د مسکو ناستې پایله څه شوه؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

د تېرې سه شنبې په ورځ د روسیې په مسکو ښار کې د لمړي ځل لپاره د طالبانو او افغان سیاسیونو تر منځ دوه ورځنۍ ناسته تر سره شوه ، دغه ناسته په روسیه کی د مېشتو افغانانو له خوا رابلل شوې خو د افغان حکومت له لوري څوک ورنغلل او دغه غونډه یې د ځان په ګټه ونه بلله، ځکه هر هغه پرېکړه چې د افغان حکومت له لوري مدیریت نشي هغه خبرې د افغانستان لپاره کومه لاسته راوړنه نه لري

.

دغه غونډه کې درې ډوله اشخاصو ګډون درلود ، لمړۍ ډله پخپله پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د هغه وخت لوړپوړو اشخاص وو. دویمه ډله د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماندان او د هغوی پلویان وو. دریمه ډله هغه شنونکي او لیکوالان وو چې د اوسني حکومت سرسخته مخالفین دي .

دغه غونډه تر ډېره د سولې په خبرو راټوله وه افغان سیاسیونو ټینګار کاوه چې باید د سولې د خبرو لپاره پر اوربند صلاح مشوره وکړه او دېته ورته نورې غونډې هم ونیسو، تر څو په افغانستان کې تل پاتې سوله راشي .

د دغې غونډې لمړنی ویناوال پخوانی ولسمشر حامد کرزی و، هغه وویل سوله زموږ یعنې د افغانانو په لاس کې ده که موږ په ریښتونې توګه د سولې لپاره مټې رابډ وهو او له دغې پروسې څخه د نړیوالو لاسونه لنډ کړو، نو ډېر زر به په افغانستان کې تل پاتې سوله راشي .

دغه دوه ورځنۍ غونډه د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېده او د افغان سیاسیونو او طالبانو تر منځ یوه ګډه اعلامیه خپره شوه چې حضرت عمر زاخیلوال ولوستله او دغې غونډه کې په بین لافغاني مذاکراتو ټینګار ، د افغانستان دفاعي او نورو بنسټونو خوندي او اصلاحات راوستل ، داسې یو اسلامي حکومت رامنځ ته کول چې د افغانستان ټول اقوام پکې ګډون ولري او د ښځو د تعلیم ، کار ، روغتیا او نور مسایل به د اسلام په چوکاټ کې خوندي وي ، دا هغه مسایل و چې پدغه اعلامیه کې پرې ټینګار وشو .

دغې غونډې ته تر ډېره هغه افغان سیاسیون تللي وو چې د اوسني حکومت خلاف دی .د مسکو په غونډه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر عباس ستانکزي د غونډې د پای (چهارشنبه) په ورځ خبریالانو ته وویل (دا غونډه ډېره بریالۍ وه . موږ پر ګڼو خبرو موافقه وکړه او هیله لرم چې په راتلونکي کې به په نورو برخو کې هم پر موافقې بریالي شوو او بالاخره به موږ یوې حللارې ته ورسېږو . موږ په افغانستان کې بشپړه سوله موندلی شو) خو طالبان او افغان سیاسیون پر دې خبر ندي که طالبان او افغان سیاسیون هره فیصله د افغانستان لپاره کوي باید دوی حکومت په جریان کی واچوي ځکه د افغانستان ټول واک د اوسني حکومت په لاس کې دی .

له بل اړخه دغې غونډې ته هغه افغان سیاسیون ورغلی وو چې د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته نوماندان دي دوی غواړي چې اوسنی حکومت افغانانو او نړیوالو ته ضعیف وښیي او د خپل ځان لپاره دغه غونډه استعمال کړي تر څو نړیوالو او افغانانو ته ځان افغانستان په ملی مسایلو کی مطرح وښیي .