د امنیتي او دفاعي سکتور په برخه کې د ولسمشر غني اقدامات

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټولنې د ملاتیر او د ټولنې د ساتنې او بقا ساتندویان ګڼل کېږي. مګر د ولسمشر کرزي په وخت کې دوی په ناسم وضعیت کې قرار درلود. دغه وضعیت ولسمشر غني د امنیتي مسوولیتونو د انتقال پرمهال
درک کړی او په همدې خاطر یې د خپل واک له لومړیو شیبو څخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو، تمویل، تجهیز، ملاتړ او ښه والي ته پام ډېر کړ. نوموړي په دې برخه کې پام وړ اقدامات وکړل چې د بېلګې په توګه ورته اشاره کوو.
قول اردو ته د ځانګړو عملیاتو د فرقې لوړول: کومانډو ځواکونو تر دې وړاندې د ۲ لېواګانو او ۱۰ کنډکونو په چوکاټ کې فعالیت کاوه خو په عملیاتو او د امنیت په ټینګښت کې یې د فعالیت د اغېز له په‌پام کې نیولو سره د دغو ځواکونو تشکیل دوه برابره او د قول اردو په ډول تنظیم شول، ۲ ضربتي لواګانې او ځانګړې ملي دندې هم په دغو تشکیلاتو کې ډېرې شوې دي.
د هوايي ځواکونو بیا جوړول او پياوړي کول: د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې هر کال لسګونه ځوانان له هوايي پوهنتونه فارغېږي او اوسمهال تر سلګونو ډېر کسان په دغه روزنیز مرکز کې مسلکي زده‌کړې کوي. د ځواکونو مدیریت، تنظیم او اداره د ځواکونو د پياوړي کولو لپاره یو مهم اصل دی چې په دې برخه کې د اصلاحاتو په موخه د هوايي ځواکونو د بستونو شمېر درې برابره لوړ شوی او د بلک هاک چورلکو، UH-60، MD-530، د ثابت وزر الوتکې C-208 او سوپرټوکانو A-29 ته هم جدي پاملرنه شوې ترڅو دغه ظرفیتونه سم مدیریت شي او په اغېزناک او هدف‌مند ډول کار ترې واخیستل شي.
د ګارنیزیون جوړول: د کابل ګارنیزیون عمومي قومانداني د کابل د امنیتي ټيم د رهبري کولو د ځواک په توګه د بیړنیو عملیاتو، د ترهګریزو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي، د غیر مسوولو ډلو او وسله‌والو د کنټرول، د عامه او دولتي ملکیتونو د غصب د مخنیوي، د لاریونونو د امنیت ټینګولو، د خط سیر او د ملي او نړیوالو کنفرانسونو جوړولو د ځایونو د امنیتي تدابیرو د نیولو، له دښمنانه او قانون‌ماتوونکو فعالیتونو سره د مبارزې په موخه د پولیسو او ملي امنیت په ملاتړ فعالیت لري.
د غیر نظامي بستونو ملکي کول: ملي دفاع وزارت د افغانستان د جمهوري ریاست د فرمان او له نړیوالې ټولنې سره د ژمنو پر اساس تر اوسه ۱۱ بستونه د ریاست په کچه، ۷۰۰ د افسرۍ او ۳۵۰۰ د بریدملۍ او سرتېرۍ بستونه مطلق ملکي بستونو ته واړول، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمېسیون له‌خوا یې ګومانې روانې دي. همدارنګه په کورنیو چارو وزارت کې ۲۱۰۰ مالي او تدارکاتي بستونه ملکي شوي او په درېیو پړاوونو کې ۲۴۶ متخصص کسان په دغو بستونو کې ګومارل شوي دي.
د پوځي افسرانو د ټاکلو ازاده سیالي: د لومړي ځل لپاره په کورنیو چارو وزارت کې د مرکز او ولایتونو په ګډون ۳۰۰ لوړ رتبه افسر بستونه لکه د ولایتونو د امنیت آمرین، د امنیتي حوزو آمرین، له جنايي جرمونو سره د مبارزې، کشف، لوجیستیک، ممر، اعاشې، تخنیک او سرحدي مدیران د ازادې سیالۍ له لارې وټاکل شول.