د (پیرامون بیانیه خطاب بمردم ) لیکنې په اړه لنډه تبصره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتی
مخکې لدې چې دښاغلي ډاکټرسیدخلیل الله هاشمیان دپاسني سرلیک لاندې لیکنې په هکله چې داستقلال اوځینونورو ویب پاڼوکې خپره شوې بحث وشي اړینه برېښي د۱۳۵۲ کال

دچنګاښ د۲۶ نیټې د پوځي کودتا په اړه چې د خطاب بمردم له وینا سره نه شلیدونکی تړاولري اوداچې  دکودتا وروسته واک چاته انتقال شوګوته ونیول شي۰ دپوځي کودتا په هکله  دپام وړ خبره داده چې له یوې خوا پوځي کودتا داساسي قانون څخه څرګنده سرغړونه اودپوځیانوله لوري پوځي لوړې ته شاه ګرزونه ده له بله پلوه اکثرآپه ټولنه کې دناخوالواوبدمرغیوپیلامه هم ګرزي۰ په هیوادکې دچنګاښ کودتا وروسته  پیښو اوبهیرهم وښودله چې ددې کودتا له امله په هیوادکې حالات کړکیچن شول ، دکودتاګانو او اړودوړو،جنګ  جګړو او دهیوادپه کورنیوچاروکې د پردیو د لاسوهنو اوتیریولړۍ پیل شوه اولا تراوسه هیوادته دسولې، ټیکاو اوامن دبیا راستنیدو څرک نه لګیږي۰ دکودتا وروسته سیاسي   واک محمدداود، هغه ته وفاداره څیرو او پرچمیانوته ولیږدیده  چې دجمهوري دولت دلاندې لوړ دولتي ارګان (مرکزي کمیټې)  ترکیب یې څرګنده بیلګه ده:                                              محمدداود دمرکزي کمیټې رئیس، محمدحسن شرق دمرکزي کمیټې منشي،  سیدعبدالاله ، غوث الدین فایق، غلام حیدررسولی، عبدالقدیرنورستانی ،محمدسرورنورستانی ، فیض محمد ،محمدیوسف، عبدالحمیدمحتاط ،احمدضیآ مجید، مولاداد او عبدالخلیل غړي۰                                              دپورتنیو دیارلسوتنوڅخه دمحمدحسن شرق دمرکزي دمنشي په شمول نورشپژ تنه (فیض محمد، محمدیوسف، عبدالحمیدمحتاط،احمدضیآ مجید،مولاداداوعبدالخلیل) دپرچم دفرکسیون څرګند یا پټ غړي وو ۰ دمرکزي کمیټې پورتنی جوړښت ښيي چې واک  دمحمدداوددپلویانو او پرچمیانوترمنځ البته دپرچم په ګټه ویشل شوی و۰  دلته دپام وړخبره داده چې کودتا کونکي پوځيان چې دسلوتنوشاه اوخوایې اټکل  کیږي دمختلفواومخالفوسیاسي اوعقیدتي باورونوخاوندان ووخوپه یوه مسئله کې یې ګډ دریځ درلودچې واکمن پاچاهي نظام نسکورکړي چې ځینویې دوخت دسیاسي سازمانونوسره سازماني تړاوهم درلود۰ خو د جمهوریت په لوړدولتي ارګان اوحکومت کې یوازې د محمد داود پلویان او پرچمیان ترسترګوشول ۰ دابیا دمحمدداوداوببرک کارمل دپرچم دډلې د مشرترمنځ دکودتاپه اړه دیوه پټ ائتلاف  شتون ښیي۰ هیره نشي چې محمدداوداوببرک کارمل دکودتا نه څه دپاسه لس کاله مخکې ګډه ژبه اوګډفکري او سیاسي وجوهات موندلي و اوګډسیاسي فعالیت یې پیل کړی دۍ چې دپښتونستان اتحادیه یې څرګندساری دۍ کوم چې محمدداودیې بنسټ ایښودونکی شمیرل کیږي ،غلام حیدر عدالت یې رئیس اوکارمل یې منشي و۰  محمدداودتردې کچې پرکارمل اعتماد اوباور درلودچې حتی دخپلو سیاسي سیالانو، مخالفانواو مترقي غورځنګ په ضعیفولواوځپلوکې هم سره هم همغږي اوهملاري وو۰ یووخت« کارمل او غلام حیدرعدالت کندهار ته لاړل ترڅو دکارمل د پلارچې دفرقې قوماندان واو دتورنجنرال عبدالغني خان ګردیزي قلعه بیګي دکندهار دتنظیمیه رئیس