حنیف "علَم‌دار" او وسله وال یې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه: عبداللطیف یاد
حنیف اتمر ښایي د افغانستان له محدودو سیاستوالو څخه یو وي چې د عامه اړیکو په ارزښت پوهېږي. د دې باوجود هم له رسنیو تښتي او نه غواړي چې د رسنیو د محافلو نقل وي. له همدې امله زه ښاغلی اتمر په تصادفي توګه په رسنیو کې کم وینم. د اتمر مطبوعاتي ټيم که  پخواپه حکومت کې و او یا هم اوس له حکومت دباندې، تل کوښښ کوي

چې په ستراتیژیکه کچه په رسنیو کې د اتمر کار او حضور مدیریت کړي. خو ستونزه داده چې د ښاغلي اتمر مطبواتي ټیم ځینې مهال هیجاني کېږي. دا هیجان د ستونزې د ایجاد لامل کېږي او د هغه مطبوعاتي فعالیت چې د اتمر څېره ښه وښیي، برعکس پایله ورکوي.

دا د دې لامل کېږي چې اتمر یو ځل بیا عامه افکارو کې مرموز او غیر قابل اعتماد معرفي شي. د دې متن له ادامې دمخه تاسې رابولم د هغې ویډيو لیدلو ته چې په کابل کې د عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین د نمانځنې پر مراسمو د برید او هوانونو وروسته د ښاغلي اتمر مطبوعاتي دفتر خپره کړه.

په دې لنډه ویډیو کې حنیف اتمر د خپلو ساتونکو په منځ کې چې ټول ګوته په ماشه ولاړ دي، د خپلو اتو نورو ساتونکو د ټپي کېدو په اړه غږېږي. د ښاغلي اتمر تر څنګ یو بې وسلې، چاغ او عینکې سړی چې څادر یې په اوږه دی، ولاړ دی. دا برنا کریمي دی. هغه د ښاغلي حنیف اتمر د دفتر رئیس او همدارنګه د هغه د کمپاین اداري مسوول دی. برنا کریمي تر دې دمخه د حامدکرزي په حکومت کې د جمهوري ریاست دفتر د ریاست د مرستیال او د سیمه ییزه ارګانونو ریاست د مرستیال په توګه کار کاوه.

دا ویډیو مې چې ولیده او هغه خبرې چې ښاغلي اتمر کولې متوجه شوم، چې دا تبلیغاتي محصول یې خراب کړ. له بده مرغه د متن او د دې ویډیو ترمنځ یا ښه ده چې ووایم فایر ته د چمتو وسله والو او د ښاغلي اتمر او برنامعصومه څېره چې هغه ماښام په وزیراکبر خان کې ولاړ و، هیڅ همخواني نه لرله. نور هم د ښاغلي اتمر د مطبوعاتي ټیم دې بدسلیقۍ او هیجان ته متوجه شول او دا د دې لامل شو چې د دې ویډیو عکس په مجازي فضا کې لاس په لاس شي او ښاغلي اتمر په پولاد علم دار مشهور شي. [پولاد عمل دار د لېوانو درې سریال کې د جنایتکارانو او مافیا د ځپلو لپاره د یو امنیتي ګروپ مشر دی. پولاد وروسته په خپله د جنایتکارانو او مافیا په مشر بدلېږي.]

د دغې مطبوعاتي بدچانسۍ په پایله کې د نیوکو او خبرو څپه د دې لامل شوه چې حنیف اتمر د غیر مسوولو وسله والو په لرلو او قانون ماتولو تورن شي. هغه اتمر چې خپله یې نور په غیر مسوولو وسله والو لرلو تورنول او یا یې نیول او بې وسلې کول. نن خپله په همغه لومه کې نښتی. اتمر چې ویاړل یې ووایي ټول عمر یو حکومتي بیروکرات و، په عامه اذهانو کې اما د یو مرموز او بې موقع شخصیت په توګه معرفي شو.  

زه فکر کوم دا ساده پېښې یو بل پسې د دې لامل شوې موږ له زیاتونو واقعیتونو او د شخصیت له اصلي څېرو سره بلد کړي. د هغوی رازونه زیات کشف کړو او پوه شو چې هغوی څه وړ کسان دي او څنګه چلند کوي. اتمر یو له هغو کسانو څخه دی چې خپلې دا جلوې یې تل پټې ساتلې. هغه په عین حال کې پوهېږي چې په مرموزوالي مشهور دی، کوښښ کوي چې له عامه افکارو څخه په فرار خپله رمز الودګي زیاته کړي، اما تصادف هغه عمومي فضا ته راګرځوي او یو ځل بیا په دې مرموز والي د اتمر شخصیت  سره د حنیف علم دار او د وسله وال یې لقب زیاتېږي. اتمر د ملاتړ د جلبولو په موخه عمومي فضا ته راځي، خو د ظاهرېدو طرز یې هغه ته ستونزې پیدا کوي.