د پاکستان پر وړاندې اوسنی حساس ذهنیت په یو شرط بدلېدلی شي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

په دې کې شک نشته چې د افغانستان پر ضد د پاکستان د ناعلان شوې جګړې او د طالبانو، وسله والو ډلو او تروریستي ګروپونو د تمویل، ملاتړ او جنګ ته د لمسولو له امله د پاکستان پر وړاندې عامه ذهنیت سخت حساس، له کرکې او نفرت ډک دی او دا ذهنیت په یو شرط بدلېدونکی دی چې پاکستان په خپلو کړنو پښېماني وښیي او د افغانستان په اړه اوسنی دریځ په صادقانه توګه بدل کړي.

دا مهال افغانان د پاکستان پر وړاندې دومره حساس او منفور دي سره له دې چې پاکستان د افغانانو لپاره اقتصادي دی، مګر بیا هم له پاکستان څخه د هغوی د کړنو، غلطو سیاستونو او افغانستان ضد دریځ له امله د خپلو ناروغانو د درملنې او نورو اړتیاو پوره کولو لپاره هندوستان ته تګ غوره ګڼي او لومړیتوب ورکوي. دوی د هند اوږده او غیر اقتصادي لاره په ډېره لېوالتیا وهي، مګر د پاکستان لنډې او اقتصادي لارې ته په دې زړه نه ښه کوي چې له پاکستان څخه د تروریستانو د ملاتو او په افغانستان کې د تروریستي بریدونو دترسره کولو له امله سخته کرکه لري.

د پاکستان د وروستیو کړنو او سیاستونو له امله خصوصا له تېرو نولسو کالو راهیسې چې د طالبانو او نورو تروریستي ډلو مستقیم تمویل او ملاتړ کوي، ځکه موږ وینو چې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه کوي، طالبان او جنګي ډلې جنایتونو او بریدونو ته هڅوي. هغوی ته وسلې او امکانات ورکوي. عام افغانان د دوی د بریدونو او جنایتونو قرباني دي. له همدې امله افغانان داسې فکر کوي چې پاکستان د افغانستان ازلي دښمن دی او تل یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې او دلته یې د قوي مرکزي دولت او نظام د جوړېدو مخه نیولې ده.

افغانان دا مني چې پاکستان ورته د پخواني شوروي یرغل پرمهال د مرستې لاس ورکړ او افغان کډوالو ته یې ځای ورکړ، مګر د پاکستان د وروستیو سیاستونو له امله اوس دې نتیجې ته رسېدلي دي چې پاکستان له یوې خوا د بهرنیو مرستو د ترلاسه کولو لپاره کډوالو ته ځای ورکړ او له بل پلوه یې د پخواني شوروي اتحاد له یرغل څخه د پاکستان د نجات او د افغانستان د له منځه وړلو لپاره له افغان مجاهدینو او افغانستان څخه د سپر په توګه استفاده وکړه.

پاکستانیان دا احسان کوي چې دوی افغان کډوالو ته پناه ورکړې او د هغوی پالنه یې کړې، مګر دا هېروي چې د همدغو کډوالو له برکته دوی ډېر زیات امکانات او امتیازات ترلاسه، د افغانانو پانګې جذب او نورې ډېرې استفادې ورڅخه وکړې او لا هم لګیا دي ورڅخه کوي یې.پاکستان حتی زموږ د مجاهدینو وسلې په خپلو زېرمو کې چې بهرنیانو ورسره مرسته کړې وه وساتلې او خپلې ورستې وسلې یې مجاهدینو ته ورکړې. مجاهدین یې په ډلو او ټپلو ووېشل او خپلو کې یې سخت سره بدبینه کړل.

پاکستان افغان کډوالو او وسله والو طالبانو ته د افراطیت او افغانستان ضد فکر او انګېزه ورکوي او په بېلابېلو پلمو هغوی په افغانستان کې جنګ ته لمسوي، چې د دوی دا دریځ او کړنې نه یوازې افغانانو بلکې ټولې نړۍ ته په ثبوت رسېدلي دي.