په لوګر کې د سرک يوه اساسي پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او د سرک جوړونې د دوه نورو د بنسټ ډبره کيښودل شوه

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 .راپور : شمس الله ځلاند / لوګر ولايت

د لوګر ولايت د کليو د بيا رغونې او پراختيا ريس عاشق الله اخلاص يار  د ۸،۹۷ اسفالت کانګريتي سرک د پرانيستې په مراسمو کې رسنيو ته وويل چې دغه سرک د ۴۳ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړ شوی دی چې کار چارې يې د شپږو مياشتو په جريان کې بشپړې شوې ، او ددغه پروژې مالي لګښت د کليوالي لار جوړونې د ملي پروګرام له لورې ورکول کيدې .

په همدې ورځ ددغه رياست له لورې دوه نور سرکونه له سرخاب څخه تر پورک پورې چې ۸،۹۷ کيلومتره وو د بنسټ ډبره يې کيښودل شوه چې دا هم د کليوالي لار جوړونې د ملي پروګرام له لورې جوړيږي .

 اخلاص يار وويل چې دغه سرک به د  ۴۹ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړ شي او ددې د جوړيدو موده يې لس ۱۰ مياشتې وښودله .

همدا رنګه يو بل دريم سرک چې د مناف ناصري شرکت لخوا يې ساختماني چارې پرمخ وړل کيږي ۶،۴۸ کيلومتره دی دا هم د کليوالي لار جوړونې د ملي پروګرام له لورې د ۵۱ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړيږي ، ددې د کار د بشپړيدو موده هم لس مياشتې ښودل شوې ده ، دغه سرک د کابل ګرديز د عمومي لارې په امتداد د خضر د بازار څخه د پادخواب شانه تر روغتونه جوړيږي .  عاشق الله اخلاص يار چې نوی د ظرفيت لوړاوي پروګرام له لارې د لوګر ولايت د کليو دبيا رغونې او پراختيا ريس ټاکل شوی دی وويل چې په لوګر کې ټول ټکني کارونه به ګړندي شي ، نوموړي زياته کړه چې ددې سرکونو ترڅنګ د سرکونو څو نورې لويې پروژې هم لري چې د منظورۍ وروسته به يې کار چارې پېل شي .

اخلاص يار زياته کړه چې د خپلو پرمختګونو ترڅنګ د لوګر پوهنتون د ۵۰۰ پنځه سوه جريبه ځمکې د هموارۍ ابتدايي سروي او ورسره د ۴۰۲۰ څلور زره او شل متره په اوږدوالي  سره به د لوګر پوهنتون د احاطې دديوال چارې هم په دې کال کې پېل کړي چې لومړني کارونه او سروي يې خلاصه شوې ده .

اخلاص يار دا هم وويل چې د لوګر په ولايت کې د ۴۵ کيلو متره بيلا بيلو وړو سرکونو سروي ګانو کار جريان لري چې ددغه کال په اوږدو کې به جوړيږي او په لنډو ورځو کې به يې دمقدماتي سروۍ کارونه پای ومومي .

ددغه پرژو په پرانيست مراسمو کې د لوګر والي محمد حليم فدايي هم ګډون درلود چې ولسونو ته يې په هره برخه کې د خدمت ټټر و ډباوه او له خلکو يې دامنيت د ټينګښت غوښتنه کوله .

فدايي وويل ؛ که دې سيمو کې د امنيت د لاټينګښت په موخه ورسره ولسونه مرسته وکړي نو ليرې نده چې د لوګر ولايت د ټولو سيمو دپاره به هرډول خدمات برابر شي .

فدايي زياته کړه چې د لوګر ولايت د هراړخيزې رغونې دپاره يې بيلا بيل پلانونه او پروګرامونه جوړ کړي دي چې د ولسونو د خورا هوساينې او پرمختګ سبب به وګرځي .

د لوګر والي محمد حليم فدايي د لوګر ولايت د کليو د بيا رغونې او پراختيا له رياست څخه مننه وکړه چې د لوګر ولسونو دپاره ټولنيز خدمات برابروي ، نوموړي زياته کړه چې د دغه رياست د پرمختيا دپاره هم ددغه ادارې د کارکوونکو سره اوږه په اوږه همکار دی .

د يادونې وړ دی چې د لوګر په ولايت کې د کليو دبيا رغونې او پراختيا درياست ترچتر لاندې دو لسي تړون او افغان ايډ موسسې کار کوي چې دوی هم پخپلو برخو کې ولسونو ته خورا فرصتونه برابرکړي دي .