د تالي څټو او پلن څټو یې له سولې او لارنقشې سره څه؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدامین بســــمل

دکابل تالي څټي په دې ښه پوهیږي، چې دسولې په راتګ سره به له دوی هر یوو سره جلا جلا حساب وشي که دا خبره سمه وي لکه سمه چې ده نو داسپېره به لېونیان وي چې سوله به غواړي؟


له بل پلوه داتالي څټي په پردي دستارخوان ځانونه کوربانه ښيي هغه دا،چې زموږ پاکه خاوره اشغالګرې امریکا په خپل شرمېدلي نیرنګ ترتسلط لاندې راوسته او یوحرام اوله زهرو ډک دستارخوان یې پرې وغوړاوه.
په دې دستارخوان یې تش په نامه مجاهدین اودهغوی چرسي ملېشې د ملي اردو په نوم پنډې کړې.
 هغه بل ناکام او زېړغوږي امریکايي جنرال پیټرویس د سیمییزو پولیسواو اربکیانو په نوم د بنګيانو ډلګۍ په دې زهري دستارخوان ورلیکه کړې ترڅو دکابل دا بد موري تالي څټې ورته وساتي او په عین وخت کې کورنۍ شخړې زیاتې، زموږ د درانده اوعزتمن اولس عزتونه او تاریخونه پرې لوټ کړي لکه چې همداسې یې وکړل.
اوس نو که دستارخوان پردی وي او د تالي څټوعمر په چرسیانواو بنګیانو پورې تړلی وي نو دا تالي څټي بیا په کوم زور دومره پورته پورته غورځي، چې د لوی او په موږ ګــران افغانستان د څه کم څلورو لسیزو ستونځې حل او له ډېرو لسیزوڅخه د امریکا مخکینۍ نقشې په خپله له خندا ډکه لارنقشه ور بدلې کړي؟
  وايي پک چا په ورا کې نه پرېښود خو ده وېل آس مې دخان په انګړ کې وتړئ.
نن مې له رسنیو څخه واورېدل، چې غبرګ سري او ټیټ سري بدموري به د دوشنبئ په ورځ په کابل کې د سولې د څلوراړخیزې غونډې دوهمه تمثلي پارچه نندارې ته وړاندي کړي.
هغه لمړنۍ تیاتري او بې مزې تمثلي پارچه چې په اسلام آباد کې نندارې ته وړاندې او د ګڼ شمېر لیدونکو او اورېدونکو خوا یې وګرځوله فکر کوم دا دوهمه تمثیلي پارچه به یې د سیمې ګڼ شمېر هیوادونه لا پسې اغـېړ کړي.
 دا ځکه چې حقیقتأ خو څوک زموږ د سولې په کیسه کې لا نه دي بس د پنجابیانوغوا لنګه او خوسکی یې کله انګرېزان ورڅټي اوکله امریکایان کله کله خو دا نازولی خوسکی ترمسکو پورې هم یوه د نازاو مکر منډه وکړي.
دانازولی خوسکی چې هرڅه غواړي دستارخوان والا  نه نه ورته وایي.
دستارخوان والاچې زموږ دخاوري تاریخي اونه بخښوونکي دښمنان دي داځل یې دکابل تالي څټي دخوسکي نويو فرمایشونوته هڅولي تر څو خوسکی ډک او دا پنجابۍ غوا لا څربه شي په دې اړوند ستاسو توجه په لاندې ډول له روهي ویبپاڼې څخه را اخیستل شوي خبر ته را ګرځوم:
 د سولې لپاره د پاکستان نور ظالمانه شرطونه
پاکستان د طالبانو سره د سولې په خبرو کې نه يوازې دا غوښتنه کړې وه، چې طالبانو ته دې مخکې له مخکې شرطونه نه وړاندې کيږي، بلکې د افغانستان لپاره پاکستان خپل شرطونه هم وړاندې کړي دي.
روهي ويبپاڼې ته يوې باوري سرچينې ويلي، چې پاکستان افغانستان سره د سولې لپاره درې شرطونه وړاندې کړي دي: د ډيورنډ فرضي او تپل شوې کرښه دې افغانستان په رسميت وپيژني، د کونړ د سيند اوبو په برخه کې پاکستان ته امتياز ورکړل شي او همداراز په جلال آباد او کندهار کې دې د هند کونسلګرۍ وتړل شي.
