عبدالله عبدالله د هر مثبت ګام په وړاندې خنډ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


شیطاني مثلث
عبدالله عبدالله چې د نظارشورا او اسلامي جمعیت په سیکټاریستي او اخوانۍ روزنیزه او جګړه یزه ‏مدرسه کې لوی اوروزل شوی، هېواد او سیمه کې د پېښو په وړاندې د همدغې مدرسې له لیدلوري ‏دریځ نیسي او د څو لسیزو وروستني حالات هم په ۹۰ یمه لسیزه کې د اسلامي جمعیت او نظارشورا ‏د مطلقه او انحصاري واکمنۍ له عینکو ویني.‏


دا مهال، نه ۹۰ لسیزه ده او نه په کور دننه او بهرني حالات هغه څه ته ورته دي چې عبدالله عبدالله ‏يې په چاپېریال کې لوی شوی او نه د اسلامي جمعیت زړې نسخې او تګلارې د پلیتوب وړ دي چې ‏مخینې يې هم د ناورین پرته، هېواد ته بل څه نه درلودل!‏
اسلامي جمعیت چې ۹۰ لسیزه کې یې برهان الدین رباني مشري کوله او هغه مهال یې هېواد لپاره د ‏افغان حکومت او ملګرو ملتو د سولې تګلار شنډه کړه، نن چې عبدالله عبدالله يې استازولي کوي، په ‏ورته دریځ غواړي د ولسمشر غني په مشرۍ د سولې هڅې او تګلار سبوتاژ کړي او د ۹۰ یمې ‏لسیزې پشان دوه لسیزې وروسته هم افغانستان په بل او نوي ناورین ورګډ کړي.‏
ولسمشرغني تېره میاشت طالبانو سره د سولې لپاره خپله اووه ماده یزه تګلار اعلان کړه او طالبانو ‏سره یې د یوې میاشتې اوربند، تر هر ډول مذاکراتو مخکې، د دې تګلارې اصلي شرط وګاڼه.‏
ویل کېدای شي د دې طرحې ان لومړیو شېبو کې، هېواد کې دننه او بهر په پراخه کچه هرکلی وشو. ‏ولسمشري ماڼۍ د لا اغیزمنتوب لپاره په نوموړي تګلار کې د هېوادوالو د جوړونکو وړاندیزونو ‏کړکۍ پرانیستې پریښوده، خو عبدالله عبدالله له لومړي سره او تر هر چا مخکې د هغې د سبوتاژ لپاره ‏خپله خوله پرانیسته. نوموړي د نومبر په پنځمه د فرانسي خبرې اژانس سره په خبرو کې د دې ‏تګلار اهمیت او جدي والی تر شک لاندې ونیو او زیاتوي «هیچا دغه طرحه د یوه پروګرام پتوګه ‏جدی نه ده نیولې ... دغه طرحه له بل هر څه د هیلو یو لیست دی. هیڅوک دغه طرحه جدي نه ‏نیسي ــ نه د افغانستان خلک او نه بل څوک، ازادي راډیو»‏
البته عبدالله عبدالله په خپله پورته پریکړه کې، ځان هم د حکومت د برخې، هم د اپوزیسیون، هم د ‏طالب، هم د افغانستان د خلکو (عبدالله د افغان کلمې په ځای، د خپلو پلانونو له مخې د افغانستان ‏خلک کاروي) او هم د نړیواله ټولنې استازی راپېژني او د دوی په نابللي استازیتوب وایې چې ‏‏«هیڅوک دغه طرحه جدی نه نیسي»!‏
خو که له نوموړي وپوښتل شي چې که ستاسو په مزاج برابر د هیڅوک پرځای هر څوک، یانې هم ‏افغان حکومت، هم طالب، هم افغانان او هم نړیواله ټولنه کومه طرحه لري او هغه د عبدالله په خبره ‏جدي ګڼل کیږي، هغه به کومه طرحه وي، عبدالله به څه ځواب ولري؟
د حکومت په طرحو نېوکه او هغه هم د سبوتاژ په موخه او بلخوا خپله طرحه نه وړاندې کول، یا نه ‏لرل، د جګړې په درېدو او سولې ته په رسېدا کې، څه مرسته کلای شي.‏
د ولسمشر د سولې په اووه ماده یزه طرحه کې، منځټکی طالبانو سره اوربند دی او دا همغه ټکی ‏دی چې شیطاني مثلث (عبدالله او د ده لنډه غر + طالبان + پاکستاني جنرالان او ‏ISI‏)، يې په ‏وړاندې خنډونه جوړوي.‏
دلته باید هېره نه کړو، د عبدالله ډله له هر څه زیات له اوربنده ډاریږي. یوه میاشت اوربند چې ‏طالبانو سره د خبرو د پیل لپاره د حکومت لخوا په پام کې نېول شوی، عبدالله عبدالله او د هغه ‏جګړه مار سخت ځوروي!‏