په شتون کې د کندهار دویښ ځلمیانو دمشرانوسره خبرې وکړي اوخپل یې کړي۰ کله چې پدې کارکې پاتې راغلل په هماغه مجلس کې دویښ څلمیانو د مشرانودنیولوامرورکړل شواو هغوی اوږده کلونه د دهمزنګ په زندان کې پاتې شول » (۱) دجمهوریت په لوړدولتي ارګان اوهمداراز په حکومت کې دهیواد دیوازیني سیاسي سازمان(پرچم)  دداډول لوړې کچې فزیکي شتون ددې ښکارندوی دۍ چې نوموړې واکمني یوه ائتلافي واکمني وه چې دپرچم سازمان یې یواړخ و۰ ددې خبرې یادول اړین بریښي ددې لپاره چې دمحمدداود اوپرچم ترمنځ ائتلاف  هماغسي پټ پاتې شي دپرچم دفرکسیون مشران په لوړدولتي ارګان او حکومت کې ترسترګونشول خوددویمې کچې څرګند اوهمدارنګه پټ پرچمیان په لوړودولتي څوکیو وګومارل شول۰ پربله خوا د پرچمیانو دپیژندل شووڅیروخپل خپلوان هم په دولتي مقامونوکې ځای پرځای شول چې کیدای شي دپکتیا دقول اردودبولندوی په توګه دکارمل دمتقاعدپلار ډګرجنرال محمد حسین ، دپروان دوالي په څوکۍ دصمداظهرد پلارعبدالکریم عمرخیل اوپه پاکستان کې دوکیل تجارپه دنده دډاکټرنجیب الله دپلار اخترمحمد  مقرریو یادونه وشي۰ تردې مهاله دمحمدداودپلویان او پرچمیان ددوی ترمنځ دائتلاف څخه انکار کوي۰ خود پرچم دمشرببرک کارمل ځینې څرګندونې ښيي چې د داود- کارمل ترمنځ دپاچاهي نظام د راپرزولوپه موخه ائتلاف شوی و چې دوې بیلګې به یې دلته راوړل شي۰  ببرک کارمل د۱۹۸۳ کال دنوامبرپه میاشت کې پخپله یوه وینا کې وایي :«زه اعتراف کوم په یوه پړاوکې مودمحمدداودسره همکاري وکړه چې شاهي نظام له منځه یوسوترڅو په بل پړاو کې انقلاب ته لاره هواره کړو »(۲) همدې موضوع ته ببرک کارمل په بل ډول داسې ګوته نیسي: «دا، خ ، د ،ګ د پرچم فرکسیون دمحمدداود تر لارښوونې لاندې کودتاکې چې شاهي نظام یې نسکورکړبرخه لرله » (۳) البته پدې هکله یوشمیربهرنيو څیړونکو اولیکوالو هم ورته څرګندونې کړې دي چې یوازې ددوو بهرنیانو څرګندونې به دلته راوړل شي۰ شوروي جنرال لیاخفسکي چې دشوروي اشغال پرمهال څه موده په افغانستان کې واو افغانستان ته یې تګ اوراتګ کاوه لیکي :«پرچمیانوپه دغه پړاوکې د واک په موخه مبارزه کوله۰ هغوی دمحمد داود دپلویانوسره اتحاد وکړ۰۰۰» (۴)   سلیک اس هاریسون امریکایي لیکوال پدې اړه داسې لیکي :« پرچمیانود مسکوپه دستوردداودسره ائتلافي دولت جوړکړاوپه څرګندډول یې هلې ځلې وکړې چې په پوځ او اواداروکې خپل اغیززیات کړي» (۵)                                                                                    که پدې هکله دنورولیکوالواوڅیړونکوویناوې اوارزونې راوړل شي لیکنه خورا اوږدیږي اومشت نمونه خروار پورتني اقتباسونه کولی شي دمحمدداود- کارمل ترمنځ پرائتلاف دصحت مهرولګوي۰  ددوومؤتلفینوګډ دریځ اوګډه همکاري داحکم کوي چې هغوی په ګډه ددولت کړنلارې اوراتلونکې نخښې جوړې ،هغه پلې اوعملي کړي۰ پردې بنسټ دحیرانتیا وړخبره نه ده چې محمدداوددخپل مؤتلف اومتحد (پرچم ) دیوه منظم سیاسي سازمان څخه وغواړي چې ددولت کړنلاره جوړه کړي۰ خواصلي خبره داده چې دپرچم دسازمان مشرببرک کارمل په افغانستان کې  دکرملن دډاډ اواعتمادوړ سړی واوکارمل خپل