د بسپنو پرځای پر ملي عوایدو د ولسمشر غني اتکا

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

 

ولسمشر غني امریکا ته د خپل سفر پرمهال او د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ سره په کتنه کې په واضح توګه ورته وویل چې افغانستان نور دېته لېواله نه دی چې بې قید او شرطه نړیوالې مرستې ترلاسه کړي او په هغو وپایي، بلکې موږ غواړو چې د واضح ژمنو په مقابل کې نړیوالې مرستې ترلاسه کړو.

هغه په ټینګار سره وویل چې حکومت به یې هم د نړیوالو مرستو د موثر لګولو په اړه شفافیت تامین او نړیوالو مرسته کوونکو او ډونرانو ته به حساب ورکړي او هم به د دغو مرستو په مقابل کې چې د انکشاف، عواید د زیاتوالي او فساد سره د مبارزې په برخه کې کومې ژمنې کوي، هغه به تحقق ومومي او هر څه به واضح او د اندازه ګیرۍ وړ وي.

د افغانستان لپاره د تمویلوونکو هېوادونو تر څو کاله پلانجوړولو وروسته د ملي یووالي حکومت دغه نوښت په لاس کې واخیست او د منظمو پروګرامونه په جوړولو سره یې نړیوالو همکارانو هرکلی وکړ. حکومت په نړیوالو ناستو کې په ډک لاس ګډون کړی او د منل شوو سندونو په چوکاټ کې یې فعالیت کړی چې په پایله کې یې وکولای شول تر ۳۰ میلیونو ډالرو د ډېرو مالي ژمنو له جلب او جذب سره د هېواد د پرمختیایي پالیسیو له هغې ډلې د افغانستان د سولې او انکشاف ملي چوکاټ (ANPDF) او نړیوالو همکارانو د مالي ژمنو تر منځ همغږي رامنځته کړي.

حکومت د بدلون د لسیزې له ننګونو سره د مبارزې لپاره د افغانستان د دولت او نړیوالې ټولنې تر منځ د دوهاړخیز ځوابویلو پیاوړتیا په خپله کاري اجنډا کې شامله کړه. په دې توګه یې د لندن په کنفرانس کې د افغانستان په اړه[1] د «ځان بساینه: د اصلاحاتو او نویو همکاریو لپاره ژمنې» په نامه اصلاحي اجنډا وړاندې کړه.

د دغې اجنډا او د توکیو د دوهاړخیز حسابورکولو چوکاټ له پهپام کې نیولو سره «د دوهاړخیز حسابورکولو د چوکاټ له لارې د ځان بساینې» نوی سند ولیکل شو. دغه سند د امنیت او سیاسي ثبات د ښهوالي؛ له فساد سره د مبارزې، حکومتولۍ، د قانون حاکمیت او بشري حقونو؛ د مالي ثبات راګرځولو او د دولتي مالي چارو او سوداګریزې بانکدارۍ د همغږۍ؛ د ښاري حقونو او د پرمختیا مدیریت او پلانجوړونې په برخه کې د اصلاحاتو؛ د خصوصي سکتور د پرمختیا او هر اړخیزې ودې او پرمختیا؛ او د پرمختیايي او د مرستو د اغېزناکتیا همکاریو په برخو کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د همکاریو بنسټ شو.

دغه سند د 2015 او 2016 کلونو لپاره افغانستان او نړیوالې ټولنې ته 39 ژمنې متوجه کړې. ورپسې په (2016) کې په بروکسل کنفرانس کې د دوهاړخیز حسابورکولو له لارې د بساینې سند ته په کتو سره 24 نوي شاخصونه جوړ شول چې افغانستان باید د 2017 او 2018 کلونو په لړ کې هغوی ته د رسېدو لپاره هڅې کړې وای.

د دې او د حکومت د ورته نورو هڅو او د بسپنو پرځای پر ملي عوادو د ولسمشر غني د اتکا اصلي موخه دا ده چې هیواد د ځان بسیاینې په لور نږدې کړي، له نړیوالې ګدایۍ یې وژغوري او عملاً سیمې او نړۍ ته دا ثابته کړي چې افغانستان له څلوېښت کاله جنګ، وراني او دربدري وروسته هم دا توان او ظرفیت لري چې په خپلو پښو ودرېږي.