ختمېږي او هم به افغانستان سولې او ثبات ته رسېږي، ځکه چې جمهورصاحب د مور او پلار هومره په افغانانو مشفق دی، خو افغانان باید راویښ شي. دا ملک له جمهور صاحب مه واره بل څوک ځکه نش يجوړولی چې له وطن او افغانانو سره د جمهورصاحب مینه زیاته ده. "

 

نوموړي همدارنګه له ټولو هیوادوالو څخه وغوښتل چې له اوسنیو بحرانونو څخه د وتلو لپاره باید د زابلیانو په څېر له قید، شرط او ځنډ پرته د ولسمشر غني ملاتړ وکړي او یو ځل بیا هغه واک ته ورسوي.