هرګام  دمسکوسره په همغږۍ کې ایښوداودکرملن دچارواکو په خوښه اواراده یې عمل کاوه ۰ لدې کبله یې دمحمدداودغوښتنه هم مسکوته ورسوله اوهغوی بیا دافغانستان دجمهوري دولت د کورني اوبهرني سیاست لپاره تزسونه جوړاوپه کابل کې یې دخپل سفارت له لارې کارمل ته ورسول ۰ دپرچم مشرتابه نوموړي تزسونه دوینا په شکل ترتیب اود محمدحسن شرق دصدارت د مرستیال له لوري یې دائتلافي واکمنۍ مشرمحمدداودته وړاندې کړل۰ ما همدامسئله په خپله یوه لکینه کې دخپلو ذهني احساساتو او تصوراتوپراساس نه بلکې دروسي څیړونکوله یوه اثر څخه اقتباس کړې وه چې ښاغلي محمدداودملکیار په خپله  په زړه پورې مقاله کې پرهغه ډډه لګولې ده۰ البته نوموړو روسي څیړونکو په خپل اثرکې دشوروي اتحاددکمونست ګوند دمرکزي کمیټې له  لوري جوړشوي تزسونه کوم چې دیوه تلګرام پواسطه  یې په کابل کې خپل سفارت ته لیږلي وو دنوموړي تلګرام لمبر اونیټه هم راوړلې ده چې کومه تبلیغاتي موخه نلري بلکې یومستند سندګڼل کیږي۰ خو ښاغلي هاشمیان هغه ته « پروپاګند دروغین » وایي۰ ښاغلی هاشمیان په خپله لیکنه کې دمحمدحسن شرق ټیلیفوني خبرې دحقیقت معیارګڼي  اودپرچم دفرکسیون د غړي ښاغلي ذبیح الله زیارمل داخبره نه مني چې حسن شرق دپرچمیانونه غوښتي وچې خلکوته د خطاب  وینا چمتوکړي ۰ دښاغلي هاشمیان دلیکنې پراساس ښاغلي شرق دټیلیفون په کرښه ورته ویلي چې دکودتا دبري وروسته نوموړي دټولوګوندونو اوپه هغوکې دپرچم دسازمان څخه غوښتي و چې دجمهوري دولت دکړنلارې په هکله خپل نظریات اووړاندیزونه ورسره شریک کړي چې هغوی هم ورته مثبت ځواب ووایه ۰ که چیرې د ښاغلي شرق  پورتنی څرګندونې ومنل شي چې دجمهوري دولت مشرتابه دوخت دسیاسي ګوندونو نظریاتوته ارزښت ورکاوه نوولې یې د ګوندونوپه فعالیت بندیزولګاوه اودجمهوریت ترپایه  یې هغوی ته دسیاسي فعالیت اجازه ورنکړه۰له بله پلوه دپرچم اړونده غړوپرته هیڅ ګوندپدې اړه څه ندي ویلي۰ دابیا ښيي چې ښاغلی شرق محترم هاشمیان ته پدې اړه رښتیا نه دي ویلي ۰ دښاغلي زیارمل دڅرګندونو په اړه محترم هاشمیان داسې پوښتنې مطرح کوي ۰ آیا موقف او( حسن شرق - لیکوال ) ایجاب میکرد که بخانه یا دفترکارمل بدیدن اوبرود؟ آیا او نمیتوانست ببرک وهمکاران اورابه صدارت احضاروبه آنها صحبت کند؟ داچې ښاغلی شرق په خپله دکارمل دفتریا کورته ورغلی دۍ اوپرچمي مشران یې صدارت ته ندي غوښتي لامل یې دادۍ چې  دنوموړي سازماني اړیکې دپرچمیانوسره بربنډې نشي ځکه چې نوموړی دپرچم دفرکسیون  پټ غړی و۰ پرچمیانودمحمدظاهردواکمنۍ پرمهال یوشمیرپټ غړي لرل چې په هغوکې لوړدولتي مامورین هم شامل وو ترڅودهغوی څخه دځانګړوموخودلاسته راوړلواوپه اړینوزماني فرصتونوکې ګټه پورته کړي ۰پدې هکله دپرچم  دسازمان لوړپوړي عبدالقدوس غوربندي دخپل کتاب « نګاهې به تاریخ حزب دموکراتیک خلق افغانستان» په ۲۸ – ۲۹ مخونوکې مفصل توضیحات ورکړي دي۰ پدې پټو پرچمیانوکې نوموړی د حسن شرق، شاه محمد دوست، غلام جیلانی باختری، نجیب الله مسیراوآدینه سنګین نومونه یادوي۰ همدا پټ پرچمیان د  شوروي داشغال پرمهال په لوړوګوندي یا دولتي څوکیووګومارل شول چې ښاغلی شرق