آی اس آی د حکمتیار له خولې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

تبصره

د دوکتور نجیب الله د شهادت د کلیزې د پرتمینې لمانځنې له امله د نجیب الله د قاتلینو او د آی اس آی د نوکرانو پر زړونو بیا لړزه را خبره شوې او خپلو صادقو ګوډاګیانو ته يې دنده ور سپارلې په هره وسیله چې ممکنه وي ددغې پرتمینې غونډې د جوړېدو څخه  مخنیوي و کړي. د آی اس آی مخلص بچي حکمتیار په بیړه  خپل نور شرمېدلي او وطنپلوره ملګري سره راټول او دولت ته يې ددغه غونډې د جوړېدو له امله د ګواښونو ډکه یوه اعلامیه وسپارله. دولت چې د جهادي تورې مافیا یو سهامي شرکت دی ، د دولت د موجوده قوانینو خلاف ددې غونډې د جوړېدو څخه مخنیوی وکړ.

حکمتیار او جهادي توره کړۍ ولې د دوکتور نجیب الله د شهادت د کالیزې له لمانځلو څخه ډار او وحشت لري؟ لکه څرنګه چې ضیاُوالحق ویلي ول حکمتیار تر هغه (ضیاُالحق ) هم پاکستان ته زیات وفادار دی ،ضیاُوالحق ویلي ول جهادیان د پاکستان جنګیالي دي او د پاکستان دپاره جنګېږي. دا هسې تشې خبرې نه دي حکمتیار ګام په ګام او قدم په قدم خپله وفداري آی اس آی او د ضیاالحق ارمانونو ته ثابته کړې او ثابتوي ، ددوی له برکته نن پاکستاني واکدران پر افغانستان خپل شرایط تحمیلوي او پاکستان په لوی پوځي قوت بدل شوی. حکمتیار د افغانستان قسم خوړلی دښمن دی ده د ظاهر شاه دموکراسي وننګوله او د مخالفینو پر خلاف يې تروریستي عملیات په لاره واچول، عبدالرحمن، سیدال... دده د تروریستي ډلې له خوا په شهادت ورسېدل، ده د کابل پر نجونو تیزاب وشیندل او د انجونو له زده کړې سره يې مخالفت وکړ. ده د داود خان د جمهوري نظام پر ضد پاڅون وکړ او د آی اس آی په غېږه کې يې پناه واخیسته او د آی اس آی په مرسته يې خپله تروریستي شبکه پراخه او غښتلې کړه. ده د پاکستان سره د فدرالي کېدو طرحه وړاندې کړه، ده د جهاد تر نامه لاندې بې شمېره ښوونځي ، روغتونونه او او د عامه ګټو بنستيز تاسیسات ویجاړ کړل، ده او ملګرو يې د افغانستان ملي پوځ ړنګ او وسایل يې پر پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو لیلام لړل. ده او ملګرو بې شمېره ښوونکي ، انجینیران او داکتران په ډېر وحشت سره تر خاورو لاندې کړل. ده د لارنس، بغدادي ملا او ګوډ ملا لاره ښه په بري سره تعقیب کړه.

ده ثابته کړه چې دی په افغانستان کې د هر ډول انساني پرمختګ سره نه پخلاکېدونکی دی ، ده په ۹۲ کلونو کې د نورو جهادي خاینینو په مرسته د کابل ښکلی ښار دړې وړې او له بنسټه وران کړاو په زرګونو خلک يې ووژل او میلیونونه يې د وطن پرېښودو ته اړ کړل، نو ځکه د کابل خلکو ده ته د قصاب او  رکټیار لقب ورکړ. دی تر بل هر نوکر د آی اس آی ډېر صادق نوکر دی. آی اس آی ملا رباني، احمدشاه مسعود، ملاعمر، ملا عبیدالله او ملامنصورد پاکستان د ګټو سره د ټکر له امله  یو په بل پسې له منځه یوړل خوله خپل دغه وفاداره جاسوس څخه ډېره ښه ساتنه کوي، ځکه دی د آی اس آی هرې کرغېړنې غوښتنې ته بې له قید اوشرطه لبیک وايي.

دوکتور نجیب الله چې د ټولو انساني نورمونو او قوانینو خلاف د ګلبیدین د پلار حمید ګل په لاس شهید شو ، ددغه تور او وحشیانه عمل غندل د حکمتیار په زغم کې نه دي او نه غواړي چې پنجابي تروریستان د بین الملي قانونینو په چوکاټ کې محاکمه او ددغه تورې دسیسي حقایق افغانانانو او نړيوالو ته څرکند شي نو ځکه ښاغلی حکمتیار یو ځل بیا د آی اس آی په امر په تیندکو راغلی او ددې ورځ د لمانځلو څخه مخنیوی غواړي. نن د افغانستان خلکو د حکمتیار توره څېره تر پخوا ښه پېژاندلې ، افغانانو په تالار کې نه په لارو او کوڅو او میدیا او په خپلو زړونو کې د خپل ستر اتل د شهادت ورځ لمانځي ، تاسې به تالارونه وتړئ خو د خلکو د زړونه نه ښئې تړلی د زړونو واک له تاسې سره نه دی. تاسې چې د خیانت او جنایت  په سترو ماڼیو کې د امریکايي ډالرو تر چتر لاندې په ټيټ سر ژوند کوئ ، لرې نه ده چې دا ملت به ستاسې څخه د هر خیانت او جنایت حساب وغواړي  .