زموږ صادرات به نور زموږ په نوم وي

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

تر جګړې دمخه د ثبات په کلونو کې افغانستان زیات صادراتي اقلام درلودل چې بېلابېلو هیوادونو ته یې صادرول، خو د جګړې په کلونو کې دا هر څه له منځه لاړل، ځکه هر سړی له وطنه د تېښتې په هڅه کې و.

پاکستان ته یو شمېر ور کډه شویو افغانانو هملته په غالیو اوبدلو پیل وکړ، دغه د غالیو صنعت کرار کرار دود شو، وده یې وکړه او د پاکستانیانو پام یې ور واړاوه. پاکستان په دې برخه کې پانګونه وکړه. د غالیو اوبدونکي افغان کډوال یې په کراچۍ او نورو ځایونو کې داسې ځای پرځای کړل چې د دوی تر نظارت لاندې وي.

ځکه پاکستان د دوی غالۍ په خپل نوم نړۍ ته صادرولې او له دې لارې یې زیاتې پیسې ترلاسه کولې، مګر افغان غالۍ اوبدونکو ته یې ناچیزه پیسې او حق الزحمه ورکوله، د دې کار بل تاوان دا وو چې د افغانستان حیثیت او باور ته یې تاوان پېښاوه.

ولسمشر غني تېر کال د پاکستان د دغه جعلي کار د مخنیوي په اړه جدي تصمیم ونیوه، له پاکستان څخه یې د غالۍ اوبدونکو اتحادیو استازي را وغوښتل او هغوی یې دېته وهڅول چې بېرته هیواد ته راستانه شي. په کندز او د ننګرهار قاسم اباد کې یې هغوی ته د ښارګوتو لپاره ځمکې ورکړې. ولسمشر غني ورته وویل چې که دوی هیواد ته راستانه شي، نو حکومت به ټولې هغه اسانتیاوې چې دوی یې د دغه صنعت د ودې لپاره غواړي په واک کې ورکړي.

حکومت په پام کې لري زموږ د صادراتو هغه لویه برخه چې د ځینو ګاونډیو ملکونو په نوم بهر ته ځي چې قالینې او وچه میوه یې بېلګې دي د هغو مخه ونیسي، ځکه دا صادرات چې په نا قانونه ډول تر سره کېږي هم زموږ سوداګرو ته لویه ضربه ورکوي، هم د دولت عواید کموي او هم مو هېواد له هغه اعتبار څخه محروموي چې د دغو صادراتو په خاطر یې په برخه کېدای شي.

په همدې خاطر ولسمشر غني په پام کې لري چې افغان غالۍ اوبدونکي له پاکستان څخه هیواد ته راستانه او دلته ځای پرځای کړي. د دې ترڅنګ د ولسمشر غني دویم ابتکار او مهم اقدام چې همدا سږکال یې ترسره کړ، د جلغوزیو صادرات و چې د هوایي دهلېز له لارې د افغانستان په نوم چین ته صادر شول او ګټه یې په مستقیم ډول افغان تاجر، د پکتیا، پکتیکا او خوست د اړوندو سیمو خلکو او زموږ ملي عوایدو ته ورسېده.

تر دې دمخه به زموږ جلغوزي په ارزانه بیه پاکستان ته قاچاقي تلل. پاکستان به بیا چین او نورو هیوادونو ته د پاکستانیو صادراتو په نوم لېږل او په هغو کې به یې څو برابره زیاته ګټه کوله، مګر د جلغوزیو د قاچاق مخه په بشپړه توګه ونیول شوه.

په پام کې ده چې په پکتیا او خوست کې د ولسمشر غني د لارښوونې په اساس د جلغوزیو د پروسس دوه فابریکې جوړې شي او له پروسس کولو وروسته چین ته صادر شي. چې له دې سره به هم خلکو ته کاري زمینې برابرې شي او هم به د جلغوزیو بیه او ارزښت ورسره لوړ شي.