آيا له افغانستان دروسانو او امريکايانو وتلو ورته پايلي لرلي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د اګست ۳۱مه له افغانستانه د ناټو او امريکايي ځواکونو له وتلو سره برابره ده. شاوخوا درې لسيږي مخکي شورويان له افغانستانه وتلي ول. آيا د دغو دواړو زبرځواکونو وتل مشابه ول؟

تر ۲۰ کاله پوځي ماموریت او لوړو لګښتونو وروسته، دامريکا متحده ايالات و وروستي عسکر، د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي پر ۳۰ ڼېټه د شپې ناوخته له افغانستانه ووت. افغانستان شاوخوا ۳ لسيزې مخکې هم دې ته ورته خروج تجربه کړی وو. د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو وروسته له لس کلن اشغاله د ۱۹۸۹م کال د فبرورۍ مياشتي پر ۱۵مه افغانستان ترک کړ.

که څه هم په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد او ناټو ځواکونو حضور ډېر توپېر لري، خو وتل ېې یو بل ته ډېر ورته والی لري.

شوروي په افغانستان کې د خپل ملاتړي حکومت د ملاتړ له پاره افغانستان ته ځواکونه واستول او افغانانو د دغه اشغال پر ضد یوه لسیزه مبارزه وکړه.

 امریکايي او ناټو ځواکونو بیا برعکس، د تروريزم ضد مبارزې په هدف او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مصوبې پر اساس په افغانستان کې خپل ماموریت ترسره کړ چې د جګړې لور ېې طالبان ول. د شوروي له خوا د افغانستان اشغال د نړېوالې ټولنې ملاتړ له ځانه سره نه درلود، اما په افغانستان کې د غرب شل کلن ماموريت د نړېوالې ټولنې له اجماع سره مل وو.

که څه هم د دغو دوو دورو په جريان کې د پوځي او ملکي تلفاتو دقیق ارقام معلوم نه دي، خو د ملګرو ملتونو د ارقامو پر اساس، د افغانستان په شل کلنه جګړه کې تر ۲۴۰۰ ډېر امریکايي عسکر وژل شوي دي. د پخواني شوروي اتحاد د رسمي ارقامو له مخې، په افغانستان کې ېې ۱۴۴۵۳ ځواکونه وژل شوي.

د حکومتونو پاشل: د دوو خروجو ورته عواقب

له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د قواوو له وتلو سره، په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله حکومت يوازې ۳ کاله دوام وکړ او د ۱۹۹۲م کال د اپریل مياشتي پر ۲۸مه نېټه مجاهدين کابل ښار ته دننه شول او په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له ملاتړه برخمن حکومت ړنګ شو.

له افغانستانه د امریکايي قواوو وتل هم ورته عواقب درلودلي، له هغې جملې دا چې امريکايي قواوې لا په بشپړه توګه وتلې نه ول، چې د افغانستان ولسمشر، اشرف غني له کابله وتښتید او طالبانو د اګست مياشتي پر ۱۵مه کابل تصرف کړ.

۵۲ کلن عبدالبشیر (مستعار نوم) چې له افغانستانه د دواړو زبرځواکونو د وتلو شاهد دی، دويچه ويله ته وويل: «کله چې روسان ووتل، هر څه په خپل ځای ول، خو د امريکایانو له وتلو سره هر څه ګډوډ شول، له خلکو لار ورکه وه او ټولو تېښته کوله. هېڅوک نه پوهېده چې چېرته ځي او چېرته تېښته کوي، ټول ځایونه هرج و مرج پر سر اخيستې ول.»

د سیاسي چارو شنونکي، طارق فرهادي، دويچه ويله ته وويل چې د حکومتونو د سقوط دلیل دا دی چې دغه حکومتونه وابسته ول او ولسي ملاتړ ېې نه درلود. هغه د جمهوري نظام د پرځېدو په هکله وويل: «سیاستوال په واقعیت کې د غرب د حضور وړاندي کوونکي ول.»

د پخواني شوروي اتحاد او امریکا متحده ایالاتو پورې سیاسي، پوځي او مالي وابستګي او د دغو هېوادونو له خوا د دغو ملاتړونو قطع کول، هغه عوامل دي چې د کارپوهانو په آند د حکومتونو په سقوط کې ېې نقش درولودلی دی.

فرهادي وايي: «پخوانی شوروي اتحاد له افغانستانه تر وتلو وروسته په خپله هم وپاشل شو او نور ېې د دې توان نه درلود چې په افغانستان کې د حکومت ملاتړ وکړي.» هغه زیاتوي چې توپېر په دې کې دی چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت له افغانستان پر وتلو سربېره، له افغانستان سره خپلو مرستو ته په يو بل ډول ادامه ورکړې ده.

