ښاغلي غني ولې له عبدالله سره مناظره ونه کړه؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مطیع الله سحر
د ښاغلي غني ټاکنیز شعار  حساب غواړو او حساب ورکوو دی. او تل یې همداسې کړي دي چې دی خپل ولس ته د خپلو پنځو کلونو حساب ورکړي . ده په پنځو کلنو کې څه کړي او څه یې ندي کړي. او همدا شان له بل نه هم حساب غواړي چې هغه څه کړي دي، او له ډېرو سره یې حساب هم کړی دی چې اوس یې په خپلو کورونو  کېنولي دي
.
ښاغلی غني مونږ ټولو ته ښه معلوم دي د هغه زده کړه او پوهه، اخلاق او د هغه مينه له ولس سره، او تر بل هر څه ښاغلی غني وخت ته ارزښت ورکوي او نه غواړي چې یو دقیقه هم دی بې ځایه تېره کړي. او که چېرته ده له عبدالله سره مناظره کړې وای دی پوهېده چې زما یو یا دوه ساعته همداسې بې ځایه تېرېږي او که چېرته په همدغو دوو ساعتونو کې د هیواد لپاره کار وکړم هیواد ته مې ډېره ګټه رسېږي.
ښاغلي غني حتی ډاکټر عبدالله د دې وړ او سیال ونه باله چې دی ورسره خپل ارزښتناک وخت ضایع کړي، ځکه چې هغه نه فکر لري، نه طرحه لري، نه برنامه لري او نه هم د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لېوال دی. هغه یوازې او یوازې په خپل ځان کې ورک دی، په خپل ډول کې ورک دی او په دې کې بوخت وي چې څنګه واغوندي، څه وخوري او څنګه خپل وخت تېر کړي؟ له دې اخوا نه د وطن او نه د ولس په کیسه کې دی، نو له دغسې یو بې فکره او بې برنامې شخص سره د ښاغلي غني مناظره واقعا د ښاغلي غني شخصیت، پوهې او تدبیر ته سپکاوی وو او غني په همدې خاطر مناظرې ته د نه ورتګ پرېکړه وکړه.
او په مناظره کې د ښاغلي غني نه حاضرېدل یو بل لوی لامل دا دې چې یاده مناظره نه، بلکې په یو بل پورې ريشخنډ وهل او د ولس ذهنونه له منفي خبرو ډکول ول. ځکه چې ښاغلي عبدالله په همدې خاطر له کوڅو څخه خپل لنډغر او پلویان راټول کړي او دېته لمسولي وو چې ښاغلی غني عصباني کړي او هغه ته مخامخ توهین وکړي، ځکه ډاکټر عبدالله چې د غني د منطق او استدلال پر وړاندې ځان کمزوری ولیده، نو بیا یې دغسې یوه توطیه باندې لاس پورې کړ.
بل اریانا تلوېزون هم د دې مناظرې لپاره خبریال حسن یار ټاکلی و، خو دوی فیاض راوستی و چې د محمد اشرف غني کلک مخالف ده. او په مناظره دا توافق شوی وه چې پنځه برخې پکې شاملې وې خو د دې لپاره عبدالله هېڅ چمتوالی نه درلوده بلکې خپله ظاهر قواره یې ښایسته کړې وه لکه کوم واده ته چې دعوت شوی وي.  موږ او تاسو هم په خپلو سترګو ولیدل چې په تالار کې ټول د عبدالله پلویان ول او د لومړي کتار څوکۍ یې ورته ورکړې وې. همدغه لامل شو چې ښاغلي غني مناظره په وروستیو شېبو کې لغوه اعلان کړه.