هسکه مېنه کې د دښمن جنایت

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مطیع الله سحر
د جمعې په مبارکه ورځ وحشي دښمن مو يو ځل بیا د افغانانو په کورونو وېر خپور کړ. د خدای په کور او الله ته یې په سجده بې ګناه خلک شهیدان کړل، مېندې یې کونډې کړې خویندې بې وروره کړې اوګلالي ماشومان یې یتیمان کړل. دا یوازې یوه تروریستي پېښه نه بلکې یو وحشت او یوه فاجعه وه. داسې فاجعه چې د سیمې او نړۍ په کچه به یې بېلګه نه وي موجوده
.
دغې فاجعې د هیواد دننه او له هیواده بهر ټول خلک خواشینې  کړل او له دې څخه دا په ډاګه شوه چې د افغانستان دښمنان لا هم له عامو افغانانو سره له دښمنۍ او د دوی له وژلو څخه لاس نه اخلي او حتی د خدای تعالی په کور کې د خدای په عبادت بوخت لمونځ کوونکي هم شهیدانوي.
ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار هسکې مېنې ته ورغی او  هلته یې د شهیدانو له کورنيو سره وکتل. د قربانیانو کورنۍ او سپینږيرو مشرانو ته یې وویل چې دا یوازې ستاسو نه بلکې زمونږه ټولو شریک غم دې او په دې غم باندې ټول افغانان خواشينې دي . ښاغلي غني د قربانیانو کورنیو ته له خدای نه د زړه صبر وغوښت او له هغوی سره یې دا وعده وکړه چې دا دښمن به  حتما زموږ ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه تعقیبوي او هر چېرې یې چې پيدا کړي د خپلو بدرنګو اعمالو او جنایتونو په سزا به یې رسوي او د دغې وینې غچ به ورڅخه اخل.
محمد اشرف غني د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره نغدي مرسته او د هغوی له پاره یې یوه یوه نمره ځمکه او له هر کور څخه یو یو غړی  بیت الله شریف ته د عمرې او حج مراسمو د ادا کولو لپاره به وليږي دا هغه وعدې وې چې ښاغلي غني د قربانیانو له کورنۍ سره یې د هغوی د غم د کمولو په خاطر وکړې.
ښاغلي اشرف غني خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دا دنده وسپارله چې د یادې پېښې مسولین پيدا کړي او هغوی ژر تر ژر د قانون منګولو ته وسپاري. ښاغلي غني په ننګرهار کې د هسکې مېنې له سپنږيرو مشرانو څخه هم مننه وکړل چې له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې د ښمن پر وړاندې لاس یو کړل او دښمن یې په شاه وتمبلو .
ننګرهار د افغانستان یو له هغو نا امنو ولسوالیو څخه دی چې پکې طالب او داعش دواړه ډلې پراخ حضور درلود، خو اوس زمونږه امنیتي او دافاعي ځواکونو هغوی مات کړي او ښاغلي غني د هسکه مېنې  له سپینږېرو مشرانو څخه وغوښتل چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره لا لاس یو کړي تر څو طالب او داعش دواړه جګړه مارې ډلې له دې ولایت څخه لرې کړي.