دصدارت مقام ته هم ورسید۰ کوم منطق اوسلیم عقل دا مني چې داشغال ترسیورې لاندې واکمنۍ کې یوخپلواک سیاستوال دصدارت مقام ته ورسیږي۰ ښاغلي شرق په یوه مرکه کې چې آغلې ملالی موسی نظام( داودخان ،  حسن شرق و نذیره کریمي) تر سرلیک لاندې پرهغې یوه جامع تبصره کړې اوهمدامهال دافغان- جرمن آنلاین په لومړي مخ کې ترسترګوکیږي وایي : « ۰۰۰ درکودتای ۷ثورچراغې که خدا«!» روشن کرده بود،خودما خاموش نمودیم، من درافغانستان نبودم ودرحالیکه دیګران به ترک تابعت اقدام نمودند، من چون با احزاب مناسبات خراب نداشتم، با تره کی هم رفت وآمدخانګی داشتم به کابل برګشتم۰۰۰، همرای ببرک کارمل ازاتحادیه محصلین دوست بودیم اوووزیرخارجه مرا خواست ومن ناچاربه همکاری شدم ۰۰۰ ، درعصرنجیب کابینه راتیارکردیم درمجلس وزرانطق هارا مشاورین روس میساختند وما صرف آنهارا میخواندیم ۰»  پورتنی مرکه دښاغلي شرق اصلي څیره بربنډوي چې دموسم په بدلون سره خپلې جامې بدلوي ۰ دنوموړي مرکه ښيي د۱۳۵۷ کال دثورد سیاسي اوښتون وروسته چې دده په شان دپخوانۍ واکمنۍ لوړپوړي چارواکي دافغانستان دخلق دموکراتیک ګونداودهغه دواکمنۍ سره دمخالفت له امله له هیوادڅخه وتل خودی بیاهم هیوادته راستنیږي۰ پداسې حال کې چې  په خپله مرکه کې دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوندټول غړي وطن پلورونکي ګڼي۰ ښاغلی دشوروي داشغال پر مهال دشوروي دلاسپوڅي رژیم سره همکاري پیلوي تردې چې دحکومت مشرۍ ته هم رسیږي اوپر دې اعتراف کوي چې د وزیرانوپه مجلس کې ویناوي روسانوجوړولې اوموږهغه لوستلې۰ ښاغلي شرق څرنګه دامنل چې دیوه هیواددصدراعظم په توګه ده اودده دکابینې غړو ته پردي ویناوې ولیکي اودوی هغه دطوطیانوپه شان ولولي۰ آیا دادیوه صدراعظم لپاره  داغلامي اودوطن په برخلیک دپردیوواکمنۍ ته سرټیټول نه دي ؟ عجیبه داده چې ښاغلی هاشمیان دحسن شرق په شان  سیاستوال چې پردیودصدارت په څوکۍ کینولی و اودهمدې پردیو دستورونه یې عملي کول څرګندونې مني اوهغه دحقیقت یوازینی معیارګڼي ۰خودنوروڅرګندونې چې هوایي، خیالي اوبې بنسټه څرګندونې نه بلکې په مستندواسنادوډډه لګوي هغوته پروپاګنددروغین وایي ۰ یقین لرم چې ډیری لوستونکي  دښاغلي حسن شرق په اړه دآغلي ملالی موسی نظام ددې واقبینانه قضاوت سره همغږي وي چې نوموړی یې دسردارداود د صدارت څخه دنجیب الله ترنسکوریدو پورې دجنګ ځپلي افغانستان د واکمنو اوشوروي اتحادترمنځ یو پل اومهمه ارتباطي وسیله شمیرلې ده ۰خوپه پوره ډاډ سره ویلی شم چې که ښاغلی شرق دافغان واکمنواوشوروي اتحادترمنځ پل اومهمه ارتباطي وسیله نه وه دمحمدداود او دپرچم دسازمان دمشرتابه ترمنځ یوپل اومهمه وسیله وه۰                                  ددې لیکنې په دې برخه کې ددرنولیکوالوڅخه داهیله ده چې نن سبا پرهغومسئلواودهیواد په هغو سیاسي – ټولنیزو ستونزو بحث وکړي کومې چې اوس مهال زموږجګړه ځپلی ولس ورسره لاس اوګریوان دۍ۰ همدااوس اوس په هیوادکې  دافغان وژنې خونړۍ جګړه روانه ده اوهره ورځ د لسګونووطنوالوککرۍ خوري۰ پرهیواد مودپردیوغوبل روان دۍ اوپه برخلیک یې همدا پردي واکمن دي۰ په افغاني ټولنه