په تېرو پنځو کالو کې د انکشاف برخې پرمختګونه

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
په تېرو پنځو کالو کې چې څومره د جنګ مدیریت باندې وخت او منابع لګول شوي، نو ورسره جوخت د انکشاف او زیربنا برخې ته هم همدومره پاملرنه شوې او له دې امله ښه پرمختګونه په کې شوي دي. ځکه د جګړه ځپلې ټولنې په توګه زموږ لومړنۍ اړتیا همدا ده چې د جنګ کنډوالې بېرته ابادې کړو، خوله بده مرغه دلته لا هم جنګ ادامه لري او هره ورځ ویجاړئ رامنځته کوي
، مګر د دې باوجود هم د زیربنا او انکشاف برخه کې اساسي ګامونه اخیستل شوي دي.
د ټولنیز عدالت او پایدارې ودې پر محور د ټولنیزو انکشافي پروګرامونو متوازن تنظیم، د ملي همپالنې رامنځته کول، د ښار او کلي ترمنځ د واټن کمول او د لرې پرتو سیمو جغرافیایي محاصره ماتول. د ولسي تړون لومړیتوب لرونکو پروګرامونو، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت پراختیايي پروګرامونو او د دولتي ادارو نورو کړنو په محرومو سیمو کې متوازنه خدمت رسونه کې مهم رول لوبولی دی.
د طبیعي جغرافيې له زندان څخه د مرکزي افغانستان ایستل: د ملي یووالي حکومت په دوره کې په مرکزي سیمو کې بېلابېلې زېربنايي پروژې طرحه او عملي شوې دي، چې له ډلې یې له شمال څخه سوېل ته (یکاولنګ - دره‌صوف) د سړک د پروژې دویمه برخه، له ختیځ څخه لودیځ ته سړک (د ګردن‌دېوال سړک)، دوشي- بامیان، نیلي- پنجاب، قره‌باغ - جاغوري، جلرېز - سنګلاخ، اسپیلان - میرمور او د نیلي ښار د ننه سړکونو د کار پیلولو ته اشاره کولی شو. برېښنا ته د مرکزي سیمو د لاسرسي په موخه د دوشي - بامیانو د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا د لین تمدید د اجرا په حال کې دی.
د خدماتو په رسولو کې د توازن ښه والی: په لرې پرتو سیمو کې د خدماتو په رسولو کې د توازن د رامنځته کولو لپاره د سړک جوړولو، برېښنا رسولو، د برېښنا د کوچنيو بندونو او د روغتون او کلینیک جوړولو پروژې پیل شوې دي. دایکندي او نورستان د لومړي ځل لپاره له برېښنا برخمن شول، د ګردن‌دېوال سړک جوړول او د حلقوي سړک نورې برخې تر کار لاندې دي، روغتیايي مرکزونو ته د لاسرسي په برخه کې ۱۴ نا امن ولایتونه وڅېړل شول او د هېواد د ټولو ولسوالیو لپاره د مسلکي ښوونځیو د جوړېدو پروګرام جوړ شو. همدارنګه د برېښنا له ملي شبکې سره د دایکندي، اروزګان، غور، نورستان او نیمروز ولایتونو د نښلېدو هوکړه‌لیک د اسیا له پرمختیايي بانک سره لاسلیک شوی دی.
د ولسي تړون پروګرام جوړول: د ولسي تړون لومړیتوب لرونکي ملي پروګرام تر اوسه د ۳۴ ولایتونو په کچه ۱۲۳ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیولې دي. د دغه پروګرام په انکشافي پروژو کې اوبه رسول، اوبه لګول، برېښنا، د تجدید وړ انرژي، ترانسپورت، حفظ‌الصحه او روغتیايي زده کړې شاملې دي. یوازې د ټولنیز مشارکت لپاره د مالي ورکړې د فرعي پروګرام[1] له لارې په ټول هېواد کې ۴۱۴۲ غذايي بانکونه جوړ شوي دي.
ولسمشر غني وایي چې زه د جنګ لپاره نه یم جوړ، بلکې زما ذهن د رغاونې او جوړونې لپاره دی او زما تخصص هم همدا دی، خو له بده مرغه چې دلته له تحمیل شوي جنګ سره مخ یوو، نو په دې اساس مجبور یوو چې د جنګ مدیریت ته هم وخت ورکړو، مګر که جنګ نه وي او موږ ټول تمرکز په انکشاف او زیربنا وکړو، نو باور دی چې پام وړ ښه والی به رامنځته شي.