ناورین پسې ناورین

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه او لنډیز: وحید احمدزی

تاریخ ښیي چې ملتونو یو په بل پسې د خپل پېر لوړې او ژورې تر شا پریښي. ځینې مهال لسیزې او حتی پېړۍ په زوال کې پاتې شوي او ځینې مهال یې پيړۍ پېړۍ خپل شوکت او عظمت نمانځلی. دا لوړې او ژورې تقریباً د نړۍ اکثره ملتونو تجربه کړې دي

.

اروپایانو د علومو (فلسفه او منطق) د تاریخي لرغونتوب باوجود پېړۍ په تیاره کې او وروسته پاتې و. څو زره کاله یې لوړې او ژورې وګاللې، خو کله یې چې نړۍ لید او د کلیسا د قدرت جوړښت چې پر دوی یې راج چلېده وننګول او  پرځای یې پر محسوسو تجربو او پایلو ولاړ افکار خپل کړل، نو ایله له تاریکۍ ووتل.

د اروپا په ګاونډ کې د روسیې پنهاور سیمه چې په ځلونو یې د اروپایي امپراتورانو د پرمختګ مخه نیولې وه د کمونیستي انقلاب (۱۹۱۷) میلادي په پای کې یې د  پخواني شوروي د رقیب د ایډيالوژۍ پر وړاندې زیات دوام ونه کړ، سره له دې چې روسان تراوسه د نړۍ په سیاسي – نظامي لوبو کې رول لري.

د اتلسمې پېړۍ په منځ کې چې امریکایان له اروپایي استعماره رنځېدل، د احمدشاه ابدالي امپراتوري تر ۱۷۵۶ میلادي پورې پنجاب، سند، کشمیر او ډهلی فتح کړي و او د افغانستان پولې یې د هند بحر او خلیج فارس پورې غځولې وې؛ ایا اوسمهال د افغانانو لپاره داسې قدرت د تصور وړ دی؟ هغه څه چې د اتلسمې پېړۍ نیمایي کې د خلکو لپاره هیڅ د پوښتنې وړ نه و. هغه مهال امریکایانو د اروپایي استعمار د څو سوه کلن استعمار وروستي زجرونه ګالل او موږ له کوم غیر واقعي خوب پرته دغسې لوی عظمت درلود.

د نړۍ ډېر ملتونه  له موږ څخه په زیات فکري، سیاسي او دولتدارۍ ناورین کې و، مګر بیا هم هغوی د پردیو له بار څخه خپلې اوږې سپکې کړې. لکه جرمنیان چې د امریکا، انګلیس او فرانسې یرغل  د المان جغرافیه د تاریخ په تورو کندو بدله کړه، خو له هغوی یې د خپلې ازادۍ جرئت ا وصلابت وانخیست. جرمنیان دوه ځله له داسې وضعیت سره مخ شول او دواړه ځله د نورو زور ته تسلیم نشول. جاپانیان حتی له جرمنیانو بدتر دام کې نښتي و. روسان د کمونیزم د ایډیالوژۍ له پاشل کېدو وروسته له داسې روزګار سره مخ نشو چې له نړیوالو معادلو څخه څنډې ته شي.

پورتنی یو ناورین هم زموږ له اوسني بحران سره مطابقت نه لري، نه له سیاسي او نه هم له جغرافیایي او زماني پلوه، اما هغه څه چې کولی شي د نورو ملتونو ناورینونو سره د افغانستان د بحران مشترکه وجه بیان کړي د هغه سیاسي والی دی، هغه بحران چې له داخلي پلوه خپلې فکري او اجتماعي ننګونې لري او له خارجي پلوه د سیمې او حتی نړۍ له ننګونو سره غوټه شوی دی.

احتمالاً هغه ننګونې چې زموږ د ناورین تداوم یې زیات کړی دی اقتصادي، سیاسي او حتی فرهنګي او اجتماعي والی یې دی. له شک پرته د دې هرې ننګونې د له منځه وړلو لپاره  شاید ظرفیتونه ولرو خو دا به ناسمه وي چې مطلق نورو ته تسلیم شو داسې تسلیمي چې راتلونکي ته هیڅ هیله پاتې نه شي.

له داخلي پلوه له شک پرته سیاسي پوهه له هغو عمده ننګونو څخه ده چې زموږ ټولنه ورته سخته اړتیا لري، خو په دې برخه باید نورو ته  منتظر نشو ځکه په تېرو اولسو کالو کې یې له سیاسي، اقتصادي او نظامي پلوه څه ونه کړل، خپله باید لاس په کار شو.

موږ پر دې هره پورتنۍ ستونزه او ننګونه بریالي کېدای شو، خو په دې شرط  چې د خلکو سیاسي – تاریخي پوهې له عام، له اوسني وضعیت او همدارنګه له تېر څخه باید زده کړه وکړو تر څو د اوسني بحران په لاملونو او حل لارو پوه شو. نور باید خپلو موخو، خوبونو او ارمانونو ته د رسېدو لپاره لاس په کار شو.