کې دخشونت فرهنګ لا قوت مومي چې څرګنده بیلګه یې دکابل په زړه کې او هغه هم په رڼا ورځ دپولیسوپه شتون کې دبیدفاع ښځې وحشیانه وژنه اوبیا سوځونه ده  ۰دعامه شتمنیولوټول اودناروالارودشتمنیوټولول په معمولي چلنداوښتی۰ ملي هویت اوملي یووالي ته مو څرګندګواښونه متوجه دي۰په نړۍ کې افغانستان په فساداودمخدره توکوپه کښت اوکار کې لومړی مقام ترلاسه کړی۰ مغزونه او پانګې دهیوادڅخه په وتودي ۰ دپوځيانواومامورینوتنخواګانې موپردي ورکوي اوداسې نورې منفي پدیدې اوګواښونه چې څو مقالې بایدورته ځانګړې شي۰ آیا یو افغان لیکوال ، څیړونکی او سیاستوال دهیواداوولس دې ډول له شرمه ډک او ځورونکي حالت ته په کتوسره دامسؤلیت نلري چې دې پوښتنې ته ځواب ومومي  چې څه ډول خپل هیوادلدې ناوړه حالت وباسواوپدې هکله یوجوړونکی بحث پیل کړویا داچې خپله انرژي اووخت پدې ضایع کړوچې ددې وروستۍ نیمې پیړۍ  د افغان واکمنو اوسیاستوالوپه اړه بحث وکړوچې کوم یې ښه اوکوم یې بدو۰ پلانۍ اتل دۍ اوهغه بل خاین، مجاهدښه دۍ اوطالب بد اویا برعکس ۰یوه ډله ووایي چې د۱۳۵۲ کال سپینه کودتا یو ټولنیز انقلاب و، بل هغه ته دخدای لخوا روښانه  شوی څراغ ووایي اوبل لوری بیا هغه دروانې غمیزې پیلامه وګڼي  اود کودتاچیانو، یاددې یاهغې سیاسي ډلې اوسیاستوال په پته سپکې سپورې ووایي۰ تاریخې اوسیاسي پیښې ،  دتیرو واکمنو اوسیاستوالوکړنې به تاریخ اوتاریخپوهانوته پریږدوچې تاریخ پرهغوخپل بیرحمانه قضاوت وکړي، څیړونکي اوتاریخپوهان پرهغو آفاقي آثار ولیکي ترڅوځوان نسل او راتلونکونسلونوته دعبرت درس شي۰ ژمن لیکوال نن اوراتلونکې ته ګوري، دټولنې ننیوستونزوته دحل لاره لټوي۰ سیاستوال اودقلم اونظر خاوند په خپلولیکنوکې داسې سیاسي طرحې وړاندې کوي چې  څرنګه ولسونه سره یوشي اودملت جوړونې بهیربشپړشي۰ خلکوته خادم لیکوال ولسونه زغم، دوستۍ ، ورورګلوۍ اوهمغږۍ ته رابولي نه داچې دې سیاسي شخصیت ته د سمپاتۍ اوانتي پاتۍ دڅرګندولو له امله دهغه پلویان، لیوال اوولسونه دیوبل په وړاندې ودروي۰       پدې هیله چې افغان لیکوال دافغان ولس په وړاندې دشته ستونزواوګواښونودحل په موخه خپل قلم وکاروي ، دیوبل په وړاندې تیریدنې اوبخښنې ، دافغانانو ترمنځ دهمغږۍ اوهمکارۍ غږ پورته کړي۰                                    (پای)      
  اخځونه                                                                                                            ۱- شاه محمودحصین ، مثلث بی عیب ، مخ ۲۹۱                                                            ۲- صباح الدین کشککي ، دهه قانون اساسي ، بنګاه انتشارات میوند،کال ۱۳۸۴ ، مخ ۱۷۴  ۰        ۳- پورتنی اثر ، مخ ۱۰۴ ۰                                                                                    ۴- پشت پرده افغانستان ، دیه ګوکوردویز، هاریسون ،ژباړن اسدالله شفاهی،انتشارات بین المللی ،کال ۱۳۷۹ ،مخ ۱۴                                                                                            ۵-  الکساندرلیاخفسکي ، دافغان غمیزه اومیړانه، کال ۱۹۹۳ ، مسکو ، مخ۲۱ ۰