موږ نشئ وېشلی!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

افغان واحد ملت د تاریخ په سختیو او کړاونو کې دې پختګۍ ته رسېدلی چې د وېش او تجزیې له خطره یې اېستلی دی، ځکه د تاریخ په اوږدو کې بار بار بهرنیو کړیو او په کوردننه مغرضو او مریضو افرادو زموږ د وېشلو کوښښ کړی، خو له نېکه مرغه دوی په خپلو دغو ناوړه هڅو کې تل ناکام او نهیلي شوي دي

.

موږ ځکه د وېشلو وړ نه یوو چې د تاریخ په اوږدو کې مو د وروڼو په څېر ژوند کړی، موږ ګډ هېواد، ګډ ارزښتونه، ګډ تاریخ او ډېر داسې مشترکات لرو چې موږ یې د تل لپاره سره اوبدلي یوو، موږ یې سره  نږدې کړي یوو، موږ یې یو په بل ګران کړي یوو او موږ یې یو د بل تن او وجود ګرځولی یوو.

موږ هغو روانو اوبو ته ورته یوو چې که څومره مو څوک د نیمولو، بېلولو او وېشلو هڅه وکړي، نو په دغه ناوړه هڅه کې به بریالی نشي، موږ د تاریخ ډېرو کرکجنو او تاوجنو پېښو ونشو وېشلی. زموږ تر منځ د کرکې ډېر تخمونه وشیندل شول، خو زموږ ویاړلې ځمکه د کرکې تخم نه زرغوني، نو دلته د کرکې وېشلي تخمونه تل وچ او کسکر پاتې شوې دي.

نن سبا یو ځل بیا قومي ټېکدارانو، سوداګرو او د ارزښتونو پلورونکو دغې بدرنګې سودا ته مخه کړې. دوی بیا قومي هویتونو ته پناه وړې ده. دغه افراد او اشخاص د خپلو شخصي ګټو په خاطر غواړي چې افغان واحد ملت په وړو وړو قومونو ووېشي او بیا یې یو د بل بدبینه کړي، خو ټینګ باور دی چې د دوی دغه ناوړه تبلیغات به نه یوازې دا واحد ملت ونشي وېشلی، بلکې دوی ته به خلک ورتوکړي او پر دوی به لعنت ووایي.

د افغانستان وروڼو قومونو او دغو قومونو او زموږ د هېواد ژبو ته منسوب هر هېوادوال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، سیمو او کلیو کې د یوې کورنۍ د غړو په څېر په مینه او ورورۍ ژوند کړی دی. یو بل ته یې په سختیو کې ځان رسولی دی. خپل امکانات یې له نورو سره شریک کړي او وېشلې دي او په خپلو وروڼو یې سخته ورځ نه ده پیرزو کړې. زموږ تر منځ دغه خوږلني، وحدت او صمیمیت لا هم په همغه قوت موجود دی او تر څو چې دا دنیا ودانه وي، نو زموږ وحدت او قوت به دوام لري.

سره له دې چې استخباراتي کړیو زموږ د وېشلو او بېلولو لپاره هر ډول هڅې وکړې، خو کومه مثبت نتیجه یې ورنه کړه، نو هیله ده چې دغه قومي ټېکداران خپله بدرنګه سودا بل چېرې یوسي، ځکه دغه پوچه سودا دلته خریدار نه لري.

د افغانستان بقا د افغان واحد ملت په یووالي پورې تړلې ده. د دغو وروڼو قومونو مینې، محبت، صمیمت، خواخوږي او یووالي د ملت په توګه زموږ او همدارنګه زموږ د ګران افغانستان مصونیت، بقا او دوام تضمین کړی دی.

موږ چې د تاریخ تاوجنو شیبو، د زبرځواکونو یرغلونو او وسله والو بریدونو اېل، بېل او ښکېل نه کړو، نو د څو بې تاثیره، بې وسلې او بې نفوذه قومي ټېکدارانو منفي تبلیغات او زهرجنې څرګندونې به مو څنګه بېل کړای شي؟