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د وخت یو ويجاړ شوی ټانک - مزارشریف، بلخپه افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د وخت یو ويجاړ 

د سولې پروسه په دواړو مواردو کې نتيجه ور نه کړه؛ نه د ډاکټر نجیب له خوا اعلان شوې د ملي مصالحې لار او نه هم له طالبانو سره د جمهوري حکومت د سولې هڅو.

د افغانستان د وخت ولسمشر ډاکټر نجیب الله، له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو تر وتلو وروسته، د ملي مصالحې لار اعلان کړه او هڅه ېې وکړه تر څو د سولې له لارې له جهادي تنظیمونو سره د ګډ حکومت پر جوړېدو توافق ته ورسيږي او د حکومت له پاشل کېدو ډډه وکړي، خو دغه هڅې ناکامې شوې.

د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر سقوط وروسته افغانستان هېر شو. اوس که څه هم وضعیت يو څه متفاوت دی او د بشري بحرانونو د مخنيوي له پاره د مرستو رسولو هڅې ادامه لري، خو په سیاسي لحاظ د نړۍ تمرکز نورو لومړيتوبونو ته وراوښتی دی.

هغه وخت جهادي ډلې د قدرت پر سر په خپلو کې ښکيل شول او په داخل کې ويجاړونکې جنګونه پيل شول؛ داسې هرج و مرج چې په یو شکل ېې د طالبانو ظهور او پر افغانستان د هغوی لومړنۍ واکمنۍ ته ېې لاره هواره کړه.

آیا د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي شوی دی؟


اوس هم د هغه وخت په څېر په وضعیت کې يو لړ ورته والی لیدل کيږي. طالبان د یو ټولشموله حکومت جوړېدو ته حاضر نه دي او قدرت ېې انحصار کړی دی. که څه هم طالبان اوس د یوې ځواکمنې مخالفې ډلې د نشتون په دليل، خپل سخت سیاستونو په ډاډ سره تطبیقوي، خو له دغې ډلې سره مخالفتونه کم شوي نه دي.

شنونکي اندېښمن دي چې د افغانستان وضعیت ته د نړېوالې ټولنې نه پاملرنه ممکن یو ځل بیا په افغانستان کې د داخلي جګړو د ترخو تجربو د تکرار سبب وګرځي.

د سیاسي چارو شنونکي، اسدالله ندیم، دويچه ویله ته وويل: «تر څو چې طالبان د نړېوالې ټولنې له خوا تر فشار لاندې ونه نيول شي، دوی به خبرو اترو ته حاضر نشي.»

هغه وايي طالبان د افغانستان په داخل کې «حریف» نه لري او په همدې دليل هغوی د نړېوالې ټولنې د ټینګار باوجود، د یو مشروع او ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

فرهادي هم دغې اندېښنې ته په کتو وايي: «افغانستان په خطر کې دی، ځکه داسې يو حکومت چې ټول ورڅخه راضي وي، منځ ته را نه غلی.»

نوموړی زیاتوي چې د بهرنیو هیوادونو استخبارات دې نتيجې ته رسيدلي دي چې په اوسني وضعیت کې «د افغانستان يو موټي ساتل یوه لويه ننګونه ده.»

د فرهادي په آند: «د طالبانو اصلاح یوازې د پاکستان له طریقه» امکان لري، ځکه د هغه په خبره «طالبان د پاکستان له لارې او د دغه هېواد په ملاتړ قدرت ته ورسېدل.»

افغانانو له دغو دوو اخراجونو څه زده کړل؟

هغه درسونه چې افغانانو د دوو زبرځواکونو له وتلو زده کړي څه دي؟ آیا د دغه هېواد خلک او سیاستوال کولی شي خپل برخليک په خپله وټاکي؟ آیا دغه سیاسي درایت شتون لري چې ټول د يو بل ترڅنګ راټول او د هيواد د راتلونکې له پاره په ګډه تصميم ونیسي؟ اوسنی وضعیت ښيي چې دغو پوښتنو له پاره ځواب منفي دی. حتی د طالبانو مخالف سیاسي ګوندونه هم نه دي توانيدلي چې یو واحد او پراخ سياسي جریان رامنځ ته کړي.

هغه ټينګار کوي چې خلک، په ځانګړي توګه سياستوال، نخبه قشر او ټولنیز فعالان باید زده کړي چې خپله باید مسئولیت منونکي و اوسي او خپل برخليک په خپله وټاکي.» تر څو چې افغانان ونشي کړای چې په خپل ځان باندې حاکم شي، نور زبرځواکونه به راشي او افغانستان به اشغال کړي.»