ضیا مسعود د نورو د سپکولو پرځای په خپله سپک شو

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

احمدضیا مسعود چې د خپل وژل شوي ورور له نوم او کورنۍ څخه په استفادې د حامدکرزي په وخت کې څو کاله د افغانستان د نظام او د خلکو پر څټ ور سپور و، نو له واک، مقام او منصب څخه په ناوړې استفادې یې هیڅ شی درېغ نه کړل او د ده په شمول د نورو ډېرو بدنامو جنګسالارانو له امله افغانستان ورځ تر بلې د ښه والي او پرمختګ پرځای د بحران لورته ولاړ

.

نوموړی د خپل همېشني عادت او له واک او قدرت سره د بې کچې مینې او علاقې له امله په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني د ټیم غړی شو. د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال یې د خپل ځان د ځایولو، مطرح کولو او لا زیات کریډیټ اخیستلو په موخه نورو په ځانګړي ډول خپلو پخوانیو ملګرو او د ټلوالې غړو ته توندې او تقریباً سپکې خبرې وکړې، هغوی یې د واک وږي او سیاسي ګدایګر وبلل.

ټاکنیز کمپاینونه خلاص شول او ولسمشر غني د منتخب جمهور رئیس په توګه دنده پیل کړه، نوموړي د افغانستان قومي او سیاسي جوړښت ته په کتو احمدضیا مسعود ته په قدرت کې مناسب مقام او منزلت ورکړ، ځکه چې نوموړي ته یې تقریباً د ولسمشر د دریم مرستیال حیثیت ورکړ. هغه فکر کاوه چې احمدضیا مسعود چې څه وایي، په رښتیا همدومره ملي او بدل شوی دی، مګر هغه له دې بې خبره و چې د لېوه پوستکی یې اغوستی دی.

احمدضیا مسعود د ولسمشر غني د درناوي او پروتوکول ساتنه ونشوه کړای، ځکه په همغو لومړیو کې یې قومي او سمتي مسایل مطرح کړل، په ډېرو داسې چارو او کارونو کې یې لاسوهنه پیل کړه چې د ده له صلاحیتونو وتلي او پورته و. همدارنګه یې د حکومت د اصلاح او ښې حکومتولۍ د ترویج پرځای له داخل څخه د حکومت د پاشلو ناوړه هڅې پیل کړې، ځکه له باګرام زندان څخه یې بندي ازاد کړ او له هغه سره یې تړون لاسلیک کړ.

دا تېروتنه یې لا نه وه جبران شوې، چې د ملي اردو په هلیکوپترو کې د هېواد شمال ته لاړ، د حکومت خلاف یې هم خوله خلاصه کړه او هم یې د ملېشې جوړولو برنامې پیل کړې او بلاخره د خپلې بدې ژبې سزا ورکړل شوه، ځکه له دندې څخه وشړل شو.

له شړل کېدو وروسته یې جمهور رئیس ته سپکې سپورې وویلې، یو ځل بیا د مخکېني ولسمشر حامدکرزي غېږې ته ولوېده. له هغه ځایه یې د حکومت د بدنامولو، مقاماتو ته دسپکاوي او بالاخره د حکومت ړنګولو ناوړه برنامې واخیستې، خو دا مهال چې د ضیا مسعود حیثیت ټولو ته معلوم و، نو چا یې چندان خبرو ته ارزښت ورنه کړ.

نن یو ځل بیا احمدضیا مسعود د سالم ایزدیار د لومړي تلین په مراسمو کې خوله خلاصه کړه، لومړی یې شهید ایزدیار ته توهین وکړ ، ځکه پرځای د دې چې د هغه پر شخصیت او مبارزه وغږېږي، برعکس یې د هغه د تلین مناسبت د شخصي عقدې او کینې د اشباع لپاره استفاده کړ او د حکومت او ولسمشر غني پر ضد یې توندې او بې اساسه نیوکې وکړې.

د نوموړي نننۍ څرګندونې د مسلمیار او د ایزدیار له توند غبرګون سره مخ شوې او هغوی واضح ورته وویل دا حکومت او ولسمشر چې هر څه دی او هر څه یې کړي ستا له لاسه دی، ځکه همدا تا ورته کمپاین کاوه، تا ورته رایې ورکړي او ته ورسره ملګری وې. لنډه دا چې ضیا مسعود نن هم د خپلې بدې ژبې له امله چې غوښتل نورو ته سپکاوی وکړي په خپله سپک شو.