ډاکټر عبدالله دې د تېرو پنځو کالو حساب ورکړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
بشير يوسفزوى
ډاکټر عبدالله عبدالله چې دا ځل بیا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی او په ملي یووالي حکومت کې یې هم پنځوس سلنه ونډه لرله، وخت ناوخت پر حکومت نیوکې کوي. دا په داسې حال کې ده چې د حکومت نیم وزیران، نیم والیان، نیم سفیران او نور مهم مقامات د ده له لوري او د دوی له ډلې معرفي او مقرر شوي دي، نو په دې حساب ډاکټر عبدالله عبدالله له مسوولیت څخه نشي خلاصېدلی.
ولس حساب غواړي، خو ایا ډاکټر عبدالله عبدالله حساب ورکولو ته اماده دی؟
د ولس لومړۍ پوشتنه همدا ده چې ښاغلي غبدالله په تېرو پنځو کالو کې کوم داسې کار کړی دی چې په ملي کچه ټولو ته د منلو وړ وي؟ ځکه داسې انګېرنې او اسناد موجود دي چې ډاکټر عبدالله عبدالله په تېرو پنځو کالو کې یوه ورځ هم نه یوازې د ملي مسایلو په  اړه بحث او تمرکز نه دی کړی او نه یې حکومت او جمهوررئیس ته په دې اړه کوم وړاندیز او سپارښتنه کړې، بلکې کرۍ ورځ په خپلو شخصي او د خپلې سیمې او خپلوانو د امتیازاتو په ترلاسه کولو او خوندي کولو کې بوخت وو.
دا ځل ولس حساب غواړي او تر هغو چې ډاکټر عبدالله عبدالله حساب ور نه کړي، نو ولس به ورباندې اعتماد ونه کړي او نه به یې هم د راتلونکي لپاره ملاتړ وکړي، ځکه ولس پوهېږي چې ډاکټر عبدالله عبدالله په تېرو پنځو کالو کې د ملي مسایلو په وړاندې خنډونه ایجاد کړي دي او تل یې د اصلاحاتو بهیر پر وړاندې خنډونه ایجاد کړي او ټکنی کړی یې دی. ښه بېلګه یې الکترونیکي تذکرې دي چې تر پایه پورې یې ډاکټر عبدالله عبدالله پر وړاندې مقاومت وکړ او حتی خلک یې هم دېته ولمسول چې د دغو تذکرو له اخیستلو لاس واخلي، مګر ولسمشر غني برعکس په ټول قوت د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ پيل کړه او دغه لړۍ لا هم ادامه لري.
ډاکټر عبدالله عبدالله په تېرو پنځو کالو کې نه یوازې فرصتونه او منابع ضایع کړي دي، بلکې د هیواد لپاره یې تر دې مهاله  هیڅ موثر ګام نه دی پورته کړی او نه یې هم کومه ملي طرحه او برنامه وړاندې کړې، حتی زیات وخت یې ستونزې او خنډونه ایجاد کړي او ځینې اقدامات یې حتی د ملي منافعو او د هیواد د حیثیت د متضرر کېدو لامل شوی، په ځانګړي ډول په بهرنیو سفرونو او بین المللي کنفرانسونو کې د ګډون پرمهال چې د ولسمشر غني ترڅنګ ده هم په خپله شلګۍ او سپین سترګۍ ګډون کړی، نو د افغانستان وحدت او د دولت حیثیت یې متضرر کړی او هغوی ته یې داسې تصور ورکړی چې افغانستان لا هم د واحد نظام پرځای د دوه سري حکومت لرونکی دی او لا هم په افغانستان کې د مقاماتو ترمنځ همغږي او همکاري نشته، په همدې خاطر باید ولس ویښ او بیدار وي، دا ځل دې هم له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه حساب وغواړي او هم دې د راتلونکي لپاره ورباندې اعتماد نه کوي. په غوڅ اکثریت دې د ولسمشر غني ملاتړ وکړي.