له ديموکراسي په اړه د نا سم پوهاوي مسله

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
د ديموکراسي په اړه د نا سم پوهاوي مسله په دوو برخو ويشلي شو لومړي دا چې د ديموکراسي د پلويانو له خوا د غي پېښې ته لکه څنګه چې پکار ده کار نه دی شوی ، بلکې تر ډېره بريده ترې ابزاري ګټه پورته شوې ده  کوم پيغام د ديموکراسي چې خلکو ته رسېدلې هغه نيمکړې ده  او د ديمو کراسي جوهر خلکو ته ندي رسيدلي

دوهم دا چې د ديموکراسي مخالفينود دغې بهير په وړاندې جدي او پرله پسي له دښمنۍ نه ډک ګامونه پورته کړې دي
زما په اند تيو کراسي پلويان پر ټولنې حاکميت لري، نو له خپلو ټولو امکاناتو څخه د ګټې اخستلو سره د ديموکراسي په وړاندې  خپل مخالفت يې ښودلی دی  د بېلګې په توګه  له دين سره له ضديته نيولي بيا تر کفره پورې ټول هغه تورونه دي چې پر ديموکراسي او د ديموکراسي پر پلويانو لګول ګېږي .همدا دوهم لامل د دې سبب شوی دی ،چې خلک له ديمو کراسي نا سم تصور ولري او فکر وکړي چې ديمو کراسي يعني بې ديني
بل لامل يې دديموکراسي له نوم څخه د ډېري بې بندوباره کسانو ناوړه ګټه اخستنه ده دا خلک داسې کارونو ته مخه کوي چې نه په قانون کې جواز لري او نه هم په اصولو کې دوی ديمو کراسي چتر د يوې خوندې ځالې په توګه کاروي او ټولې ناروا کړنې د ديموکراسي تر نامه لاندې تر سره کوي، له همدي امله ده چې د سياسي ټولنيز مفهوم او لېدلوري پر وړاندې يې مخالفتونه پارولي دي او د ناسم پوهاوي زمينه يې برابره کړې ده
زه فکر کوم د ديموکراسي د پراختيا له پاره د بنسټيزو کاورونو اړتيا شته او يو له دغو کارونو څخه د مډرنو ښوونځيو او پوهنتونو نوجوړول ،دپوهنتونونو پر نصاب بيا کتنه او پر ديني مدارسو د نظارت زياتوالی دی، ځکه ټول داخلاقي  روزنې مراکزدي او د ښوونې او روزنې بر مراکزو د تمرکز له لارې کېداي شي چې په اذهانو کې مثبت بدلون رامنځته شي ځکه زموږ په ټولنه کې ټولنېزو علومو وده نه ده کړې،عام خلک خو له سره د ټولنېزو علومو مطالعه نه کوي ، د ديموکراسي او نورو نويو پېښو په اړه په ټولنه کې د شعور کموالي د ديموکراسي په اړوند بحثونه ورته د کاڼي کرښي ښکاري خو تر څنک يې ؛د پوهنتونونو محصلين هغه که عصري علومو پر زده کړه بوخت دي او که شرعيات لولي په خوا کې يې ټولنيز علوم نه مطالعه کوي او نه په پوهنتونونو کې د ټولنيزوعلومو اړوند بحثونه کېږي ، چې د ټولنېزو مسايلو ، زغم ، يوبل منني او نورو اړينو موضوعاتو اړوند يې ذهنونه پراخ شي چې دغه موضوعات د ديموکراسي لپاره زمينه او ذهنيت برابروونکي دي د دمشاهدو او کتنو   پايلې داښيي د طب او انجنيري د محصلينو او شرعياتو د محصلينو په ليدلورو کې توپير نه ليدل کېږی او علت همدا دی ،چې زموږډاکتر او انجينر هم د خپل مسلک تر څنګ يواځي د نويوپېښو په اړه له کمي پوهي څخه برخمن دی ډېر لوستي ځوانان د ديموکراسي په اړه نا سم تبليغاتو تر اغېزلاندې راغلي دي  يو شمېر ځوانان فکر کوي چې ديموکراسي يو خاص نظام دی چې فحاشي ورسره حتمي ده او دين له منځه وړي  دا رنګه ځوانان بايد په دي وپوهول شي چې د ديموکراسي په مفهوم او اصولو کې دا يو شی هم نه شته  بلګې ديموکراسي د خلکو درايی پر بنسټ د خپل واکمن ټاکل دي چې د اکثريت خلکو له غوښتني سره سم به حکومت کوي او هغه قوانين به پر مخ بيايی چې د يو اولس د قانون پوهانو له خوا دخپل هيواد د اکثريت وګړو له عقدوي ،کلتوري، اقتصادي ، سياسي او نورو غوښتنو سره سم جوړ شوی وي
په ديموکراسي کې داولسي ګوندونو  رول له پامه ونه غورځول شي  د ننني ديمو کراسي يو لوي خنډ ګوندونو ته ارزښت نه ورکول دي په دي ورستيو ټاکنو کې د جنجالونو له ټاکنو څخه راوتلی کډ حکومت او له ستونزو ډک حکومتداري يو لوي لامل يې د ګوندونو کمزورتيا ښودل شوی دی
يو شمير مدني ټولنې او سياسي ګوندونه يوازي د ټاکنو په درشل خپلو کړنو ته پايښت ورکوی په داسې حال کې چې ديموکراسي يوازي درايه اچولونوم نه دی
بلګې د هيواد په ټولو چارو کې فعال ګډون کول دي .د د يموکراسي يو ډېر زرين اصل ديو بل زغمل دي  د يمو کراسي په يو هيواد کې هغه وخت ښه پرمختک کوي چې د هغه هيواد خلک د  ديموکراسي اصولو ته ژمنتيا ،عدالت دخلکو رضايت ته پاملرنه ، دخلکو د غوښتنو په نظر کې نيول او برابري  ته وده ورکړ شي
په ورستي تحليل کې قانون بايد عملي شي او خلکو ته داسي تصور ور نه کړل شي ،چې د قانون ماتول او پر قانون پښې ايښودل هم د ديمو کراسي برخه ده او له امله يې د خلکو په منځ کې د ديمو کراسي نوم بد شي
پوهندوی عبدالرشيد ملکزی