د جګړې دوام د عبدالله او د هغه د ډلې لپاره لنګه غوا ده. که جګړه جاري وي، مرکزي او غښتلی ‏دولت نه شي جوړېدای او دا هغه څه دی چې د عبدالله د لنډه غرو د موخو منځړی جوړوي. په جګړه ‏کې د جګړه مارو ډلو چې د عبدالله پرشاوخوا راټول دي د وسلو، تاریاکو او هر څیز ښه سوداګري او ‏تجارت روان دی. که جګړه جاري وي د عبدالله د ډلې د وژنو، قتلونو، غلاوو، چور او تالان پوښتنو ‏ته فرصت نه پیداکیږي. لکه څنګه چې تېرو څو لسیزو وښوده، کمزوری حکومت د افغانانو او ‏نړیوالې ټولنې چور شوې پیسې، د دې ډلې له لنډه غرو نه شي اخیستلای. دلته هم باید حکومت ‏کمزوری وساتل شي او جګړه باید په غرغنډو وي.‏
د مرکزي حکومت له پیاوړتیا څخه نه یوازې په کور دننه نظارشورا، اسلامي جمعیت او نورلنډه غر ‏ریږدي، بلکې بهر کې ‏ISI‏ او د پنجابي پوځ لنډه غر هم خپله اینده تیاره ویني، نو ځکه د اسلام اباد، ‏طالبانو او د عبدالله د لنډه غرو مثلث، د اوربند مخالف او د جګړې د دوام لامل ګڼل کیږي.‏
تېر ځل هم د روان کال د غوایې میاشتې په ۱۸ مه، د سولې د مشورتي لویې جرګې په تړاو، عبدالله ‏عبدالله په ترکیه کې د دغه هېواد له دولتي اناتولي خبري اژانس سره مرکه کې ویلي ول« د لویې ‏جرګې د تر سره کېدو پرمهال د دولتي او اقتصادي فعالیتونو د بندېدو ترڅنګ، خلکو ته د درنو مالي ‏زیانونو په رسېدو سره زموږ د هېواد په اړه نوې لاسته راوړنې نه لرلې»‏
لومړی عبدالله او ټاکنیز ټیم یې لویه جرګه تحریم کړه او وروسته يې د هغې د پریکړو په اړه اناتولي ‏اژانس سره یاده مرکه وکړه. دغه جرګه کې د افغانستان د ټولو ولایتونو ۲۳۰۰ تنو استازو ګډون ‏کړی وو چې ۳۰ سلنه یې مېرمنې وې. د جرګې ګډونوالو د یادې جرګې په پنځمه او وروستۍ ورځ ‏سولې ته د رسېدو لپاره په ۲۳ مادو کې خپل وړاندیزونه، نظرونه او غوښتنې له افغان حکومت سره ‏شریکې کړې.‏
پاکستاني خبریال سلیم ساپي په پاکستانۍ جنګ ورځپاڼه کې لیکي «خلیل زاد طالبانو سره ژمنه کړې ‏چې د دې ډلې ۵۰۰۰ غړي له بنده خوشې کړي، خو ولسمشر غني دا طرحه نه ده منلې او ویلي یې ‏دي چې امریکا کولای شي هغه طالب بندیان خوشې کړي چې د دوی په زندانونو کې بندي دي. افغان ‏دولت د سولې مشورتي لويې جرګې د پریکړې له مخې د ښه نیت څرګندولو په موخه، یو شمېر ‏محدود بندیان خوشې کړل، خو د سراسري اوربند پرته به هیڅ بندي خوشې نه کړي.»‏
خو عبدالله عبدالله بیا د لړم میاشتې په ۹ مه، خلیل زاد او طالبانو ته په غوړه مارۍ کې وایې«که د ‏طالبانو خوشې کېدا(هغه هم د دوه تنه امریکایانو په تبادله کې، لیکونکي) سولې سره مرسته کولای ‏شي، باید تر سره شي. که چیري دلته بندیان وي، د خلاصون لپاره يې باید کار وشي»‏
عبدالله عبدالله داسې خبرې امریکا او طالبانو ته په غوړه مارۍ سربېره، پر ولسمر غني د فشار اچولو ‏لپاره کوي. ایا عبدالله د دې تضمین کولای شي چې د دوه تنه امریکایې استادانو په تبادله کې د ۵۰۰۰ ‏تنو طالبانو خوشې کېدل، چې هغو کې د طالبانو سړیخواره والیان او قومندانان شامل دي، اوربند او ‏سولې سره مرسته کولای شي؟
حکومت د ښه نیت لپاره څو ځلي د طالب بندیان خوشې کړل، ایا په جګړه کې سړښت راغی؟
عبدالله او خلیل زاد غواړي، جګړه باید توده وساتل شي. هره پلمه باید وکاریږي چې د مرکزي ‏حکومت د سولې کارنده طرحې تر پلي کېدا مخکې سبوتاژ شي.‏
افغانان باید د عبدالله د لنډه غرو په ګډون په دولت کې دننه د اوربند او سولې مخالفین تر طالب او ‏داعش کم ونه ګڼي. باید د مرکزي حکومت پر شاوخوا راټول واوسو. حکومت یوازې د ولس په ‏ملاتړ د اوربند او سولې تګلار پلې کولای شي.‏
د ۲۰۱۹ کال د نومبر ۶ مه
سرلوڅ مرادزی