د پاکستان په نېت لا هم شک موجود دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

د کابل پروسې دوهم کنفرانس  ته د وینا پرمهال ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته  د سولې د وړاندیز تر څنګ پاکستان هم د دولت پر دولت د مذاکراتو له لارې د افغانستان او پاکستان د ستونزو د حل وړاندیز وکړ.افغان حکومت تل خپلو خبرو باندې عمل کړی، خو پاکستان همیش افغان حکومت سره دوه مخی سیاست کړی او په خپلو خبرو باندی یی همیش افغان حکومت او نړیوالو ته دروغ وایی .

افغان حکومت د تل په څېر د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره دوستانه او د دواړو هېوادونو په ګټو ولاړ مناسبات غواړي او د همدې لپاره  د افغانستان د ملي امنیت مشاور ښاغلي حنیف اتمر د پاکستان د ملي امنیت سلاکار متقاعد جنرال ناصر جنجوعه ته بلنه ورکړه او د همدې اونۍ په پیل کې نوموړی کابل ته راغی دلته یی له ډیرو لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته وکړه .

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته د خپل سفر موخه پر دوی د لګېدلو تورونو سپیناوی، د پاکستان او افغانستان د مشرانو تر منځ د مخامخ خبرو زمینه برابرول او د دواړو هېوادونو د اړیکو عادي کول بللي دي چې له افغان مقاماتو سره په کتنو کې یې په همدې مورد بحث او خبرې کړې دي.

جنجوعه د افغان ولسمشر تر څنګ د اجرایه ریس عبدالله عبدالله او د ملی امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره ولیدل او ولسمشر محمد اشرف غنی یوه اعلامیه خپره کړه او پکی لیکل شوی وه چی په دغه کتنه کی د دواړو هیوادونو تر منځ د سیمه ییز اتصال او سیمه ییزو همکاریو پر اهمیت او ګټو د بحث تر څنګ د جرمي اقتصاد او تروریستي شبکو په فعالیت او هغو سره د مبارزی په لارو چارو هم خبرې وشوې.

ښاغلی غنی د افغانستان او پاکستان تر منځ د دولت په دولت مذاکراتو د پیل په خاطر چی د (کابل پروسی په دویم کنفرانس) کی پری ټینګار شوی وه د پاکستان لمړی وزیر شاهدخاقان عباسی ته رسمی بلنه ورکړه چی کابل ته سفر وکړی ، له عبدالله عبدالله سره یی هم وکتل او د دواړو هیوادونو پر همکاریو یی ټینګار وکړ او غوښتنه یی وکړه چی باید دواړوه هیوادونه پاکستان او افغانستان د هر اړخیزو همکاریو باندی ټینګار وکړ او وویل چی پاکستان ته یوه موقع په لاس ورغلی او بادی تری سمه ګټه پورته کړی .

دا چی افغان حکومت تل له پاکستان سره ښی اړیکی ساتلی او د ښو اړیکو غوښتنه یی تری کړی خو پاکستان ورته د ښو اړیکو په بدل کی دوه مخی سیاست لوبولی دا ځل هم د ملی امنیت سلاکار جنرال ناصر جنجوعه وویل چی باید طالبان د افغان ولسمشر د سولی په برخه کی وړاندی شوی طرحه باید له کوم شرط او دلیل پرته ومنی .

دا ځل هم ښکاری چی پاکستان یو ډول دوه مخی سیاست کوی ځکه په یوه ورځ لمړی وزیر شاهد خاقان عباسی واشنګټن ته ځی او هلته د امریکا مرستیال وزیر مایکل پینس سره وینی او هغه ته وایی چی پاکستان په افغانستان کی د امن د روانو هڅو کلک ملاتړ کوی ، او په سبایی باندی د ملی امنیت سلاکار جنرال ناصر جنجوعه افغانستان ته راځی او د افغان حکومت لوړ پوړو چارواکو ته وایی چی باید طالبان د افغان ولسمشر د سولی هر اړخیز وړاندیز ومنی او طالبان باید بی له کوم شرط او قید پرته سوله وکړی.

سره له دې چې پاکستاني مقامات د تېر په څېر داځل هم هر څه مني او د همکارۍ ژمنه کوي، خو لا هم د دوی په نېت شک موجود دی او دا باور موجود دی چې پاکستان به بیا هم خپلې ژمنې پوره نه کړي او دوی یو ځل بیا هم د افغان مقاماتو او هم د نړیوالې ټولنې د تېراېستلو هڅې کوي. دوی غواړي چې په دې ډول پر پاکستان شته نړیوال فشار کم او مخالفتونه نرم کړي.