د کابل پروسې ناستو د سولې عملي هڅو ته لوری ورکړ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
د کابل پروسې د ناستو له پیلولو دمخه سوله یوازې د شعار په کوچه موجوده او مطرح وه، مګر د دې اړتیالیدل کېده چې سوله باید په عمل بدله شي. دې کار هم جرئت غوښته، هم یې اراده او برنامه غوښته او هم یې استدلال او منطق ته اړتیا لرله. ولسمشر غني چې دا ټولې ښېګڼې او ځانګړنې په ځان کې لرلې، نو د کابل پروسې ناستې یې تر ډېره دسولې په اړه په بحثونو مترکزه کړې او د کابل پروسې دویمه ناسته کې یې مستقیما طالبانو ته د سولې بلنه ورکړه
.
  د افغانستان د سولې او امنیت د دښمنانو له پراخو هڅو سره سره د کابل پروسې لومړۍ ناسته د 1396 د غبرګولې پر 16مه نېټه د ۲۳ هېوادونو لکه ایران، پاکستان، امریکا، بریتانیا او همدارنګه د ملګرو ملتونو سازمان، اروپایي ټولنې او د ناټو استازو په ګډون وشوه. د دغې ناستې موخه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د اجماع جوړول او د ترهګرۍ د ملاتړو منزوي کول وو.
حکومت وکولای شول له ترهګرۍ سره د کلکې مبارزې لپاره نړیواله اجماع جوړه کړي او د ثبات او امنیت د ټينګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سیمې د هېوادونو، د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپایي ټولنې ملاتړ نوی کړي. همدارنګه ګډون‌کوونکو هېوادونو او سازمانونو د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره د ښې حکومت‌ولۍ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د هڅو ژمنه وکړه.
د کابل پروسې په دویمه غونډه کې چې د 1396 د کب پر 9مه تر ۲۵ د ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په ګډون جوړه شوه، حکومت د «سولې وړاندیز» او له وسله‌والو مخالفینو سره د خبرو اترو چوکاټ وړاندې کړ چې ګډون‌کوونکو یې ملاتړ وکړ.
د کابل پروسې په دویمه ناسته کې د یوه هر اړخیز سیاسي بهیر له لارې په داسې ډول د روانو تاوتریخوالو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه، چې د اړتیا پر مهال که هر ځای وي، د ترهګرو پر خلاف باید زور هم وکارېږي. ګډونوالو د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاینې د بهیر ملاتړ وکړ او له هر ډول وړاندې‌شرط او د تاوتریخوالي له ګواښ پرته یې د افغانستان د دولت او طالبانو تر منځ د مستقیمو خبرو اترو په اړه هوکړه څرګنده کړه.
 همدارنګه دوی د ترهګرو د څارنې، پلټنې، د هغوی د ملاتړو د ځپلو او د هغوی د مالي سرچینو د بندولو او د سیمې د امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د چټکو همکاریو په برخه کې د عملي ګامونو پورته کولو ژمنه وکړه.
 
د ولسمشر غني د همدغو نوښتونو، اقداماتو او کوښښونو له برکته نن سوله په یوه ملي او بین المللي بحث بدله شوې او تر بل هر وخت د جنګ لپاره په سیاسي او سوله ییز حل ټینګار کېږي او باور دی چې د سولې لپاره د دغې برابرې شوې زمینې له برکته به ډېر ژر هیواد ته تلپاتې او باعزته سوله راشي، ځکه په تېر اوربند کې معلومه شوه چې طالب جنګیالي هم نور له جنګه ستړي دي.