پاکستان د ولسمشر غني د اقتصادي فکر ارزښت درک کړی

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

 

ولسمشر غني په تېرو پنځو کالو کې ځینې داسې پلانونه او برنامې طرحه کړې چې ګټې او مثبت تاثیرات یې یوازې تر افغانستان پورې محدود نه دي، بلکې د سیمې ټول هیوادونه ورڅخه د خپل فعالیت او شراکت په اندازه ګټه کولی شي، مګر پاکستان په لومړیو کې د دغو برنامو د ناکامولو هڅې وکړې او کله چې پاکستان ونتوانېد چې د هغو مخه ونیسي، نو اوس بالاخره دې نتنیجې ته رسېدلی دی چې په دغه سیمه ییزه همکارۍ کې ورشریک شي.

په همدې موخه یې ولسمشر غني ته رسمي بلنه ورکړې او د سفر موخه یې هم د ولسمشر غني د سیمه ییزه اقتصادي همکاریو او اتصال د فکر او لیدلوري په اړه د دواړو لوریو تر منځ مفصل بحث دی. له دې څخه ښکاري چې پاکستان غواړي کرار کرار د سیمه ییزې همکارۍ د ټلوالې فعال غړی شي. که څه هم دوی ډېره ناوخته د ولسمشر غني د اقتصادي فکر ارزښت درک کړ، مګر لا هم سر وخت دی که چېرې پاکستان وغواړي په دې برخه کې صادقانه همکاري وکړي، نو هم به د پاکستان، هم د افغانستان او هم د سیمې د هیوادونو لپاره ګټور وي، ځکه چې د سیمه ییزې همکارۍ پر وړاندې لوی تهدید ترهګري او ناامني ده او د دې تر شا د پاکستان مستقیم لاس دی، نو څومره چې پاکستان د سیمه ییزې همکارۍ ټلوالې ته ور نږدې کېږي، نو همغومره مجبوره دی چې له ترهګرۍ څخه لیرې والی اختیار او بالاخره خپلې اړیکې ورسره پرې کړي.

که پاکستان د ولسمشر غني د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ ټلوالې غړی شي، نو دا کار به د سوداګرۍ د ودې، زیربنا، اقتصادي غوړېدا او د خلکو د ژوند او معیشت د ښه والي تر څنګ د سیمې د امنیت او ثبات په برخه کې هم لویه همکاري وکړي او له امله به یې اوسنۍ ستونزې، تهدیدونه او ناخوالې یو مخ هوارې شي.

ولسمشر غني چې څلور کاله وړاندې د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ کوم پلان ترتیب او شریک کړ، نو د منځنۍ اسیا هیوادونو یې نه یوازې تود هرکلی وکړ، بلکې عملاً یې په دې برخه کې همکاریو ته چمتووالی وښوده، ځکه چې یاد هیوادونه پرېمانه انرژي او ګاز لري او د هغو د لېږد او پلور لپاره دوی د همدغسې یو پلان اړتیا احساسوله.

د ولسمشر غني د همدغې سیمه ییزې همکارۍ او اتصال د فکر او لیدلوري له برکته اقینه او چابهار بندرونه، د لاجوردو لار او له بېلابېلو هیوادونو سره هوایي دهلېزونه پرانیستل شول. ټاپي او کاسا زر پروژې پیل شوې. د دې او ورته نورو برنامو او پروژو ګټه ټولو ته رسېږي او باور دی چې په نږدې راتلونکي کې به دېته ورته نورې اقتصادي او ګټورې پروژې هم پیل شي. د دغو پروژو د تطبیق او بریالیتوب لپاره د سیمې د هیوادونو صادقانه همکاري او فعال ګډون حتمي دی. د افغانستان رول له دې پلوه کې په کې د ځانګړي ارزښت لرونکی دی چې افغانستان د سیمې د څلور لارې په توګه خاص موقعیت لري او د هیوادونو او د همکاریو د تقاطع او وصل نقطې په توګه مطرح دی، مګر د پاکستان ارزښت د یادو پروژو د امنیت د تامین لپاره ګټور دی، ځکه چې د پاکستان له راتګ سره به د ناامنۍ او ترهګرۍ ستونزې او تهدیدونه کم شي.