پاکستان ولې د افغان ـ هند سوداګرۍ مخالفت کوي؟
په داسې حال کې چې پاکستان د خپلې خاورې له لارې د افغانستان او هندوستان له سوداګري راکړو ورکړو سره مخالفت کوي؛ هند او افغانستان په خپل منځ کې د هوا له لارې د سوداګرۍ پرېکړه وکړه. د افغانستان او هند ترمنځ د الوتکو په وسیله د سوداګري راکړو ورکړو دهلېز سر له نن ۱۳۹۶/۳/۲۹ څخه پرانستل شو. په افغانستان کې د هند سفیر د دې دهلېز د پرانستل کېدو په درشل کې وویل، په داسې حال کې چې پاکستان افغانستان ته تشدد او جنګ صادروي، هند له افغانانو سره د هغوی د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او پاکستان په خپل منځ کې د سوداګرۍ یو تړون لري چې په اساس به یې د افغان ـ هند ترانزیټ د پآکستان له لارې کیږي، خو پاکستان تل په دغه تړون سترګې پټې کړي او همېشه هيڅکله يې د پاکستان له لارې د هندوستان سوداګريزو توکو ته اجازه نه ده ورکړې چې افغانستان ته وارد شي. افغانستان په سيمه کې د خپل جغرافيبوي موقعيت له مخې ټولې نړۍ ته د ارزښت وړ دی ځکه که هڅه وشي افغانستان د مرکزي اسيا د پیوستون د ټکي په توګه ثابتيدای شي