ټاکنو ته د امنیتي ځواکونو پوره چمتووالی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مطیع الله سحر
مونږه ډېر بختور یوو چې په یوه افغانه ټولنه کې خدای پاک پیدا کړي یوو چې ډېره مهربانه او زړه سواندې ټولنه ده. او بیا یې د همدغې ټولنې مشرانو زمونږ د سر او مال د ساتنې لپاره داسې مهربانه  مينه ناک  او زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه مقرر کړي دي چې په هره لحظه او هر ډول حالاتو کې دوی له خپل وطن او ولس څخه ښه په مېړانې ساتنه کوي او تر څو چې دغه زړور امنیتي ځواکونه وي تر هغې به دا هیواد، ملت او ټولنه وي
.
د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي. او دښمن هم دا کوشش کوي چې په راروانو ټاکنو کې خپلې ورانکاریانې او وحشتونه تر سره کړي، تر څو افغانان پرېنږدي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپل ځان او هیواد لپاره یو وطن پرست او پر ولس مئين شخصیت واک ته ورسوي. خو زمونږ د هیواد زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا د دې ورځې لپاره د هیواد په څلور دېرش ولایتونو کې پوره چمتووالی نيولی دی چې تر څو هیواد وال خپل راتلونکي لپاره داسې یو شخص انتخاب کړي چې هم ولس ته او هم هیواد ته خدمت وکړي.
او دښمن ته د دې اجازه نه ورکوي چې له ولس څخه د هغوی د راتلونکي انتخاب واخلي او د دوی د ورانکاریو د تر سره کولو له وجې د افغانانو راتلونکی ژوند ورته په دوزخ بدل کړي. په همدې خاطر زمونږه امنتي او دفاعي ځواکونو خپلې دندې سختې او خپل کاري وخت یې هم زیات کړی، شپه او ورځ یې په ځان یوه کړې ده او په هر تلاشي کې هر یو موتړ او هر نفر ښه په زېر سره ګوري تر څو دښمن مو هیواد ته انفجاري توکي داخل نکړي او خپلې ورانکاري تر سره نکړي.
او هغه ځایونه چې په هغه کې ټاکنې تر سره کیږي چې زیاتره یې ښونځي دي، د هغو ځایونو یې پوره امنیت نیولی دې له څو ورځو وړاندې دوی په دغو ځایونو باندې پوره نظر دې او دغو ځایونو ته کوم څوک چې نابلده او مشکوک کس وويني ورنه پوښتنه کوي چې خدای نه خواسته کوم ناوړه کار تر سره نکړي.
زمونږ په هیواد کې چې همېش ټاکنې تر سره کېږي، نو ډېرې ناخوالې ورسره رامنځته کېږي. عام ولس مو ډېر په تکلیف وي، خو بیا هم مجبوره وي چې خپله رايه وکاروي او د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي او د ښاغلي غني هم زیات تاکيد په همدې دی چې هر یو نفر په ارامه سره خپله رایه د خپلې خوښې نوماند ته ورکړي. ځکه خو یې امنتي او دفاعي ځواکونو ته دا دنده سپارلي دي چې تر څو د هیواد او د رایې اچونې مرکزونو امنتي تدابير په سمه توګه ونيسي.