د ولسمشر غني هڅې او لاسته راوړنې د قدر وړ دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی
ولسمشر غني په تېرو پنځو کالو کې د خپل هېواد د بیا تجسم، پخواني عظمت، امنیت او ثبات ته د ورستنېدو لپاره زیاتې هڅې کړي دي. نوموړي په زغرده وویل، چې زموږ مهمه دنده د جنګ، فساد او جرایمو د خبیثه کړۍ ماتول او د هغې په ځای د ګډون، برخې اخېستو، مشارکت، سولې او پرمختګ د نجیبه کړۍ جوړول او ځای په ځای کول دي
.
په همدې موخه یې په تېرو پنځو کالو کې هرې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړه، په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او تجهیز او همدارنګه د فساد ضد جدي مبارزې ته، ځکه چې له یواې خوا د هیواد د بقا او له بل لوري د خلکو هوساینې او ثبات مسله وه او د دې دواړو لپاره هم د جنګ ګټل او یا حداقل د دښمن له لوري د متوجه تهدیدونو دفعه کول او له بل لوري خلکو ته د کار او خدماتو برابرولو لپاره په دغو دواړو برخو کې همزمان کار او پرمختګ حتمي وو.
ولسمشر غني غواړي د متحرک اقتصاد لرونکې ټولنې ته چې د اسیا د څلور لارې په توګه د سیمې د انکشاف لپاره د همکاري په بستر کې په امنیتي همکاریو عمل وکړي، ورسېږو. په همدې موخه یې د منځنۍ اسیا هیوادونو سره نه یوازې اړیکې او مناسبات پراخه کړل، بلکې اقتصادي همکارۍ یې هم رامنځته کړې.
په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې همکارۍ چې په دې وروستیو کې ولسمشر غني یو ځل بیا وهڅولې د قدردانۍ وړ دي، ځکه په تېرو څلوېښتو کالو کې افغانستان د جګړو له امله دومه متضرر شوی دی چې د نړیوالې ټولنې له همکارۍ مه واره په یوازې ځان پرمختګ لا څه چې یوازې خپل مصارف هم نشي پوره کولی.
ولسمشر غني همدغو نړیوالو همکاریو ته په اشارې وایي،  نن تر ۲۰۲۴کال پورې ستاسو د ملاتړ د تمدید لپاره غور او ارزونې موږ ته دا توان راکوي چې د ځان بسیاینې لپاره هڅې وکړو، طالبان دې ته اړباسو هغه لار چې په مخ کې لرو یو سیاسي بهیر دی او سیمه ییز همکاران د دغو همکاریو ګټو ته وهڅوو.