هېڅوک هم له قانون څخه لوړ نه دي!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
مطیع الله سحر
زمونږ امنیتي او فاعي ځواکونه تل په دې هڅه کې وي چې د ولس او وطن لپاره کار وکړي او  قانون پر ټولو باندې یو شان تطبیق کړي، ځکه په دې کې د دوی، ولس او د هیواد خیر او ګټه ده. امنیتي  او دفاعي ځواکونه په څلور دېرش ولایتونو کې امینتي تدابیر نیولي او کوښښ کوي چې ټولنه د قانون واکمنۍ او د ثبات لپاره ته بوځي
.
امنیتي ځواکونو د هیواد د ښه امنیت د ټینګولو لپاره دا ښه وپتېیله چې د تورو ښیښو موټرونه لرې شي او ټول ساده ښیښې ولري. ځکه چې مونږه له ډېر وخت راهيسې ګورو چې په هیواد کې مو کوم ډول ورانکاري تر سره کېږي ټول د همدغو تورو ښيښو موټرو واله لاس دي. ځکه چې په هر تلاشۍ کې هر ډول موټر په ښه دقت سره کتل کېږي خو په هغو موټرو کې دوی داسې کوم څه پیدا نکړل چې هیواد ته مو تاوان واړوي.
د هیواد رهبري یانې په خپله ولسمشر غني د هغه څه امر کوی چې پولیس یې تطبیقوي او موخه یې د خلکو لا ښه امنیت او خوندیتوب او د جرمونو مخنیوی دی.  د دغه قانوني کار پر وړاندې لومړنی خنډ وکیلان دي، حال دا چې وکیلان باید د قانون جوړونکي ارګان د غړو په توګه د دې کار هرکلی او درناوی وکړي، مګر برعکس دوی خنډونه ایجادوي او مخالفت یې کوي دلیل یې دادی چې د دې تر شا کوم لامل حتمي موجود دی.
وکیلان د همدې لپاره غواړي چې خوشحال سعادت له دندې ګوښه کړي خو خوشحال سعادت به هېڅکله هم خپله دنده پرېنږدي او زمونږه ولسمشر هم دا اجازه نه ورکوي، ځکه د پولیس دنده پر ټولو یو برابر د قانون تطبیق دی. ښاغلی غني ولیدل چې ټول ولس د وکیلانو برعکس د ښاغلي سعادت او په لویه کې د خپلو زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ودرېدل او د دوی ټینګ حمایت یې وکړ. 
زمونږه پارلمان چې هلته د هر ولایت استازي پکې دي او د دې لپاره ولس دا خلک انتخاب کړي دي چې هیواد ته خدمت وکړي او ولس څخه دفاع. خو اوس چې دوی واک ته رسېدلي خدمت خو پر ځای پرېږده دوی خو له دوښمن څخه هم زیات خپل ولس او هیواد ته تاوان رسوي. زمونږه پارلمان د هیواد د ښه امنیت د تامین لپاره د ورځې یوه غونډه ونه کړه خو د هیواد د ښه امنیت د نیولو د مخ نیوي لپاره د شپې په یوه بجه غونډه کوي او مخه یې نیسي. چې د دوی دغه ويډو اوس په خواله رسنیو باندې ډېره ښکته پورته کېږي او ولس هم پرې نیوکې کوي.
ولس د پارلمان له وکيلانو څخه په دې ګيله من دی چې تاسو خو د ولس په خوښه تللي یاستئ او باید خپل ولس ته خدمت وکړئ. نو بیا ولې تاسو داسې یو کار تر سره کوئ چې هم خپل نوم او هم د ولس نوم بدناموئ. د افغانستان قانون ته باید لومړۍ دولتي چارواکي احترام ولري او کله چې دوی ورته احترام ولري نو بیا ټول ولس ورته احترام لري او پر ځان یې تدبیق کوي.