د فساد ضد مبارزه د ولسمشر غني غوندې سیاسي اراده غواړي

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
د کانکور پروسې د شفافیت او روڼتیا کریډیټ مسقیم د ولسمشر غني حکومت ته ورځي، ځکه موږ ولیدل د ښاغلي کرزي د حکومت تر وروستیو پورې کانکور په یو ناسور ټپ او د فساد په یوې ځالې بدل شوی وو. د دې زیان دا وو چې له یوې خوا د هیواد د ځوانو کدرونو حق ضایع کېده.
د دوی په وړتیا معامله کېده، ځکه مفسدو مسوولینو به د وړ زده کوونکو پرځای هغه زده کوونکي په کانکور کې بریالي کول چې دوی ته به یې نغدې پیسې او رشوت ورکاوه، یا به د زورواکانو او جنګسالارانو اولادونه وو، وسیلې او واسطې به یې لرلې، مګر د بې وزلو ممتاز زده کوونکي به د همدغه فساد له امله یوې نهیلۍ په مخه کړل او ورځ تر بلې به یې هیلې او وړتیاوې مړاوې کېدې.
جمهوررئیس غني چې د پوهنتون د استاد په توګه په دې برخه کې کافي تجربه لرله، نو د کانکور اصلاح ته یې پام وکړ او دا یې د مهم لومړیتوب په توګه مطرح کړ او د خپل حکومت په لومړي کال یې داسې اصلاحات او شفافیت په کې راوست چې حق په کې حقدار ته وسپارل شو او د څو کالو په تېرېدو سره د کانکور پروسه په کامله توګه شفافه شوه او پر کانکور د ولس له منځه تللی باور یو ځل بېرته ترلاسه شو.
د کانکور تېرو پروسو ته په اشارې ولسمشر غني د فساد پر ضد د اروپایي ټولنې پنځم کلني کنفرانس ته د وینا پرمهال داسې اشاره وکړه چې: "در بعضی پوهنتون های خصوصی ما یک نفر  دفعتاً در صنف سه یا چهار داخل می شد تا اینکه کانکور اصلاح شد. مردم انتحار نکردند؟ جوان های ما انتحار نکردند؟ واضع بفهمیدکه مهمترین قیمت را که از دست دادید اعتماد ملی و بین المللی بود. در کدام کنفرانس دولت افغانستان برایش لکچر داده نشد که  روی فسادتان تمرکز کنید. ضرورت واضح بود، یک فرصت طلایی برای افغانستان آمده بود و این فرصت طلائی در نتیجه فساد ضایع شد. "
د ښاغلي کرزي د واکمنۍ په دیارلس کلنه موده کې فساد داسې پراخه شو چې د نظام ټولې برخې یې ونیولې او له همدې امله فساد د افغانستان لپاره د پوزې پېزوان وګرځېده او له دې امله د افغانستان ډېرو نړیوالو ستراتیژیکو ملګرو د فساد د زیات شتون له امله له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړې او د هغوی شرط دا وو چې ترڅو فساد له منځه نه وي تللی، نو دوی د مرستو لپاره چمتو نه دي. مګر هغه مهال حکومت اراده نه لرله، نو ځکه یې د فساد پر وړاندې ګام وانخیست، خو ولسمشر غني برحال جنرالان، وزیران، معینان او نور لوړپوړي او ټیټ پوړي کسان چې په فساد کې ښکېل وو، څارنوالۍ ته معرفي کړل او لا هم د پلچرخي زندان کې بندیان دي، ځکه چې د فساد پر ضد یې د ټینګې مبارزې هوډ درلود او له همدې امله یې په مراتبو د فساد ګراف په دولتي ادارو کې را کم کړ او باور دی چې فساد به نور هم له منځه لاړ شي.