د تيرې اونۍ له مرګونو بريدونو وروسته اوس د کابل ښار په ځینو مهمو څلور لارو کې د اعتراض کوونکو په نوم د لطيف پدرام او احمد ضيا مسعود کسانو د اعتراض په دود خیمې درولي او وايي، تر څو چې د پلازمېنې د وروستیو خونړیو حملو په مخنیوي کې د پاتې راتلو او د تېرې جمعې په ورځ پر لاريون کوونکو د ډزو په خاطر ولسمشر، د ملي امنیت سلاکار، د کابل د ګارنیزیون مشر او نور چارواکي برطرفه شوي نه وي، له اعتراضه لاس نه اخلي. که څه هم د کابل په ۵ برخو کې خیمې درول شوي خو په هره خیمه کې د ناستو کسانو شمېر تر ۵ کسانو نه اوړي.
اعتراض کوونکو، چې د احمد ضیا مسعود او لطیف پدرام په شان کسان یې مشري کوي، خپل اعتراض ته قومي بڼه ورکړې او په حکومت کې له ولسمشر نيولی يواځې د ځانګړي قوم مشرانو د استعفا غوښتنه کوي. دغو اعتراض کوونکو د دې تر څنګ چې د کابل ښار ۷ ميليونه اوسيدونکو ژوند يې له کړاو سره مخ کړی دی؛ د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د معلوماتو له مخې يې خصوصي سکتور ته هم ۱۴ میلیون ډالره زیان اړولی دی. دغه راز مرستنديو ادارو هم ګواښ کړی، چې که وضعيت په همدې ډول دوام مومي، دوی به خپل