د شخصي اهدافو او سوداګرۍ اهدافو تر منځ څه توپیر دی؟

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 سوداګرۍ اهداف او شخصي اهداف بيل بيل موخه لري د سوداګرۍ اهدافو موخه په شخصي ژوند کښي د ځینې اړخونو پرځای ستاسو سوداګرۍ بڼي ته وده ورکوي مګر ددي دواړو هدفونو په ترتیب کښي هیڅ توپیر نشته.
د هدف لاس ته راوړلو فرمول او ستراتیژۍ چې د سوداګرۍ اهدافو او هم د شخصي اهدافو لپاره کار کوي - د یو توپیر له مخي هغه ستراتیژۍ پلي کوي چې ډیری وخت د سوداګرۍ او شخصي اهدافو لپاره کارول کیږي، ددي اهدافو په ترلاسه کولو کښي به ځانګړي بریالیتوبونه ولري.
سوداګرۍ اهداف په عمومي توګه د کلني اساس په پلان يا په تدبير ټاکل کیږي او باید ستاسو سوداګريز پلان د اوږد مهاله اهدافو سره سمون ولري
د مثال په توګه، که ستاسو پنځه کلن د يا پلورلو پلان په سلو کې ۱۰۰٪ ته لوړ شي نو د هر کال په پیل کې تاسو د روان کال لپاره د پلورلو پلان ٪۲۰ ته لوړ کړئ. دغه ستراتيژي باید ستاسو په سوداګرۍ بڼه کې کار وکړي او په دي حالت کښي ستاسو د پلورلو وړاندیزونه بايد تاسو خپل مقصد ته ورسوي او د په خوا په پرتله ستاسو د پلورلو ستراتيژي بايد بريالي وسي.
د هر کال په پيل کښي بايد، تاسو په اونۍ، میاشتني یا درې میاشتنۍ موده کښي خپل منځني ناستې ولري، او ستاسو ښه ستراتيژي په سوداګري بڼه کښي نوي بدلون ته وهڅوي. د دغو ستراتيژيو يا هدفونو پایلو لیکل په نوي سوداګري چوکاټ کې د مدام پاتې کیدو لپاره اړین ده.

د هرې ورځې په پاى کښي باید تاسو د تير وخت په پرتله توپیر وګوري چې تاسو څه ترسره کړی او فکر وکړئ چې په راتلونکي ورځ کې تاسو څه غواړئ.
ښه فرمول داده چې هره شپه د راتلونکو ورځو لپاره د توقیف لیست چمتو کړي.
که تاسو غواړئ چې د شپې یا سهار په ترڅ کې دا کار وکړئ، د هر ورځي پلان جوړول ستاسو په سوداګرۍ بڼه کښي د بریالیتوب لپاره ښه سپارښتنه کوي. په منظمه توګه د خپلو اهدافو او موخو د ترلاسه کولو په برخه کې خپل پرمختګ ته بيا کتنه کوي.
په نوي ستراتیژی کښي د بریالیي کيدو لپاره ځانګړي هدفونه ټاکل
تر ټولو اسانه لاره داده چي يوه هدف ته خپل ځان په برياليتوب سره چمتو کولو لپاره خپلو اهدافو ته ترتیب ورکول يا تصميم نيولو لپاره ځانګړي فرمول وکاروي چې هدف یې د یو ستراتیژي تر سره کول وي.
ښه هدف لاس ته اوړلو لپاره لومړی ګام دادي.
دا ډاډ ترلاسه کول چې تاسو په حقیقت کېښي د ټاکل شویو اهدافو پوره کولو کښي ښه ونډه لرئ دا یقیني کړئ چې هغه اهداف چې تاسو پياده کړي ستاسي په سوداګريز موخي ټاکلو لپاره ډير مهم رول لوبوي.
ځانګړې - د مثال په توګه، زه غواړم چې سږکال زما د سوداګرۍ عواید ۳۰٪ ته لوړ کړم.
د امکان وړ - "د پلور يا خرڅلو زیاتیدل" یا "پور کمول" د اندازه وړ اهداف دي، "سخت کار کول" یا "زما شخصي اطمینان زیاتول" ناڅاپي او ستونزمن کار دی.
د پام وړ - هر يو هدف چه جوړوي د ترلاسه کولو وړ وي او خپل سوداګريز سيال له ستراتيژيو څخه په پورا توګه توپير ولري که ستاسو سوداګری د کباړ دکان وي، د خرڅولو په برخه کښي د کور کباړ بیرته اخیستل مناسب هدف نه دی
د وخت پواسطه - ستاسو دغه اهداف پياده کول د وخت يو ښه چوکاټ ته ضرورت لري او پرته له دي نشي کولی چه په سمه توګه يو چوکاټ کښي ولويږي. ستاسو یو هدف باید د وخت محدودیت ولري.

ليکوال: عبدالرحمن ذکي
محصل پوهنتون