بايد وويل شي، چې دا داسې شرطونه دي، چې ډير ظالمانه او د منلو ندي او په افغانستان کې حتی دولت د دې د شرطونو د منلو واک نلري. د ډيورنډ کرښه، چې د پښتون قوم پر زړه د انګريزانو لخوا کښل شوې او دومره ظالمانه ده، چې په ځینو سيمو کې يې د يوه کلي خلک په دوو برخو ويشلي، يوازې همدا قوم يې د پرېکړې حق لري.
د سياسي چارو کارپوهان په دې اند دي، چې پاکستان به په هيڅ صورت افغانستان بيا هم آرام ته پرې نه ږدي او دوی غواړې دغه هېواد هم د يوې صوبې په توګه وکاروي.
دغه کارپوهان زياتوي، چې يو شمير فاشستي ډلې، چې غړي يې ځانونه افغانستاني بولي، د داسې افغان دښمنه رسنيو په مرسته لکه طلوع او لمر تلويزيون، چې په يهودي مردوک پورې تړلي دي، د ډيورنډ کرښې موضوع ډيره راپورته کوي او داسې ډنډورې غږوي، چې د دې کرښې د رسميت پيژندو سره به افغانستان ګل او ګلزار شي او د ټولو ستونزه سرچينه او مور يوازې همدا کرښه ده.  
درنولوستونکو!
تاسي څه فکر کوئ؟
آیا د ارګ نشه یان به دخپل عمراوتسلط د دوام لپاره پورتنۍ ظالمانه غوښتنې ورسره ونه مني؟
آیاهېرمو شول چې دطالبانو په واکمني کې کوم وخت چې د ډیورنډ له منحوثې کرښې پنجابیانو خپلې پوستې را مخ ته کړې اوهمدغو د نرزامنو(طالبانو) په همهغه ورځ شا ته وتمبولې اوخبرداری یې هم ورکړ خو نن چې دټولې نړۍ زوروراوښکرورپه کابل پاچاهي کوي ودې ګوري، چې دډیورنډ منحوث له تپلې کرښې څخه له پکتیکا نیولې بیا ترنورو پښتون مېشتو ولایتونو پورې څومره پنجابۍ پوستې را مخ ته شوې دي.
څه شو له امریکا سره د مبتکراو اتمر هغه امنیتي او دفاعي تړون؟
څومره مې په آزادي رادیو کې دامریکاله میکروفونه ددې ناولي تړون په ضد مقاومت وکړ،کله به یې میک راباندې بند اوکله به یې د تلفوني کرښې ستونځه پلمه کړه خوبیاهم ما د خپل مظلوم اولس غږ نړیوالوته رساوه.
هغه د امنیتي او دفاعي تړون بې شرمي خو اخوا پرېږدۍ اوس یې دا د دروغجنې سولې شرمېدلې نغارې وګورئ.
واواتاسي خویوځل د رباني د زوی دویاند(مستغني) داله خنداډکه جمله ولولئ چې نن د آزادي له رادیوڅخه زمزمه کېده:  
"د لارې نقشه د سولې د خبرو په اړه هر اړخیز چوکاټ مشخصوي"
هغه متل دی وایي چې:
زه دې د ورا څه او څه وکړم ته لا ډوهلونه راته غربوې.
لیکنه را لنډوم اوټولوپه هیواد میینوافغانانو ته وایم، چې ددې لویې دسیسې مخه ونیسي او که نه نو عمري ابد به موغلامي په برخه شي.
لمرخېلو، طلوع خېلو او په ارګ ننوتو ناروغ خېلو ته وایم، چې لمړی خو ددې ناولې کرښې ددواړوغاړو له اوسېدونکو پرته  بل هیڅوک اوهیڅ قوم د ډیورنډ دمنحوثې کرښې په اړوند د تصمیم نیولوحق نه لري اوپه کرښه پراته افغان وروڼه به هغه وخت دامسئله راپورته کوي چې ګران افغانستان آزاد،خپلواک اودپنجابیانو له فشاره وتلی وي.
له طالبانو څخه هیله کوم، چې دیوې نیمې لسیزې تاریخې سرښندنې سیندته ونه غورځوي اوزما ددې اونۍ(دسولې خبرې فقط له امریکا سره اوبس)ترسرلیک لاندې لیکنه په نن ټکي اسیا، ژمن، سپورغۍ، زرلښت او ځینو نورو ویبپاڼوکې په ځیرسره ولولي یوازې اویوازې له امریکاسره مخامخ خبرې وکړي هغه هم له پاکستان څخه مطلق بهر.
مخکینۍ لیکنه په لاندني لینک کې لوستلی شئ:

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/21219