حمدالله محب سولې او جګړې ته هم اشارې لرلې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار چې د ملګرو ملتونو سږنۍ مجمع ته یې وینا کوله، سولې او جګړې دواړو ته یې اشارې لرلې، نوموړي وویل: "موږ په داسې حال کې، چې په دې اړه د یوه بل ګام پورته کېدو ته تیار یو، ژمن یو، چې سوله باید پایداره، همه شموله او باعزته وي. افغانان د لانورې وینې بهېدنې د مخنیوي په موخه په بېړني ډول د اوربند غوښتونکي دي،

هغوی غواړي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې وشي او غواړي، چې اسلامي جمهوریت د ملت او دولت د بنسټ په توګه باقي پاتې شي. مونږ نه یوازې د خپلو لاسته راوړنو د خوندیتوب غوښتونکي یو، بلکې د هغه اساس د ساتلو غوښتنه هم کوو، چې د موجودو لاسته راوړنو د لا ډېرېدو او غوړېدو امکانات برابروي."

نوموړي همدارنګه له هغو نړیوالو څخه چې د سولې په برخه کې یې د افغان دولت په همغږۍ او د دوی له اصولو سره سم ګام پورته کړی او همکاري یې کړې مننه وکړه. "مونږ په دې اړه د هغو نړیوالو شرکاو له همکارۍ مننه کړې او ښه راغلاست مو ورته ویلی، چې د سولې د تامین په برخه کې زموږ له اصولو سره مطابقت لري او د افغانانو په مشرۍ  یې د سولې له پروسې ملاتړ کړی. سوله زمونږ مشترک هدف او ترهګري زمونږ ګډ دښمن دی او نباید د سولې په یوه غیر واقعي استعجالیت کې ترهګر پیاوړي کړو.

زه غواړم له نړیوالو شریکانو او ملګرو مننه وکړم، چې زمونږ د سولې د هڅو ملاتړ یې کړی دی د هغو له جملې د امریکا متحده ایالات، اروپايي ټولنه، جرمني، ناروې، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، اندونیزیا، ازبکستان او نور هیوادونه. "

ښاغلي محب لا هم ترهګري د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره ګډ تهدید وباله او د دغه تهدید پر وړاندې یې چې دا مهال یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پر وړاندې قرباني ورکوي پر ټولو یې غږ وکړ چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې باید خپلې هڅې درېغ نه کړي. "دا مهال افغانان د نړیوالې ترهګرۍ پر لومړۍ کرښه جنګېږي، چې د نورو هیوادونو خلک په سوله کې ژوند وکړي، خو دا باید له یاده ونه باسو، چې سوله یو دایمي وضعیت نه دی، بلکې دوامدره ارزیابۍ او پاملرنې ته اړتیا لري، چې شریک اړخونه یې په ګډه پر غاړه اخلي او ارزښتونه سره شریکوي. هغه ترهګر، چې افغان ځواکونه ورسره جګړه کوي، مونږ او ټولې نړۍ ته ګواښ دي."