شرمیدلي، تښتیدلي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

کله، چې کوم کس او یا کوم سیاسي گروپ او  یا کوم بلوک، کوم سیاسي، اقتصادي او ټولنیز عملي، طرحه او برنامه و نه لري، نو بیا هغوې اوتو بوتو ته پناه وړي.

 

که یو څوک د چا  کور ته ورشي او ورته ووایې، چې فلانی کس په هر ځای کې درته ښکنځل کوي او ستا د وژلو او ستا د کور د ورانولو خبرې کوي.

 

که د کور خاوند عقلمند وي، نو بیا ورته وایې، چې خوله دې بنده که، اوس خو دا ته، چې  راته مخامخ بوڅ ناست يې، راته ښکنځل کوې نه هغه.

نو له کوره مې واوځه دیوسه ، مخ دې ورک که، بیا دې دلته نور و نه گورم، زه لکه چې یو بی خبره  او  یو اپن انسان درته ښکارم.

 

په افغانستان کې د ایران سفیر تورن نه "تورن" مجاهد اسماعیل خان ته، چې په "دوشنبه کې د هرات په امنیتې ناسته" کې د ایران په استازیتوب وینا وکړه، د مسکا سره په ځواب کې وویل، چې موږ باندني غوړه مال ویناوالو ته هیڅ ضرورت نه لرو.

 

نو دا ځنې، ځنې شرمیدلي، تښتیدلي، چې کله په یو هیواد کې او  کله په بل هیواد کې د بهرنیو ملکونو د انتظار خانو د دروازو شاته یوازې او یوازي دا وایې، چې طالبان ترورستان دي او دا د .... ځامن بهرني ملکونو ته،  انتحاریان او ترورستان لیږي او  ستاسو، ثبات او امنیت خروپوي اوگډودوي.

 

 نو هله د خدای له پاره، د عیسی او د موسی په خاطر طالبان له واکه لري کړئ او دا مونږه د کابل پر تخت کینوئ، تر څو تاسو په خپل ملک  کې په آمن او امان کې ژوند وکړئ، پر مونږ حساب وکړئ، مونږ ښه ماهر وطن پلورونکي یو!

 

او شر میدلیو، بیله ناټو تاسو خو يوه ورځ هم د ځان دفاع ونکړه، نو بیا د چا په زور او مټو تاسو کابل کې حکومت کوئ؟

 

دا شرمیدلي، تښتیدلي حتا د دوه سترو غمیزو  د بهرنیانو د حضور د پایلو  او نتایجو څخه لا هم زده نکړل.

بنآ:

ددوی  دا خیل حرکات يوازې او يوازې دا مانا لري چې:

دا دوی دي، چې په افغانستان کې جنگ غواړي، افغان وژنه او د افغانستان بربادي غواړي.

دا دوی دي، چې  ملي وحدت نه غواړي، یو والی او گډ ژوند د نورو سره نه غواړي، يوازې او یوازې وحشت، نفاق او بیلتون غواړي او یوازې او یړازې خپل ځان او خپل کوچنی ډله غواړي.

 

دا دوی دي، چې د نورو ملیتونو قومونو او قبايلو حقونو نه سترگې پټوي او نورو ژبو او کلچر ته په سپک نظر گوري.

 

دا دوی ول چې پرون یې هم سیاسي حل نه غوښتل او نن يې هم نه غواړي.

دا دوی دي، چې ناپېیلی افغانستان نه غواړي

دا دوی دي، چې ملي حاکمیت، ملي اقتدار او ملي هویت مخ ته خنډونه جوړوي.

دا دوی دي، چې افغانان په افغان او غیر افغان ویشي او سره جلا کوي.

دا دوی ول او دي، چې د ملي پراختیا او پرمختگ او ملي پروژو مخه نیسي.

دا دوی دي، چې د سولې او ثبات سره مخالفت کوي، نه بل څوک.

انجنیر زلمی نصرت

دنمارک