د سولې درې مهم پړاوونه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

له سولې مخکې، د سولې جریان کې او له سولې وروسته درې پړاوونه د سولې مذاکراتو د بریالي ترسره کېدو لپاره حتمي او ضروري دي. لومړی او دویم پړاو (له سولې مخکې او د سولې جریان کې) د مذاکراتو پړاونه دي. لکه څنګه چې ولسمشر غني ټینګار لري، دغه دواړه پړاونه دې بین الافغاني وي، ځکه تر څو افغانان مخ په مخ له کوم دریمګړي پرته په خپلو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه سره شریک کړي او هیڅ لوري ته د دې وېره نه وي چې په منځ کې کوم بل پردی موجود دی او ممکن د دوی تر منځ د بدبینۍ د زیاتولو او لاسوهنې کوښښ وکړي

.  

د دغو دوه پړاونو بین الافغاني والی د دې لپاره حتمي دی چې افغانان یو د بل په ژبه، ستونزه او تحلیل تر نورو ښه پوهېږي، نو د سولې دمخه پړاو لپاره دې دواړه لوري خپل مذاکره کوونکي ټیمونه معرفي کړي. دغه ټیمونه دې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه لېست او د بحث لپاره چمتو کړي.

د سولې جریان یانې دویم پړاو کې دې مذاکره کوونکي پلاوي د لېست شویو وړاندیزونو او غوښتنو په اړه بحث او خبرې وکړي او کله چې د هر اړخیزو بحثونو او مشورو په رڼا کې ګډې پرېکړې ته ورسېدل، نو دریم پړاو د عملي کولو پړاو دی.

دریم پړاو کې که بهرنیان هم موجود وي، نو پروا نه لري، ځکه ممکن مذاکره کوونکې خواوې په ځینو مواردو کې د بهرنیانو ضمانتونو او موجودیت ته اړتیا حس کړي، یانې هغوی وړاندیز وکړي چې شوې پرېکړې او موافقه دې د بهرنیانو په حضور کې عملي او تطبیق شي.

د دې ترڅنګ حکومت باید د هغو افرادو چې د طالبانو له لیکوڅخه عادي ژوند ته ستنېږي او مهم شخصیتونه دي د هغوی د کورنیو مصونیت او معیشت لپاره په څو ولایتونو کې جامع پلان ترتیب کړي ، تر څو هغوی د خوندیتوب احساس وکړي او همدارنګه د دوی له وړتیاو څخه باید په بېلابېلو برخو کې ګټه واخیستل شي.

همدارنګه بېلابېلې دولتي ادارې باید د دوی د ځوانانو د جذب او استخدام لپاره په بدیلو لارو کار وکړي او په  بېلابېلوانکشافي، امنیتي او قوای کار پروژو کې ترې موثره ګټه واخیستل شي دا کار به دوه ګټې ولري له یوې خوا به د دوی له انرژۍ څخه د هېواد د ابادۍ لپاره استفاده وشي او بله دا چې د دوی وزګارتیا به د دې لامل نه کېږي چې د دښمن د منفي تبلیغاتو تر اغېز لاندې راشي او په اسانه د هغوی لیکو ته ور جذب شي.

همدارنګه باید طالب مشرانو ته د سیاسي فعالیت زمینه مساعده شي او هلته چې رهبري د ولایت او یا ادارو د خپلو مشخص، قومي، تنظیمو او سمتي ګټو لپاره نور کسان نفي کوي اصلاحات راشي، تر څو ټول له نظامي لارې څخه نه بلکې سیاسي لارې خپل فعالیتونه تنظیم کړي.

لنډه دا چې که د سولې دغه درې (له سولې مخکې، د سولې جریان کې او له سولې وروسته) پړاونه په دقت او ښه توګه ترسره شي، نو باور دی چې هم به په هېواد کې تلپاتې سوله راشي او هم به د سولې بهیر سره د یو ځای کېدونکو افرادو او کسانو له انرژۍ څخه د هېواد په ابادۍ کې ګټه واخیستل شي او له امله به یې په هېواد کې سوله او ثبات دواړه تامین شي.